د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د جي۷ مشرانو غونډه؛ د اوکراين جګړې د پای ته رسېدو وړانديز شوی


د جي۷ هېوادونو د مشرانو ګډ انځور
د جي۷ هېوادونو د مشرانو ګډ انځور

د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو امریکا، جاپان، جرمني، فرانسې، بریتانیا ، ایټالیا او کاناډا مشران د جاپان په هیروشیما کې راغونډ شوي دي.

په دې سرمشریزه کې چې سبا به هم وي نن دوه بیانونه خپاره شول، په یوه کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو وړاندیز وشو او په بلې کې یې پر ایران غږ وکړ چې روسيې ته د بې پيلوټه الوتکو له ورکړې لاس واخلي.

د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو مشرانو چین هڅولی چې پر روسیې فشار راولي چې په اوکراین کې مداخله ختمه کړي او خپل ځواکونه له دغه هېواده وباسي.

د جي اووه مشران د جاپان په هیروشیما کې راغونډ شوي، دوی نن په یوه بیان کې وویل چې چین هڅوي چې د یوې جامع، عادلانه او باثباته سولې لپاره چې په‌کې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا د ملګروملتو د اصولو او اهدافو پر بنسټ تامین شوې وي، ملاتړ وکړي.

په دې بیان کې له اوکراین سره د مخامخ خبرو وړاندیز هم شوی دی.

دا بیان په داسې وخت کې خپور شو چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلنسکي په یوې فرانسوۍ الوتکې کې جاپان ته ولاړ چې د جي اووه په غونډه کې برخه واخلي.

تمه ده چې نن به زیلنسکي د جي اووه هېوادو له مشرانو سره په دوه اړخیزو خبرو کې ګډون وکړي او سبا به د اووه سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې برخه واخلي.

زیلنسکي به د هند او برازیل له مشرانو سره هم خبرې وکړي.

هند او برازیل هغه دوه هېوادونه دي چې پر اوکراین یې د روسیې برید نه‌دی غندلی.

د جي اووه په بیان کې راغلي چې دغه ډله له چین سره د ګټورو او باثباته اړیکو هڅه کو او د متحد چین د تګلارې ملاتړې ده.

د جي اووه هېوادونو په بیان کې په ورته وخت کې پېکېنګ هڅول شوی چې له تایوان سره خپلې اړیکې په سوله‌ییز ډول ورغوي او د چین له لورې یې د جنوبي چین د سمندرګي پوځي کېدل رد کړي، په دې ځای کې یې د چین ځمکنۍ ادعاوې هم رد کړې.

پېکېنګ د جنوبي چین د سمندرګي د شاوخوا سیمو د کنټرول ادعا کوي چې، په دې کې د هغو سیمو د ملکیت ادعا هم شامله ده چې اندونیزیا، مالیزیا او فلیپین یې خپلې ګڼي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان د جي اووه بیان وستایه او ویې ویل چې یو مخ واضح دی او دښمنانه نه‌دی.

جي اووه هېوادونو په یوه بل بیان کې نن ایران وهڅاوه چې روسیې ته د ډرون الوتکو له ورکړې لاس واخلي چې په اوکراین کې پرې مهم تاسیسات په نښه کوي.

تهران دا ردوي چې دا ډول الوتکې روسیې ته سپاري او مسکو هم دا نه مني چې له تهرانه دا ډول الوتکې ترلاسه کوي، خو شواهد د دې برعکس دي.

XS
SM
MD
LG