د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

هند کې د جي‌شل سرمشریزې پای؛ پر بېلابېلو نړیوالو مسایلو خبرې وشوې


هند کې د جي شل د سرمشریزې انځور
هند کې د جي شل د سرمشریزې انځور

په هند کې نن د جي‌­شل ډلې دوه ورځنۍ سرمشریزه پای ته ورسېده، چې په کې پر بېلابېلو نړیوالو مسایلو خبرې وشوې.

د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د جي­‌شل ډلې سرمشریزې ته نن یکشنبه د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل که څه هم جي‌­شل د سیاسي مسایلو پر ځای په نړۍ کې د اقتصادي مسایلو د حل لپاره ایجاده شوې، نو دا مناسبت ځای نه دی چې په اوکراین کې دې د جګړې په تړاو ډیپلوماتیک پرمختګ وڅېړل شي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون

د امریکا متحدو ایالتونو او روسیې هم د سرمشریزې نتیجه ستایلې، خو د اوکراین په روانه جګړه کې یې د مسکو رول په مستقیم ډول نه دی غندلی.

د شلو پرمختللو هېوادونو یا جي‌شل ډله له ۱۹ هېوادونو او اروپایي ټولنې څخه جوړه ده او د نړۍ د اقتصاد شاوخوا ۸۵ سلنه او د نفوس دوه پر درېیمه برخه جوړوي.

ایمانویل مکرون وايي، د جي شل ډلې اعلامیه، چې د شنبې په ورځ ورباندې هوکړه وشوه، د روسیې لپاره کومه بریا نه ده، چې په دې سرمشریزه کې تر ډېره منزوي شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف چې د جي‌شل په سرمشریزه کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین پر ځای ګډون کړی، نن دغې سرمشریزې ته په وینا کې د جي شل ډلې اعلامیه د مسکو لپاره یوه بریا وبلله.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف

د جي‌شل ډلې په اعلامیه کې په اوکراین کې د روسیې د جګړې له غندلو ډډه شوې خو دې‌ته اشاره شوې چې دا تاوتریخوالی د بشري کړاو سبب شوی او په اعلامیه کې له ټولو لوریو غوښتنه شوې، چې د سیمو د نیولو لپاره دې ځواک نه کاروي.

د فرانسې ولسمشر د سرمشریزې د مراسمو تر ختمېدو وروسته وویل جي شل ډلې یو وار بیا د روسیې منزول کېدل تایید کړل.

ایمانویل مکرون ویلي، نن د جي شل ډلې اکثریت غړو په اوکراین کې روانه جګړه او د دې جګړې لیدلوری وغانده.

په همدې تړاو کییف ویلي چې د جي‌شل ډلې سرمشریزې د افتخار وړ څه نه درلودل.

په اوکراین کې د روانې جګړې له کبله په لسګونو زره کسان وژل شوي، په میلیونونو بې‌ځایه شوي او په نړۍ کې یې اقتصادي بحران ایجاد کړی دی.

د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو یا جي‌شل ډلې پرون شنبه افریقايي ټولنې ته د خپل ځواکمن غړي په توګه هرکلی ووایه.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د جي شل ډلې سرمشریزه په اختتامیه وینا سره پای ته ورسوله.

د هند صدراعظم نریندرا مودي
د هند صدراعظم نریندرا مودي

د دې ډلې مشري به له راروانې ډسمبر میاشتې د برازیل پر غاړه وي.

XS
SM
MD
LG