د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

افغانستان

یو هندي وګړی افغانستان ته له داعش ډلې سره د یو ځای کېدو د تلو د هڅې په تور نیول شوی

له ارشیفه د داعش ‌ډلې بیرغ
له ارشیفه د داعش ‌ډلې بیرغ

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند د کیرالا ایالت یو اوسېدونکی د اسلامي دولت ډلې یا داعش له لیکو سره د یوځای کېدو د هڅې په ترڅ کې په افغانستان کې نیول شوی دی.

هندو پوست ورځپاڼې دا مشکوک تروریست د ثناالاسلام په نوم یاد کړی او ویلي یې دي، نوموړی له نیول کېدو او له ده څخه د طالبانو د حکومت د استخباراتو له تحقیقاتو وروسته اوس په کندهار کې په توقیف کې دی.

د هندو پوست د راپور له مخې، ثناالاسلام د تاجکستان له لارې افغانستان ته تللی و، او غوښتل یې په افغانستان کې له داعش ډلې سره یوځای شي.

په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې نوموړی څه وخت او د افغانستان په کومه سیمه کې نیول شوی، خو دا یادونه شوې ده چې د طالبانو د حکومت چارواکو د دې موضوع په اړه هند ته خبر ورکړی دی او د راتلونکو اقداماتو په اړه د دواړو خواوو ترمنځ خبرې روانې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو کابل کې ۸۰ زره امنیتي کمرې نصب کړې دي

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې په کابل ښار کې یې ۸۰ زره امنیتي کمرې نصب کړې دي.

د دغه وزارت ویندوی عبدالمتین قانع پرون ملي راډیو ته وویل چې امنیتي کمرو د جرمونو له کمېدو او مخنیوي سره مرسته کړې او دوی غواړي چې په ولایتونو کې هم امنیتي کمرې نصب کړي.

قانع په دې اړه چې اتیا زره امنیتي کمرې یې په کومه بودیجه نصب کړي، څه نه دي ویلي.

طالب چارواکي وايي چې د اختر په درو ورځو کې هیڅ امنیتي پېښه ونه شوه.

طالبانو د اختر په شپو ورځو کې په ښارونو کې کلک امنیتي تدابیر غوره کړي وو.

یو ایرانی پولیس افغان پولې ته نږدې وژل شوی

له ارشیفه د ایران د سرحدي ځواکونو تصویر
له ارشیفه د ایران د سرحدي ځواکونو تصویر

د ایران دولتي خبري اژانس، ایرنا پرون (شنبې) خبر ورکړ چې یو پولیس یې د افغانستان پولې ته نژدې د سیستان او بلوچستان ولایت په هیرمند ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

دغه اژانس د ځايي چارواکو په قول ویلي چې دا پولیس د مخدرو موادو له قاچاقبرو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د ایران سیستان او بلوچستان ولایت د افغانستان له فراه او نیمروز ولایتونو او د پاکستان له بلوچستان ایالت سره پوله لري.

په وروستیو ورځو کې دا ولایت د جېش العدل په نوم د وسله والې ډلې او د ایران د امنیتي ځواکونو د څو خونړیو نښتو میدان و.

رسنۍ: د افغانستان په اړه د تماس سیمه ییزې ډلې جوړېدل ځنډیدلي

ارشیف
ارشیف

پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان په اړه د سیمه ییز تماس ډلې د جوړېدا وړاندیز په دې ګروپ کې د هند له ګډون سره د پاکستان د مخالفت له کبله له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه د دوحې له دوه ورځیني غونډې وروسته د داسې یوې ډلې د جوړېدو وړاندیز کړی و.

د دوحې د غونډې هدف د افغانستان لپاره د یوه ځانګړي استازي د ټاکلو او د تماس ډلې د جوړولو په اړه سلامشوره وه.

د ښاغلي ګوتیریش د وړاندیز پر اساس، ټاکل شوې وه چې دا ډله د افغانستان د نژدې ګاونډیانو او اغېز لرونکو هېوادونو له لوري جوړه شي.

د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته پرون د دغه هیواد په حکومت کې ځینو سرچینو ویلي چې د تماس ډلې جوړېدا له دې کبله ځنډېدلې چې کوم هېوادونه باید په دې ډله کې شامل وي.

دا ځنډ په داسې حال کې دی چې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت او اسلام اباد اړیکې نسبتاً ترینګلې شوي، خو د هند او طالبانو د حکومت اړیکې نسبتاً ښې شوې دي.

بدخشان کې ترافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي

ارشيف
ارشيف

د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالي کې د یوې کورنۍ څلور غړي په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي او اووه تنه ټپيان شوي دي.

د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند احسان الله کامګار وایي، د سورلیو موټر د تېز سرعت له امله له لارې اوښتی چې له کبله یې موټروان، دوو مېرمنو او یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او د څلورو ماشومانو په ګډون اووه تنه ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې په ټپيانو کې د درېیو روغتیایي وضعیت نازک دی.

رسنۍ: طالبانو په نیمروز کې د داعش ډلې دوه تاجکستاني غړي نیولي

د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

ایراني رسنیو د افغانستان په لوېدیځ کې د داعش خراسان څانګې د دوو تاجکستاني غړیو د نیولو خبر ورکړی دی.

د ایران مهر اژانس پرون د افغان طالبانو د چارواکو په وینا وویل چې دا دوه تنه د دوی د امنیتي ځواکونو له لوري په نیمروز کې نیول شوي دي.

په راپور کې راغلي چې دې کسانو غوښتل له نیمرزو څخه کوټې ته ولاړ شي او هلته تروریستي روزنه ترلاسه کړي.

په وروستیو کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د هلو ځلو راپورونه زیات شوي، په ځانګړي ډول وروسته تر دې چې دې ډلې په مسکو کې د مارچ په ۲۲مه د ترورستي برید مسوولیت ومانه او تر هغه مخکې یې په جنوري کې په ایران کې د قدس ځواکونو د قوماندان قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې ځان وژونکي بریدونه وکړل.

یوناما: پښتو د نړۍ څلورمه ژبه ده چې په فضا کې پرې خبرې وشوې

ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما نن فضا ته د انسان د ختو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې پښتو د نړۍ څلورمه ژبه ده چې په فضا کې پرې خبرې وشوې.

له نن څخه ۶۳ کاله پخوا د اپرېل په دوولسمه روسي ستورمزلی یوري ګاکارین لومړنی کس و چې فضا ته یې سفر وکړ.

یوناما وايي، دې سفر مرسته وکړه چې فضا ته د انسانانو لار پرانیستل شي.

عبدالاحد مومند لومړنی افغان و چې په ۱۹۸۸م کال کې فضا ته لاړ او په فضايي تمځي کې یې ۹ ورځې تېرې کړې.

مومند له فضا څخه په افغانستان کې له خپلې مور سره خبرې وکړې.

نوموړی اوس د جرمني په شتوتګارت کې اوسي.

طالبان: ترکش ایرلاینز افغانستان ته د الوتنو بیا پیلول غواړي

د ترکش اییرلاینز یوه الوتکه
د ترکش اییرلاینز یوه الوتکه

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د ترکیې هوايي شرکت، ترکش ایرلاینز غواړي چې افغانستان ته الوتنې بیا پیل کړي.

د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵مې وروسته د ترکش اییرلاینز په شمول ګڼو بهرنیو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې ودرولې.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویندوی احمدالله احمدي پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې افغانستان ته د ترکش اییرلاینز د الوتنو د بیا پیلېدو په لاره کې هیڅ راز تحنیکي ستونزه نه شته.

د ترکیې هوايي شرکت پخوا د کابل- استانبول او مزارشریف - استانبول ترمنځ الوتنې کولې.

رینا امیري د جایکا هڅې ستایلي

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د افغانستان او سیمې لپاره د زده‌کړې او پراختیا په چارو کې د جاپان د نړیوالې همکارۍ د ادارې سا جایکا JICA د مهمو نوښتونو مننه کړې او د افغانانو په تېره د ښځو لپاره د نورو فرصتونو د برابرولو په اړه د نورو خبرو د ترسره کېدو هیله ښودلې ده.

اغلي امیري پرون پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې د جاپان لپاره د امریکا له سفیر او د هغه له ټیم نه هم مننه کړې چې د افغانستان په اړه د ګټورو غونډو زمینه یې ورته برابره کړې ده.

اغلي امیري همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له پخواني ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو او د ساسکاوا د سولې د بنسټ له مشرې هوریبا سره د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې له دوی سره یې د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې کړې او ورڅخه مننه یې کړې چې د افغانستان په اړه یې هڅې جاري ساتلي دي.

په بدخشان کې څه باندې ۲۰۰ جریبه شاړه ځمکه په شنو کروندو بدله شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

د خوړو نړیوال پروګرام یا ‌"ډبلیو‌ایف‌پي" وایي، په بدخشان ولایت کې یې د کلیوالي ټولنو په مرسته څه باندې دوه سوه جریبه شاړه ځمکه په شنو کروندو بدله کړې ده.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې پرون پنجشنبې په خپله ایکسإپاڼه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې دا له دې له سره مرسته کوي چې کورنۍ خوړو ته وده او خپلو ماشومانو ته خواړه برابر کړي.

د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، دا هغه څه دي چې دوی یې کولای شي که د اړتیا وړ بسپنه ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د ارتباطاتو مرستیال ضیا الدین صافي څه کم دوه اوونۍ مځکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د راروانو شپږو میاشتو په مخه د خپلو ټولو پروګرامونو لپاره ۷۶۰ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

د هغه په خبره په اوس وخت کې د افغانستان نږدې ۱۶ میلیونه وګړي چې د دې هېواد د نفوس شاوخوا یو پر درېیمه برخه کېږي، نه پوهېږي چې د بل وخت خواړه به له کومه کوي.

د افغانستان ځینو سیمو کې د واورو، ورښتونو، بادونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

ارشیف: په پروان کې د باران ورېدو یو انځور
ارشیف: په پروان کې د باران ورېدو یو انځور

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د خبرتیا له مخې نن د وري یا حمل ۲۴مه هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د واورې، شدیدو ورښتونو، چټکو بادونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.

دغه ریاست په خپله ویبپاڼه کې بدخشان، تخار، بغلان، کونړ، بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، نورستان، پکتیا، ننګرهار، لغمان، زابل، کندهار، خوست، ارزګان، دایکندي، غور، هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردک، غزنی، فاریاب او جوزجان له خطر سره مخ ولایتونه یاد کړي دي.

په افغانستان کې د څو کلونو وچکالۍ وروسته، وروستیو ورښتتونو بزګر له خپلو کروندو د راتلونکي کال ښه حاصل ته هیله‌من کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG