د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

اوکراین ته د ناټو پوځيانو د لېږلو په برخه کې د فرانسې د ولسمشر نظر وستایل شو


د ناټو د غړو هېوادونو بیرغونه
د ناټو د غړو هېوادونو بیرغونه

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر وایي، دا خبره له تصوره بهر نه ده چې ناټو اوکراین ته پوځیان واستوي.

رادیک سیکورسکي پرون د پولنډ په پارلمان کې د یوه بحث پرمهال زیاته کړه چې اوکراین ته د ناټو د پوځيانو د لېږلو په برخه کې د فرانسې ولسمشر نظر ستایي.

سیکورسکي په پارلمان کې د دې بحث دا خبرې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې شریکې کړې دي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تېره میاشت ویلي وو چې دا امکان شته چې د لوېدیځو هېوادونو پوځيان اوکراین ته واستول شي.

مکرون دا خبره هم کړې چې په اوکراین کې د روسیې د بریا د مخنیوي لپاره باید د اوکراین په ملاتړ دې هېواد ته د سرتېرو د استولو په ګډون هېڅ امکان له پامه ونه غورځول شي.

کرملین هغه مهال خبرداری ورکړ، که ناټو د اوکراین جګړې ته پوځيان ولېږي نو دا له روسیې سره د مخامخ جګړې د پیلېدو معنا لري او روسیه به مجبوره شي چې جګړه وکړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د فبروري په ۲۷مه د مکرون تر خبرو وروسته ویلي وو: "موږ باید د روسیې او ناټو ترمنځ د جګړې د احتمال نه بلکې د جګړې د ناچارۍ خبره وکړو."

مکرون د فبروري په ۲۶مه په پاریس کې د اروپايي مشرانو له سرمشریزې وروسته ویلي وو چې د دوی په غونډه کې په دې اړه چې د اوکراین په ګټه نور سمدستي اقدامات وشي پراخه اجماع وه.

د دې غونډې ګډونوالو موافقه کړې ده چې د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره باید اوکراین ته د منځني او لیرې واټن ویشتونکو توغنديو او بمونو د ورکولو لپاره یو ایتلاف رامنځ ته کړي.

اوکراین ته د ناټو د پوځيانو د استولو په برخه کې د فرانسې د ولسمشر له خبرو سره هغه مهال د ناټو یو شمېر غړیو هېوادونو مخالفت وکړ، خو د پولنډ د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو په اړه تر دې دمه نه مسکو څه ویلي، نه د ناټو کوم بل غړي هېواد نظر څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG