د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

پوتین د مسکو پېښه « وحشیانه ترهګریز برید» وباله


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په کراکوس کې د کنسرټونو پر سالون د وړمې شپې حمله غندلې او په روسیه کې یې نن یکشنبه ملي ماتم اعلان کړی دی.

پوتین ژمنه کړې چې د دې وژونکې حملې عاملان به مجازات شي.

ولادمیر پوتین په هغه ثبت شوې وینا کې چې تر پېښې شا و خوا ۱۸ ساعته وروسته خپره شوه؛ دغه تاوتریخوالی یوه تروریستي او وژونکې حمله بللې ده.

هغه ویلي اوس اصلي موضوع د هغو کسانو د نویو جنایتونو مخنیوی دی چې په دې وژونکې حمله کې یې لاس درلود.

د روسیې ولسمشر دغه راز ویلي څلور مشکوک کسان چې د چارواکو په وینا تر دې مخکې نیول شوي وو، د اوکراین پر لوري د تګ په حال کې وو، هغه ځای چې د پوتین په وینا، د اوکراین لوري د هغوی د تېرېدو لپاره په پوله کې یو ځای په نښه کړی و.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت پرون وویل، څلور واړه حمله کوونکي د روسیې وګړي نه دي.

د برید یو تورن د نیول کېدو پر مهال
د برید یو تورن د نیول کېدو پر مهال

روسي چارواکو مخکې ویلي وو چې د څلورو مشکوکو حمله کوونکو په ګډون ۱۱ کسان نیول شوي دي.

د روسي چارواکو په وینا، له دې شمېر ځینې کسان په لوېدیځه سیمه بریانسک کې د بېلاروس او اوکراین پولې ته څېرمه نیول شوي دي.

د دې تاوتریخوالي تر پیل لنډه شېبه وروسته د اوکراین چارواکو، مخکې تر دې چې روسي چارواکي په دې پېښه کې د اوکراین د ارتباط خبره وکړي، په دې حمله کې هر ډول دخالت رد کړ.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په مسکو کې د دې خونړۍ حملې مسوولیت منلی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو په وېلسن څېړنیز مرکز کې یوه څېړونکي مایکل کوګلمن ویلي، داعش په مسکو کې د وروستۍ حملې یوازېنی عامل دی:

" فکر کوم دا یوه بااعتباره ادعا ده. په دې معنی چې داعش د لږو هغو حملو مسوولیت اخلي، واقعاً یې ترسره کړي نه وي، زه استدلال کوم چې له کلونو راهیسې داعش غوښتل روسیه په نښه کړي. که تېر وخت ته لاړ شئ او د داعش د مهمو مشرانو ویناوو ته کتنه وکړئ، تاسې ګورئ چې روسیه تل د یوه شریر او صلیبي دولت په توګه یاده شوې او د امریکا له متحدو ایالتونو سره په یوه کتار کې راوستل شوې. ډاډه یم چې په روسیه کې ځینې سیاسي جهتونه له کلونو راهیسې د اسلامي دولت ډلې د نارضایتۍ سبب شوي دي."

د امریکا د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت ویاند ایډرین واټسن ویلي دوی د دې میاشتې په لومړیو کې په مسکو کې د تروریستي حملې د احتمال په باب اطلاعات راټول کړي وو او له روسي چارواکو سره شریک کړي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمشنر ولکر تُرک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمشنر ولکر تُرک

په مسکو کې د امریکا سفارت هم روانه میاشت خپله وګړو ته خبرداری ورکړی و چې د سفارت په ټکو «تروریستان» پر مسکو د یوې حملې د تنظیم په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو بنسټونو تر څنګ د نړۍ ګڼو هېوادونو او رهبرانو په مسکو کې وروستۍ حملې غندلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمشنر ولکر تُرک دا حمله وحشیانه بللې او له عاملانو سره یې د حساب- کتاب غوښتنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بوریل هم په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې د مسکو د کراکوس سالون حمله په شدت غندلې ده.

د نورو مشرانو تر څنګ د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د هند صدراعظم نریندرا مودي، د جرمني حکومت او په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت هم په جلا- جلا اعلامیو کې دا تروریستي حمله په شدت غندلې او له عاملانو سره یې د حساب- کتاب غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG