د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

مسکو کې د 'کیم جونګ اون' د سفر پای؛ پوتین سره یې په نږدې پوځي او نورو همکاریو خبرې کړي


د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې د سفر له بشپړولو وروسته د لیرې ختیځ په ارتیوم کې د خپل زغروال رېلګاډي خوا ته د تګ په حال کې ښکاري او د خدای په امانۍ په ډول خپل لاس خوځوي.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې د سفر له بشپړولو وروسته د لیرې ختیځ په ارتیوم کې د خپل زغروال رېلګاډي خوا ته د تګ په حال کې ښکاري او د خدای په امانۍ په ډول خپل لاس خوځوي.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون نن یکشنبه روسیې ته خپل د یوې اوونۍ سفر بشپړ کړ او بېرته په خپل زغروال اورګاډي کې شمالي کوریا ته روان شو.

په هغه ویډیو کې چې د روسیې ریا خبري اژانس نن خپره کړې، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې د سفر له بشپړولو وروسته د لیرې ختیځ په ارتیوم کې د خپل زغروال رېلګاډي خوا ته د تګ په حال کې ښکاري او د خدای په امانۍ په ډول خپل لاس خوځوي.

ارتیوم د شمالي کوریا سرحد ته څېرمه د روسیې د خازان تمځي په ۲۵۴ کیلومترۍ کې پروت دی.

د شمالي کوریا مشر له خپل هېواده بهر لږ سفرونه کوي او روسیې ته یې دغه شپږ ورځنی سفر د پیوستون او همکارۍ نوی پړاو ګڼل کېږي.

د امریکا متحد ایالتونه او متحدان یې د دوو ګاونډیو هېوادونو روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د پوځي همکاریو زیاتېدو ته اندېښمن دي، هغه هم داسې وخت چې پر اوکراین د روسیې یرغل لا هم دوام لري او د شمالي کوریا کمونست پلوه او منزوي شوي دولت د میزاییلو او اټومي وسلو ازمویل زیات کړي دي.

جنوبي کوریا او د امریکا متحد ایالتونه وايي، د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ همکاري پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو له خوا له لګول شویو بندیزونو سرغړونه ده.

د جنوبي کوریا مشر یون سوک یول اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ویلي، د شمالي کوریا او روسیې ترمنځ پوځي شراکت غیرقانوني او غیرعادلانه دی او ویلي یې دي، نړیواله ټولنه باید د مسکو او پیونګیانګ ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په وړاندې نوره هم سره متحده او جدي وي.

کیم جونګ اون د شنبې په ورځ د روسیې له دفاع وزیر سرګي شویګو سره وکتل او شویګو هغه ته د روسیې اټومي او د سټراتیژیکو بمونو غورځوونکې الوتکې، میزاییل او نورې جنګي کښتۍ وښودې.
کیم جونګ اون د شنبې په ورځ د روسیې له دفاع وزیر سرګي شویګو سره وکتل او شویګو هغه ته د روسیې اټومي او د سټراتیژیکو بمونو غورځوونکې الوتکې، میزاییل او نورې جنګي کښتۍ وښودې.

د جنوبي کوریا مشر زیاته کړې چې د دوشنبې په ورځ نیویارک ته روان دی چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې برخه واخلي.

د رویټرز خبري اژانس پر اساس، روسیې هڅه کړې چې د شمالي کوریا د مشر دا سفر په عامه بیا بیا یاد کړي او له شمالي کوریا سره یې د پوځي همکاریو لرلید هم بیان کړی دی.

شمالي کوریا هغه هېواد دی چې په ۱۹۴۸م کال کې د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ ایجاد شو.

کیم جونګ اون د شنبې په ورځ د روسیې له دفاع وزیر سرګي شویګو سره وکتل او شویګو هغه ته د روسیې اټومي او د سټراتیژیکو بمونو غورځوونکې الوتکې، میزاییل او نورې جنګي کښتۍ وښودې.

د روسیې دفاع وزیر د خپل هېواد رسنیو ته ویلي مسکو له شمالي کوریا سره د ګډو پوځي تمریناتو په باب په بحث بوخت دی.

روانه میاشت د شمالي کوریا لومړني اوبتل، چې تاکتیکي اټومي حمله کولی شي، عملیاتي چارې پیل کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG