د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

البانیا ته د زیلینسکي سفر؛ د جنوب ختیځې اروپا د هېوادونو په سرمشریزه کې برخه اخلي


د عکس ښي لور ته د البانیا صدراعظم ایدي راما او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي
د عکس ښي لور ته د البانیا صدراعظم ایدي راما او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د البانیا پلازمېنې تیرانا ته رسېدلی دی او هلته به د جنوب ختیځې اروپا د هېوادونو په سرمشریزه کې برخه واخلي.

د اوکراین د ولسمشر ولودومیر زیلینسکي او د البانیا د صدراعظم ایدي راما په مشرۍ به د جنوب ختیځې اروپا د مشرانو غونډه په پلازمېنه تیرانا کې جوړه شي.

د البانیا د بهرنیو چارو وزیر ایګلي حسني په یوه پیغام کې چې په ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې یې خپور کړی، لیکلي چې د نننۍ سرمشریزې هدف له کییف څخه د ملاتړ زیاتېدل او پراخېدل دي.

د دې پیغام ترڅنګ د البانیا د بهرنیو چارو وزیر په ایکسپاڼه کې خپل عکس هم له ولسمشر زیلینسکي سره خپور کړی چې د تیرانا په هوایي ډګر کې له هغه سره روغبړ کوي او ښه راغلاست ورته وایي.

د جنوب ختیځې اروپا د مشرانو په غونډه کې به د سربیا، شمالي مسدونیا، کاسوو، بوسنیا هرزیګووینا او مونتینیګرو مشران هم برخه واخلي.

تمه ده چې د دې غونډې ترڅنګ ولسمشر زیلینسکي چې له سعودي عربستان څخه تیرانا ته رسېدلی، په یو شمېر دوه اړخیزو غونډو کې هم ګډون وکړي.

اوکراین له روسیې سره په روانه جګړه کې تر ډېره د وسلو او مهماتو په برخه کې پر لوېدیځ تکیه کوي چې اکثر یې د امریکا متحد ایالتونه ورته چمتو کوي.

د وسلو او مهماتو د کمبود له امله په وروستیو کې اوکرایني ځواکونو د خپل هېواد یو شمېر ختیځې سیمې روسیي پوځیانو ته پرې ایښې دي.

د اوکراین د پوځ ویاند دیمیترو لیخووي پرون پر خپله فېسبوکپاڼه ولیکل چې اوکرایني ځواکونه له ستیپوف او سیویرني کلیو څخه چې د اودییېفکا په لوېدیځ کې پراته دي، ووتل.

د اودییېفکا ښار د روانې میاشتې په لومړیو کې روسي ځواکونو ونیو.

د تیرانا په نننۍ غونډه کې د ناټو درې غړي هېوادونه، البانیا، شمالي مسدونیا او مونتنیګرو د اوکراین د یرغل له امله پر روسیې یو شمېر بندیزونه لګولي دي او دې درېیو هېوادونو تر اوسه اوکراین ته یو شمېر وسلې او مهمات ورکړې دي.

سربیا چې له روسیې سره پخوانۍ دوستي لري پر روسیې یې بندیز نه دی لګولی.

کاسوو چې پخوا د سربیا یو ولایت و او اکثریت په‌کې البانیایان دي، په دوه زره اتم کال کې یې له بلګراد څخه د خپلواکي اعلان وکړ او د دې سربېره یې د اوکراین ملاتړ کړی چې کییف دا هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG