د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

افغانستان لپاره د سیمه‌ییز تماس ډلې غونډه؛ ایران د افغانستان او سیمې د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره پیغام بللی


د پلازمېنې تهران یوه څنډه
د پلازمېنې تهران یوه څنډه

تمه ده چې د افغانستان لپاره د سیمه‌ییز تماس ډلې غونډه سبا سې‌شنبه په تهران کې جوړه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي، د افغانستان لپاره د سیمه‌ییزو تماسونو د ډلې غونډه به د ایران، پاکستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون د جون په اتمه نېټه په تهران کې جوړه شي.

د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا د چارو عمومي ريیس سید رسول موسوي د پنجشنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر په یوه پیغام کې په تهران کې د دې غونډې د جوړېدو اعلان وکړ.

هغه لیکلي، د تهران غونډه به د سیمه‌ییزې همکارۍ او همپالنې په رڼا کې د افغانستان او سیمې لپاره د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام وي.

موسوي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

تر دې مخکې یو شمېر روسي رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په حواله راپور ورکړی و چې د تهران په غونډه کې به بحثونه د دوحې غونډې ته پر چمتووالي متمرکز وي.

په دوحه کې د افغانستان په اړه درېیمه ناسته د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه جوړېږي.

ملګرو ملتونو هم طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره په کتنه کې ویلي چې طالبان به د دوحې د درېیمې غونډې د ترسره کېدو د څرنګوالي په باب له غوره وروسته خپل دریځ اعلان کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی استاد، د سیاسي او حقوقي چارو نظرخاوند پوهاند نصرالله ستانکزی وايي: "د تهران ناسته چې د مسکو فارمټ سلسله ده، د دوحې له ناستې مخکې جوړيږي او فکر کوم چې دا هيوادونه هڅه کوي د دوحې تر درېیمې غونډې مخکې یوه معینه پالیسي او تګلاره خپله کړي، په تيره بیا ایران او روسیه چې د لوېدیځو هيوادونو په وړاندې مخالف نظر لري، غواړي چې له طالبانو سره هم همغږي وکړي."

د مسکو فارمټ په نوم د سیمه ییز تماس ډلې تازه غونډه په داسې حال کې د افغانستان په اړه د بحث لپاره جوړېږي چې روسیه لا هم د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښنه لري.

د روسیې تاس خبري اژانس پرون راپور ورکړ چې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي چې په افغانستان کې د وسله والو سخت دریځو د روزنې لپاره نوي کمپونه جوړ شوي دي.

د راپورونو له مخې شویګو په قزاقستان کې د ډله ییز امنیتی تړون سازمان د امنیت شورا د سرمنشیانو په غونډه کې وویل، ترهګر له سوریې او عراق څخه افغانستان ته انتقالېږی.

طالب چارواکو تر دې مخکې له افغانستان څخه د تروریزم د ګواښ په اړه اندېښنې رد کړې وې او ویلي یې وو چې اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ وویل چې مسکو باید په افغانستان کې له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسي رسنیو له مخې، په سنټ پیټرزبورګ کې د بهرنیو رسنیو له مسوولانو سره په لیدنه کې پوتین د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د طالبانو له حکومت سره د اړیکو ټینګول اړین دي.

د پوتین په وینا، روسیه له طالبانو سره اړیکي لري او غواړي دا اړیکې دوام وکړي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راتګ نژدې درې کاله تېر شول، خو تر اوسه هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو رعایت او په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت رامنځته کول د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې مهم شرطونه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG