د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

په افغانستان کې د ټي ټي پي د ادعا شوي حضور د مهارولو هڅه؛ اسلام اباد کابل ته پلاوی استولی


د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان یو شمېر جنګیالي - ارشیف
د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان یو شمېر جنګیالي - ارشیف

څو ورځې وروسته له هغې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د ټي ټي پي پر ضد اقدام وکړي، اسلام اباد له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره یو پلاوی کابل ته واستاوه.

طالبان وايي، د دغه هېواد د کورنیو چارو د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ پاکستاني پلاوي د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو له مرستیال محمد نبي عمري سره د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د مارچ د ۲۶مې نېټې د حملې په اړه خبرې وکړې او په امنیتي برخه کې یې د طالبانو د حکومت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د بشام په برید کې ۵ چینايي انجینیران او د هغو پاکستانی موټر چلوونکی ووژل شول.

پاکستاني چارواکو ویلي چې پر چینايي انجینرانو ځانمرګی برید په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو له خوا پلان شوی و.

د خیبر پښتونخوا هغه سیمه چې یو شمېر چینایي انجینران پکې وژل شوي وو
د خیبر پښتونخوا هغه سیمه چې یو شمېر چینایي انجینران پکې وژل شوي وو

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې د دغه وزارت مرستیال له پاکستاني پلاوي سره په کتنه کې د بشام تروریستي پېښه یوه "بده" پېښه بللې او ویلي یې دي چې طالبان د شریر سیاست په لټه کې نه دي.

ده همداراز وویل چې د طالبانو حکومت ژمن دی چې اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

د امنیتي چارو نظرخاوند او د افغانستان د کورنیو چارو د استخباراتو پخوانی عمومي ريیس جنرال نعمت الله جلیلي وايي، فکر نه کوي چې د طالبانو حکومت دې د ټي ټي غړي ونیولی یا پاکستان ته وسپارلی شي:

" د افغانستاند طالبانو حکومت د ټي ټي پي غړي نه نیولی شي او نه دا توان لري چې هغوی پاکستان یا کوم بل هیواد ته وسپاري. د ټي ټي پي غړي د جمهوریت په مهال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې مېشت وو او د پخواني حکومت پر ضد یې د طالبانو ملاتړ کاوه. هغوی غالباً د ځینو استخباراتي کړیو له ملاتړه برخمن دي."

په ورته وخت کې د پاکستان پوځ د هغه څه په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې دا پوځ یې د افغانستان په خاوره کې د بریدونو پلان جوړول بولي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې پرون په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د چهارشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د دغه هېواد د لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ په یوه غونډه کې وویل شول چې پاکستاني وسله وال بریدګر د پاکستان د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر ضد د افغانستان له خاورې کار اخلي.

تر دې مخکې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په افغانستان کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د ټي ټي پي د مشر په ګډون د دغه تحریک ټول مشران ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي

نقوي ویلي چې په پاکستان کې پر چینايي انجینرانو د برید په تړاو یوولس تنه نیول شوي چې د ده په وینا له ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو تحریک سره تړاو لري.

د طالبانو له واک ته د رسیدو وروسته، په تیرو دریو کلونو کې اسلام آباد په پرله پسې ډول ادعا کړې چې د ټي ټي پي جنګیالي د افغانستان په خاوره کې پټ دي او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد عملیات کوي.

په دې موده کې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ څو ځلې نښتې شوي دي.

د پکتیا او خوست په سرحدي ولسوالیو کې د دوی تر منځ وروستۍ نښتې څو ورځې روانې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG