د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

اماراتو او عربستان ته د پوتین سفر؛ په دوه اړخیزو اړیکو، منځني ختیځ او تېلو اړوند مسایلو بحث کوي


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن چهارشنبه متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته ځي.

سره له دې چې د جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین د نیولو امر پر خپل ځای دی، پوتین په یوه 'نادر' بهرني سفر کې منځني ختیځ ته ځي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د هغه د ماشومانو کمېشنره ماریا لیووا بېلووا روسیې ته د اوکرایني ماشومانو د ستنولو په برخه کې د جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا په جنګي جنایتونو تورن او د نیولو امر یې شوی.

خو فرانس‌پرېس لیکلي، نه متحده عربي امارات او نه هم سعودي عربستان د جرمونو نړیوالې محکمې آی سي سي معاهده لاسلیک کړې نو په دې معنی چې دا هېوادونه به پوتین نه نیسي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د سه شنبې په ورځ ویلي چې ولسمشر پوتین په دې سفرونو کې پر دوه اړخیزو مسئلو، اسراییل او حماس شخړې او د تېلو اړوند موضوع ګانو باندې بحث کوي.

هغه زیاته کړه: "دا بحثونه به د اوپیک پلس په فارمټ کې وشي، خو طبعاً په دې برخه کې همکارۍ تل په اجنډا کې شاملې وي. په حقیقت کې د تېلو په مارکېټ کې ځینې مشخصې نیمګړتیاوې شته چې ډېرې لویې او زیاتې دي. نو ځینې وخت ځنډ رامنځته کوي نو په همدې خاطر به همغږۍ دوام ولري."

د ۲۰۲۲م کال له لومړیو چې روسیې پر اوکراین یرغل ور وړی دا هېواد د لوېدیځ له خوا منزوي شوی، خو سربېره په دې یې هم د سیمې او نړۍ له لرې او نږدې هېوادونو سره د اړیکو جوړولو هڅې کړي.

د کرملین د تایید له مخې پوتین به د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په سوداګرۍ سربېره په نړیوالو سیاسي او بشري مسلو بحث وکړي.

د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان
د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان

اخوا دی به متحده عربي اماراتو له ولسشمر محمد بن زاید ال نهیان سره د سوداګرۍ، انرژۍ، توریزم او تعلیم په برخو کې خبرې وکړي.

د روسیې ولسمشر داسې وخت منځني ختیځ ته ځي چې هلته د اسراییل او حماس تر منځ د جګړې په سبب سیمه له رامنځته کېدونکو ناکراریو اندېښمنه ده.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، تمه ده د اسراییل او حماس جګړه هم د پوتین د بحثونو د اجنډا یوه برخه وي.

مسکو چې د حماس د یوې ډلې کوربه‌توب یې کړی وو د اسراییلو غوسه پارولې ده.

د منځني ختیځ تر دې لنډ سفر وروسته به ولادمیر پوتین بېرته مسکو ته ستنېږي څو د پنجشنبې په ورځ د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي کوربه‌توب وکړي.

رییسي او پوتین به په دوه اړخیزو مسئلو، اقتصادي اړیکو سربېره د سیمې او نړۍ په یو شمېر چارو له هغې ډلې د غزې پر وضعیت بحث وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG