د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

اوکراین سره د کاناډا د ۳ میلیارده کاناډایي ډالره مرستې اعلان


د کاناډا صدراعظم جستین ترودو او د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي
د کاناډا صدراعظم جستین ترودو او د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي

د کاناډا صدراعظم جستین ترودو پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت کییف ته سفر وکړ او پرون شنبه یې په یوه اعلامیه کې وویل چې کاناډا د امنیتي موافقې له لاسلیک سره روان میلادي کال اوکراین ته څه باندې درې میلیارده کاناډايي ډالره چې دوه ملیارده او دوه سوه ملیونه امریکايي ډالره کېږي، ورکوي.

جستین ترودو د دې مالي مرستې له اعلان سره وویل، کاناډا به د اړتیا تر وخته د اوکراین تر څنګ ولاړه وي.

د کاناډا د صدراعظم دفتر ویلي چې د اوتاوا او کییف ترمنځ لس کلنه امنیتي موافقه، د اوکراین د ملاتړ د دوام لپاره د کاناډا امنیتي، کلیدي او اوږدمهالې ژمنه ښيي چې اوکراین وکړای شي د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو ساتنه وکړي او خپله اقتصادي رغونه عملي کړی.

د دغه دفتر په وینا، په دغه سند کې په سیاسي، پوځي، امنیتي، اقتصادي او بشري برخو کې د مالي تعهداتو او همکاریو زیاتول شامل دي، خو دا موافقه یو پوځي تړون یا د پوځي خوندیتوب تضمین نه دی.

د کاناډا صدراعظم جستین ترودو د اوکراین له ولسمشر سره
د کاناډا صدراعظم جستین ترودو د اوکراین له ولسمشر سره

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي ویلي چې له برېتانیا، فرانسې، جرمني او ډنمارک سره د دوه اړخیزو امنیتي موافقو له لاسلیک وروسته یې له ایټالیا سره هم پرون یوه دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړه.

د اروپايي کمیسیون مشرې اورزلا وان دیرلین هم پرون شنبه ویلي چې له اوکراین سره د اروپايي ټولنې د ۵۰ ملیارد یورو چې ۵۴ ملیارده او ۲ سوه ملیون امریکايي ډالره کېږي، د مالي مرستې لومړۍ برخه به په مارچ میاشت کې اوکراین ته ورکړل شي.

برېتانیا هم پرون اوکراین ته د ۲۴۲ ملیون پاونډو په ارزښت چې ۳۱۱ ملیون ډالره کېږي، د مرستو د بستې د ورکولو اعلان وکړ.

د برېتانیا دفاع وزیر ګرانت شاپس (Grant Shapps) ویلي چې د اوکراین وسلوال ځواکونه توانېدلي له روسي ځواکونو زیاتې هغه سیمې ونیسي چې په وروستیو کې یې له لاسه وتلې وې.

پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل د دوو کلونو پوره کېدو په مناسبت د کاناډا، ایټالیا او بلجیم صدراعظمان او د اروپايي کمیسیون مشره کییف ته لاړل او یو وار بیا یې له اوکراینه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG