د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۰

نړۍ

نن د چین په کوربه توب د لارې کمربند نوښت درېیمه لویه غونډه جوړېږي

د لارې کمربند نوښت د درېیمې غونډې مخکې د ګډون کوونکو یو ډله ییز انځور
د لارې کمربند نوښت د درېیمې غونډې مخکې د ګډون کوونکو یو ډله ییز انځور

نن د چین په کوربه توب د لارې،کمربند نوښت درېیمه لویه غونډه جوړېږي.

د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په ګډون د سیمې د لرو او نږدې هېوادونو د شاوخوا شلو دولتونو مشران او لوړپوړي چارواکي دې غونډې ته ورځي.

لارې کمربند نوښت چې د چین د ولسمشر شي جین پنګ له‌خوا پيل شوی په تېرو لسو کلونو کې یې په سیمه کې لویې بنسټيزې پروژې ترسره کړي.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم په دې غونډه کې ګډون لري.

د طالبانو حکومت وايي په دې بحث کوي چې له چین سره د واخان له لارې مستقیمه لار پیدا کړي.

اقتصادي متخصصین له دې ډلې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، که افغانستان له چین سره د واخان له لارې وصل شي له چین سره به د افغانستان سوداګري درېيو میلیاردو ډالرو ته لوړه شي او په دې سره به چټکه اقتصادي پرمختیا او رفاه رامنځته شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د لومړي ځل لپاره يوه تورپوستې مېرمن د بريتانیا د محافظه‌کار ګوند مشره وټاکل شوه

د بريتانيا بيرغ
د بريتانيا بيرغ

هغه لومړنۍ تور پوستې ښځه شوه چې، په‌دې هېواد کې د یو لوی سیاسي حزب مشري پر غاړه اخلي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، بیدناک د دې ګوند د مشرۍ پر سر له سیالۍ وروسته د ریشي سوناک ځای‌ناستې شوه.

۴۴ کلنې بیدناک ژمنه وکړه چې، محافظه‌کار ګوند به بېرته خپلو بنسټیزو اصولو ته ور وګرځوي.

د بريتانیا صدراعظم کییر سټارمر د اغلې بیدناک د بریالیتوب هرکلی کړی او ویلي دي چې، هغه لومړنۍ تور پوستې ښځه شوه چې د ویست منسټر ګوند او بريتانیا ته يې داسې ویاړ ور په برخه کوي.

حزب‌الله د اسراييلو پر يوې پوځي اډې د بې‌پيلوټه الوتکې د بريد خبر ورکړی

له ارشيفه يوه بې‌پيلوټه الوتکه
له ارشيفه يوه بې‌پيلوټه الوتکه

د حزب‌الله ډله وايي، نن يې د بې‌پیلوټه الوتکو په مرسته د تل‌ابیب په جنوب کې د "پالماخیم" پوځي هډه په نښه کړې ده.

حزب‌الله ډله چې یوه سیاسي او پوځي ډله ده، د لبنان پر ډېرو جنوبي برخو کنټرول لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، اسراییلو تر اوسه د دې برید په اړه څه نه‌دي ویلي.

رویټرز هم په‌دې اړه نور جزیات نه‌دي خپاره کړي.

حزب‌الله ډله د امریکا د متحدایالاتونو له‌خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي او اروپايي ټولنې د دې ډلې پوځي څانګه د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.

د حزب‌الله ډلې سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې څوکۍ هم لري.

خيبرپښتونخوا کې د ګوزڼ دوه نوې پېښې ثبت شوي

پاکستان کې د پوليو واکسين تطبيق
پاکستان کې د پوليو واکسين تطبيق

د خیبرپښتونخوا په لکي‌مروت او ډېره‌ اسماعیل خان ضلعو کې د ګوزڼ دوه نوې پېښې ثبت شوي دي.

د پاکستان د پولیو د مخنیوي پروګرام وايي، د دې نویو پېښو په ثبت سره په پاکستان کې سږکال د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۵ ته لوړ شو.

د دې پروګرام په خبره، د دې پېښو ډېر شمېر په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ثبت شوي دي، چې د تېرکال په پرتله څو برابره ډېرې شوي دي.

د ګوزڼ دا نوې پېښې په‌داسې حال کې ثبتیږي، چې د پاکستان د روغتیايي چارواکو په خبره، پرون په‌دې هېواد کې د پنځو کلونو کم‌عمره، ۴۵ میلیونو ماشومان د پولیو ضد واکسین شول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم په‌کې د پولیو یا د ګوزڼ پېښې شتون لري.

له لبنان پر اسراييل د راکټي بريدونو پايله کې ۱۱ کسان ټپيان شوي

ارشيف
ارشيف

د اسراییلو د بېړنۍ خدماتونو اداره وايي، له لبنان څخه په توغول شویو راکټونو کې ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

دې ادارې نن شنبې وویل، دا راکټونه پر یوه کور لګېدلي دي.

دا برید وروسته له هغې دی چې، د اسراییلو او حزب‌الله ډلې ترمنځ چې د لبنان پر ډېرو جنوبي برخو کنټرول لرې، د اوربند امکان کم شوی دی.

حزب‌الله ډله د امریکا د متحدایالاتونو له‌خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي او اروپايي ټولنې د دې ډلې پوځي څانګه د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.

بل پلو، د لبنان روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییلو په پرونیو بریدونو کې ۵۲ کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

ملګري ملتونه: تېرو دوو لسيزو کې د نړۍ په کچه تر ۱۷۰۰ ډېر خبريالان وژل شوي

ويل شوي تر ټولو ډېر خبريالان غزه کې وژل شوي
ويل شوي تر ټولو ډېر خبريالان غزه کې وژل شوي

ملګروملتونو د خبریالانو په وړاندې جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځ په مناسبت ویلي، په ټوله نړۍ کې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۲۴ کاله پورې له یو زرو اووه سوه ډېر خبریالان وژل شوي دي.

دې سازمان نن د یو بیان په خپرولو سره زیاته کړې، د شاوخوا ۸۵سلنه خبریالانو د وژنې قضیې محکمو ته نه راجع کېږي.

په بیان کې د دې سازمان د سرمنشي انتونيو ګوتېریش په حواله راغلي، په وروستیو څو لسیزو کې د هرې جګړې پرتله د غزې په جګړه کې ډېر خبریالان وژل شوي دي.

هغه له حکومتونو غوښتي چې د خبریالانو د خویندیتوب او د خبریالانونو پر وړاندې د جنایاتونو څېړنې دې وکړي او عاملانونو ته دې فوري سزاوې ورکړي.

نن د نوامبر دویمه د خبریالانو په وړاندې د جرمونو معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ده.

د افغانستان د خبریالانونو مرکز د همدې ورځ په مناسبت د جمعې په ورځ ویلي و، په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ۱۲۸ خبریالان او د رسنیو کارمندان چې له ډلې يې شل تنه ښځینه وې، وژل شوي دي.

دې مرکز په یوې اعلامیه کې ویلي، له سزا څخه د معافیت د فرهنګ په وجه د څه باندې۲۰سلنه دې قربانیانو عدالت نه‌دی ترلاسه کړی.

ياد مرکز د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت په اړه ویلي، په تېرو درېيو کلونو کې د خبریالانونو او د رسنیزو کارمندانو پر وړاندې ۴۴۷ د خبریالانونو د حقونو د نقض قضیې ثبت شوي دي.

کامالا هريس او ډونالډ ټرمپ پرون په ويسکانسن ايالات کې کمپايني غونډې ترسره کړي

کامالا هريس او ډونالډ ټرمپ
کامالا هريس او ډونالډ ټرمپ

د امریکا د ولسمشر مرستیاله او د ډیموکرات ګوند کاندیده کامالا هریس او د جمهوریپالو د ګوند کاندید او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جمعه ناوخته د ویسکانسن ایالت په میلواکي سیمه کې له یو بل څخه په څه باندې لس کیلومتره واټن کې د انتخاباتي غونډو کوربه‌توب وکړ.

دا د دې ایالت چې هیڅ ګوند په‌کې د رایو ثابت ملاتړ نه‌لري، تر ټولو لویوه ټولنه ده چې دواړو کاندیدانو یې د رایو د ترلاسه کولو لپاره خپلې وروستۍ هڅې مخته یووړې.

که څه هم په میلواکي کې د ډیموکرات ګوند ډېر پلویان اوسي، خو په ډېرو لیرې پرتو سیمو کې یې د جمهوریپالو د ګوند پلویان اوسي چې دا د ټرمپ لپاره یوه تر ټولو مهمه سیمه بلل کېږي او نوموړی هڅه کوي چې په‌دې سیمه کې د ډېرو رایو په خپلولو سره ویسکانسن ایالت وګټي.

نوموړي دغه ایالات د رایو په ډېر لږ توپیر سره د ۲۰۱۶ په انتخاباتو کې ګټلی و، خو په ۲۰۲۰ کې یې بایللی و.

په میلواکي کې د هغه د ماتې یو لامل دا و چې، په‌دې سیمه کې د ډیموکراټ ګوند د پلویانو شمېر زیات شوی و.

په میلواکي کې د جمهوریپالو د ګوند استازي هیلاریو ډیلیون وویل چې، دواړه کاندیدان په‌دې پوهېږي چې سپینې ماڼۍ ته مستقیمه لاره د میلواکي د ټولنې له لارې تېریږي.

ټاکل شوې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د نومبرپه پنځمه نېټه ترسره شي.

د لبنان روغتيا وزارت: د اسراييل په بريدونو کې تېره ورځ ۵۲ کسان وژل شوي

پر لبنان د اسراييلو د تېرې ورځې بريد
پر لبنان د اسراييلو د تېرې ورځې بريد

د لبنان د روغتیا وزارت وایي، د دې هېواد پر شمال‌ختیځو سیمو د اسراییل د جمعې د ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي دي.

د ایران له ملاتړه برخمنه حزب‌الله ډله، متحدایالات د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني او اروپایي اتحادیې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې.

د اسوشټیډ پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې اسراییل په وروستیو اوونیو کې د حزب‌الله پر وړاندې په بریدونو کې د لبنان پر لویو ښاري سیمو لکه بعلبک چې اتیا زره اوسېدونکي په‌کې اوسي، تمرکز کړی دی.

اسراییل همدارنګه پرون جمعه د غزې پر مرکزي برخې هم بریدونو ته دوام ورکړ.

په‌دې سیمه کې د روغتون چارواکو وویل چې، د ۲۵ کسانو جسدونه یې موندلي چې د اکتوبر له دېرشمې راهیسې د اسراییل په هوايي بریدونو کې وژل شوي و.

اسراییل ویلي چې، په‌دې بریدونو کې د حماس چې متحدایالات او اروپایي ټولنه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني، بنسټیز تاسیسات په نښه شوي دي.

اسراییل په غزه کې د حماس د پاتې وسله‌والو په وړاندې بریدونه زیات کړي، شمالي سیمې یې له خاورو سره یو کړي، چې په‌دې سیمو کې د پاتې کسانو د بشري وضعیت د لاخرابېدو په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي دي.

د اوکراين پر خارکييف د روسيې په بريد کې يو پوليس وژل شوی او ۲۶ کسان ټپيان دي

د اوکراین په شمال ختیځ ښار خارکییف کې د پولیسو پر یوه سټېشن د روسیې په برید کې یو پولیس وژل شوی او ۲۶ نور کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین د ملي پولیسو مشر ایوان ویګیفسکي پرون پر خپله فېس‌بوک‌ پاڼه په یوه بیان کې ولیکل چې، د خارکییف په مرکزي برخه کې د پولیسو ماموریت د دوو روسي توغندیو په وسیله په نښه شو.

د بیان له‌مخې په ټپیانو کې ۴ ملکي وګړي هم شامل دي.

پرون له‌دې مخکې د خارکییف د لویې څارنوالۍ د سیمه‌يیز دفتر ویاند دیمیترو چوبینکو وویل، د روسيې پوځ سهار مهال پر دې ښار د دوو بالستیک توغندیو په وسیله برید وکړ چې دوه د استوګنې کورونه یې ویجاړ او دوه تنه یې ټپیان کړل.

خارکییف چې د اوکراین دوهم لوی ښار دی، د روسیې له سرحد څخه شاوخوا ۳۵ کیلومتره لیرې پروت دی.

جرمني ايران کې له خپلو اتباعو غوښتي چې له‌ دغه هېواده ووځي

د جرمني بيرغ
د جرمني بيرغ

د جرمني حکومت ایران ته د خپلو وګړو د سفر ممنوعیت تمدید کړ او په ایران کې له جرمني وګړو یې وغوښتل چې له هغه هېواده ووځي.

د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې/راډیو فردا د راپور له‌مخې د جرمني د بهرنیوچارو وزارت ویاند پرون خبرداری ورکړ چې، په ایران کې دېره جرمني وګړي خپل ځانونه د اسلامي جمهوریت له لوري د برمته کېدو له ګواښ سره مخامخ کوي.

د لړم په اوومه نېټه په ایران کې د جمشید شارمهد په نوم د ایراني الاصله جرمني وګړي له اعدام وروسته د جرمني حکومت په‌دې هېواد کې د ایران درې واړه قونسلګرۍ بندې کړې.

شارمهد څلور کاله مخکې د یوه کاري سفر په ترڅ کې له امریکا څخه هند ته تللی و او امریکا ته د راستنېدو پرمهال د متحده عربي اماراتو په دبۍ ښار کې د ایران د استخباراتي اجنټانو له‌خوا وتښتول شو او څو ورځې وروسته د حسن روحاني په مشرۍ د ایران د هغه مهال د استخباراتو وزیر ایران ته د نوموړي د انتقال خبر ورکړ.

شارمهد تورن و، چې په متحدایالتونو کې د تندر په نوم د سلطنت غوښتونکو د یوې ډلې مشري کوي او د شیراز په حسینیه کې په یوه بمي برید کې هم لاس لري.

شارمهد او د هغه کورنۍ دا تورونه رد کړي وو.

اروپايي ټولنې په یوه بیان کې د جمشید شارمهد اعدام غندلی دی.

د روسيې دفاع وزارت د اوکراين د ۸۳ بې‌پيلوټه الوتکو د راغورځولو خبر ورکړی

ارشيف
ارشيف

د روسیې دفاع وزارت وایي چې، نن سهار وختي یې د اوکراین ۸۳ بې‌پیلوټه الوتکې د روسیې په شپږو سیمو کې راغورځولي دي.

دفاع وزارت پر ټلېګرام چینل په یوه بیان کې ویلي، ۳۴ په کورسک، ۲۰ په بریانسک، ۱۲ په کریمیا، ۸ په وورونیژ، ۴ په اوریل او ۳ په بیلګورود سیمو کې په ډزو راغورځول شوي دي.

چارواکو په بریانسک ښار کې د هستوګنې پر یوې ودانۍ د یوې ویشتل شوې الوتکې د ټوټو د راپرېوتو په پېښه کې د یوه کس د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په عین حال کې د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونو ویلي چې، د روسیې ۳۱ بې‌پیلوټه الوتکې او یو توغندی یې له‌منځه وړي دي.

د اوکراین د ادیسه د سیمې والي اولې کیپر وویل، د روسیې یو توغندی د اطفایې پر یوه مرکز لګېدلی، چې په نتیجه کې یې د اور وژنې دوه کارکونکي ټپیان شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG