د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

قیافه: د افغانستان قیمتي ډبرې په غیررسمي توګه د ایران په بازارونو کې پلورل کېږي


د افغانستان قیمتي ډبرې
د افغانستان قیمتي ډبرې

د ایران د سوداګرۍ خونه وايي، د افغانستان له کانونو کیندل شوې قیمتي ډبرې په غیررسمي توګه د ایران په بازارونو کې پلورل کېږي.

د ایران ايلنا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د ایران د سوداګرۍ خونې د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان قیمتي ډبرې په غیرقانوني لارو ياد هېواد ته داخلېږي او د ايران په بازارونو کې خرڅېږي.

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال قدیر قیافه له دې خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان په کانونو کې د ایراني پانګه‌والو پانګونه د دوی لپاره ډېره ګټوره ده.

نوموړي دغه شان زیاته کړې چې دغه ډبرې کولای شي د افغانستان او ایران ترمنځ د ګډو د همکاریو لامل شي.

د ایران د سوداګرۍ خونې چارواکو ویلي چې د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره څو ایراني کاني شرکتونه لاس په کار شوي او د ایران د فولادو یو لوی شرکت هم غواړي چې د افغانستان د کانونو بازار ته داخل شي.

د هرات مرمر
د هرات مرمر

په ورته وخت کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی ویاند او د کانونو چارو پوه عبدالقدیر مطفي وايي چې د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د قاچاق لوی لامل د کانونو خپلسرې او په دودیزه توګه کیندنه ده.

مطفي وویل: "قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په دودیز ډول کیندل کېږي او په کلیو کې د مشهورو کسانو لاسوهنه او انفرادي استخراج هغه نور لاملونه دي، د سرچینو د له لاسه ورکولو تر څنګ نورو زېرمو ته هم زیان رسوي همدارنګه د کلونو جګړه د دې لامل شوې چې معدني سرچینې یا ایران او یا هم پاکستان ته قاچاق شي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغانستان د کانونو او صنایعو د خونې نظر هم واخلي، خو د دې ادارو چارواکو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي ازادي راډيو ته وویل، داسې اسناد او شواهد نه‌شته چې د ایران دا ادعا ثابته کړي چې د افغانستان قیمتي ډبرې له غیررسمي لارو دغه هېواد ته دننه شوې دي.

الکوزی وايي: "قیمتي ډبرې په افغانستان کې په ځانګړی ډول په پنجشېر، بدخشان، شرقي ولایتونو کې چې بازارونو ورته جوړ شوي، واحدو شرکتونو ته ورکول کیږي. زه فکر کوم چې ډېری یې پاکستان ته ځي او دا چې ایران دا ادعا کړې، موږ داسې اسناد نه لرو چې دا قاچاق شوي وي."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۲م کال کې د ملګرو ملتونو یو راپور ښيي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کانونو غیر قانوني کیندنه زیاته شوې ده.

په دې راپور کې راغلي چې قیمتي ډبرې او نیمه قیمتي فلزات منځنۍ اسیا، اروپا او د منځني ختیځ هېوادونو ته قاچاق کېږي.

نړیوال راپورونه د افغانستان د معدني زېرمو او نورو خامو موادو ارزښت د ۱ او ۳ ټریلیون ډالرو ترمنځ اټکلوي، خو نیوکه دا ده چې دغه زېرمې او کانونه په غیر قانوني او غیررسمي ډول کیندل او په نړیوالو بازارونو کې پلورل کېږي او په ډېرو مواردو کې قیمتي ډبرې په خپلسري او غیر مسلکي ډول کیندل کېږي.

همدارنګه، د جورج ډبلیو بوش د انسټېټیوټ د یوه نوي مفصل راپور په یوه برخه کې راغلي چې طالبان اوس مهال د افغانستان د معدنی شتمنیو په استخراج او صادراتو کې تقریباً نه کنترول شوی نفوذ لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG