د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د افغان هندوانو او سېکهانو د ځمکو غصب؛ طالب چارواکي: د تثبیت چارې یې پیل شوي


له ارشیفه د یو شمېر افغان هندوانو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر افغان هندوانو تصویر

افغانستان کې د افغان هندوانو او سېکهانو د ځمکو غصب، هغه ستونزه چې له کلونو راهيسې لا هم نه‌ده حل شوې.

دوی وايي، په تېرو څو وروستیو لسیزو کې د زورواکو له‌خوا په بېلابېلو ولايتونو کې د دوی ځمکې او ملکيتونه غصب شوي دي.

کابل مېشتی من مونسېنګ کروڼا وايي، دوکان يې غصب شوی او تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې ترلاسه يې کړي:

"ښار کې تر پلازې لاندې په تکاوۍ کې ما يو دوکان درلود، د ۱۳۹۴ راهيسې مې رانيولی و، کرايه مې ترې اخيسته، بيا يې زورواکي کوله، په جمهوريت کې هم، اوس هم. هرڅه تپ او تلاش چې مې وکړ، دوکان يې راڅخه غصب کړی دی، اسنادونه يې له ماسره دي."

نرندرسينګ خالصه چې په تېر جمهوري نظام کې په ولسي جرګه کې د افغان هندوانو او سېکهانو استازی و وايي، د تېر حکومت پر مهال له غصب څخه د دوی د ځمکو د بېرته راګرځېدو کمېسيون هم جوړ شو، خو په‌خبره يې، دوی ته يوه لوېشت ځمکه هم وربېرته ور نه‌کړل شوه.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

"موږ د اسلامي امارت څخه دا غوښتنه لرو چې د خدای لپاره، د هندوانو ځمکې هغوی ته وسپارئ، تر ننه چې کومې ځمکې غصب شوې دي، ټولې په افغانستان کې غصب شوي دي، تر اوسه موږ ته يو لوېشت ځای هم نه‌دی سپارل شوی، زموږ اسنادونه اوس په ښاروالۍ کې هم پراته دي چې همدا اوس موږ ورپسې يو ترڅو زموږ جايداد موږ ته راکړي."

افغاستان کې د هندوانو د شورا مشر منجيت سنګ لامبه هم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

" اوس فعلاً د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې زموږ ځمکه ده چې غصب ده، دغه شان په غني‌خېلو ولسوالۍ کې چې اسناد يې هم لرو، خو غصب شوې ده، په پروان ولايت کې، په شکردره کې، په بګرام کې، په قره‌باغ کې، مزار شريف کې، هرات کې، غزني کې، خوست، ګردېز، لغمان او ډېرو نورو سيمو کې زموږ ځمکې او جايدادونه غصب شوي دي."

نوموړي دا ونه‌ويل چې د يادو ټولو غصب شويو ځمکو اندازه څومره ده، خو ويې ويل غصب ټول د تېر حکومت پر مهال د زورواکو او بېلابېل اشخاصو له‌خوا شوی دی.

د افغانستان د عدلیې وزارت ودانۍ - ارشیف
د افغانستان د عدلیې وزارت ودانۍ - ارشیف

تازه د طالبانو د حکوت د عدليې وزارت اړوند د ځمکو د غصب د مخنيوي کمېسون وايي، په ټول هېواد کې يې د افغان هندوانو او سېکهانو د غصب شويو ځمکو د تثبيت او تشخيص لپاره بررسي پيل کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس تېره ورځ خبر ورکړ چې عدليې وزارت د کابل په ګډون بېلابېلو ولايتونو کې د غصب د مخنيوي لپاره ټاکل شوي پلاوي ته دنده سپارلې چې د افغان هندوانو او سېکهانو هغه ځمکې چې غصب شوي، تثبيت او تشخيص کړي.

دا چې د طالبانو حکومت به د افغان هندوانو او سېکهانو غصب شوي ملکيتونه په څومره وخت کې تثبيت او ايا دوی ته به يې وسپاري که نه، ومو غوښتل په‌دې اړه د د دوی د حکومت د عدليې وزارت د چارواکو نظر ولرو، خو ونه‌توانېدو.

دغه شان مو د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ چارواکو هم د همدې موضوع په اړه وپوښتل، خو وياند يې نعمت‌الله بارکزي د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم افغان هندوانو او سېکهانو ازادي راډيو سره خبرو کې له خپلو امنيتي، تعليمي او کاري ستونزو شکايتونه کړي دي.

دغه شان دوی په افغانستان کې د خپلو بېلابېلو مراسمو د نه نمانځنې او پیکه کېدو خبره هم کړې وه.

افغاستان کې د هندوانو د شورا مشر منجيت سنګ لامبه په ټکو دا مهال په دغه هیواد کې شا او خوا ۱۵ افغان هندوان او سېکهان او د دوی يوه کورنۍ ژوند کوي، حال دا چې د بېلابېلو راپورونو پر بنسټ په افغانستان کې له کورنیو جګړو مخکې دا شمېر نېږدې یو لکو پورې رسېده.

د افغان هندوان او سېکهانو پر مذهبي ځایونو په ورستیو کلونو کې بریدونو هم دوی له افغانستانه کډوالۍ ته اړ کړل، د ۱۴۰۰ لمریز کال په تلې میاشت کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د کابل په کارته پروان کې د دوی پر یو مذهبي ځای "ګوردوارې" وسلوالو کسانو برید وکړ چې هغه مهال د دوی استازو ازادي راډیو ته ویلي وو، د مذهبي مراسمو ځای ته‌یې زیان اوښتی دی.

د ۱۴۰۱ لمریز کال بیا په همدغه مذهبي ځای "ګوردوارې" داعش وسلوالې ډلې برید وکړ چې هغه مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبر له مخې، د یو طالب په ګډون ۲ کسان په کې ووژل شول او ۷ تنه نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG