د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د مرستې اخیستو هڅه؛ زلینسکي سعودي ته تللی


د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د سعودي په پلازمېنه ریاض کې
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د سعودي په پلازمېنه ریاض کې

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د سه شنبې په ورځ (فبروري ۲۷) د سعودي پلازمېنې ریاض کې د پاچا خالد نړیوال هوايي ډګر ته ورسېد او د دغه هېواد یو شمېر چارواکو یې هرکلی وکړ.

د اسوشیتد پرس د راپور له مخې، ولودومیر زیلینسکي پرون د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره وکتل او د جګړې د بندیانو د خلاصون په اړه یې خبرې وکړې.

زیلینسکي په ایکس ټولنیز شبکه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د سعودي عربستان مشرتابه لا دمخه د اوکراین د خلکو په آزادۍ کې مرسته کړې او هغه ډاډه دی چې دا لیدنه به هم ګټورې پایلې ولري.

ریاض تر دې مخکې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې له روسیې څخه د اوکراین د جنګي بندیانو د یوې ډلې د خوشې کولو منځګړیتوب کړی و.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هڅه کړې چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه باالقوه منځګړي په توګه رول ولوبوي. حتی په داسې حال کې چې ریاض د اوپیک پلاس هېوادونو د ډلې له لارې د انرژۍ په پالیسیو کې د روسیې سره ملګری دی.

د سعودي عربستان ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان
د سعودي عربستان ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان

ریاض ته د اوکرایین د ولسمشر له سفر یوازې یوه ورځ مخکې شهزاده محمد بن سلمان د روسیې د دوما یا ولسي جرګې د مشر ویچسلاو ولادین او یو شمېر نورو روسي چارواکو کوربه و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي هم ویلي چې سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال به د اوکراین د سولې پر فارمول د روسیې د تېري د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي.

د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، زیلینسکي په لومړي ځل د تېر کال په اګست کې په جده کې د سولې لس ماده ییزه فورمول وړاندې کړ چې د نورو شیانو تر څنګ یې د اوکراین له خاورې د ټولو روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه، په داسې حال کې چې اوکراین او روسیې ځواکونه په یو نیم زر کیلومتره اوږدې پولې کې له تقریباً ثابتو پوستو څخه جګړه کوي.

اوکراین د نړۍ د لسګونو هېوادونو له استازو سره د سولې پر فارمول د بحث لپاره څو اړخیزې غونډې کړي او تمه ده چې د روان کال په پسرلي کې د یو شمېر هېوادونو د مشرانو په حضور کې په سویس کې د اوکراین د سولې غونډه جوړه شي.

د زیلینسکي د سولې لس ماده ییزه فورمول او په دې اړه په سویس کې د غونډې پلان د مسکو له خوا رد شوی دی.

XS
SM
MD
LG