د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د اروپايي شورا مشر: روسیه باید د اوکراین بندرونو د فعالیت د مخنیوي لړۍ ودروي


شارل میشل د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د جي شل ډلې د سرمشریزې په درشل کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال.
شارل میشل د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د جي شل ډلې د سرمشریزې په درشل کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال.

د اروپايي شورا مشر وايي، روسیه باید د اوکراین د سمندري بندرونو د فعالیت د مخنیوي لړۍ ودروي.

د اروپايي شورا مشر وايي، روسیه باید د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د اوکراین د غله جاتو د صادراتو له موافقې تر وتلو وروسته د اوکراین د سمندري بندرونو د فعالیت د مخنیوي لړۍ ودروي چې د دغو غله جاتو صادراتو ته زمینه برابره شي.

شارل میشل، نن جمعه د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د جي شل ډلې د سرمشریزې په درشل کې له خبریالانو سره په خبرو کې دا غوښتنه کړې ده.

جي‌شل ډله له ۱۹ هېوادونو او اروپایي ټولنې څخه جوړه ده او د نړۍ د اقتصاد شاوخوا ۸۵ سلنه او د نفوس دوه پر درېیمه برخه جوړوي.

میشل ویلي: "دا په ښکاره یوه رسوايي ده چې روسیه د تور سمندرګي د غله جاتو له موافقې تر وتلو وروسته د اوکراین د بندرونو د فعالیت مخه نیولې او حملې ورباندې کوي. دا لړۍ باید ودرول شي."

د تور سمندرګي یوه څنډه
د تور سمندرګي یوه څنډه

روسیه په جولای میاشت کې له دې موافقې څخه وروسته له هغې ووتله چې ادعا یې وکړه دا تړون ونه توانېد په افریقا کې د لوږې د کمولو د هدف په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

په سیمه کې کړکېچ وروسته له هغې زیات شو، چې روسیې د اوکراین د صادراتو پر دهلېزونو خپلې حملې زیاتې کړې، په ځواب کې اوکراین د مسکو پر سمندري بندرونو او جنګي کښتیو حملې وکړې.

کرملین له ترکیې غوښتنه کړې چې د اوکراین له ښکېلولو پرته، افریقايي هېوادونو ته د روسیې د غله جاتو په صادراتو کې مرسته وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تېره دوشنبه ویلي چې مسکو په یو څو اوونیو کې شپږو افریقايي هېوادونو ته د وړیا غله جاتو صادرات پیلوي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د اروپايي شورا مشر شارل میشل ویلي، افریقا ته د کرملین له خوا د یو ملیون ټنه غله جاتو د انتقال پېشنهاد کاملاً بندبینانه دی.

هغه ویلي، د غله جاتو کښتۍ دېته اړتیا لري چې په خوندي ډول تور سمندرګي ته تګ راتګ وکړای شي.

د اروپايي شورا مشر ویلي، د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د مخکنۍ موافقې له مخې په ابتدايي ډول د نړۍ مارکېټونو په ځانګړي ډول پرمختیايي هېوادونو ته ۳۲ ملیونه ټُنه غله جات صادر شول.

په نړۍ کې اوکراین او روسیه د غله جاتو او نباتي غوړیو عمده صادروونکي دي.

د غله جاتو په اړه د تېر میلادي کال موافقې په نړۍ کې د خوړو د بیو له کمېدو سره مرسته وکړه او اوکراین ته یې زمینه برابره کړه، چې په روانه جګړه کې د عوایدو یوه مهمه سرچینه ترلاسه کړي.

په وروستیو کې روسیې د اوکراین د انتقالاتو پر زېربناوو خپلې حملې زیاتې کړې دي.

شارل میشل وايي، په نړۍ کې څه باندې ۲۵۰ ملیونه وګړي د خوړو له سخت کموالي سره مخامخ دي او روسیه د اوکراین پر بندرونو په قصدي حملو سره د دغو کسانو لوږه لا پسې زیاتوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG