د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

پاکستان د وژل شویو چینایي انجینرانو کورنیو ته تاوان ورکوي


پر چینایي انجینرانو د برید سیمه
پر چینایي انجینرانو د برید سیمه

د پاکستان حکومت د هغو چینایي انجنیرانو کورنیو ته تاوان ورکوي چې نژدې دوې میاشتې مخکې په خیبرپښتونخوا کې د یوې چاودنې پرمهال وژل شوي وو.

د پاکستان مالې وزارت وایي، اسلام اباد به د هغو پنځو چینایي انجنیرانو کورنیو ته دوه اعشاریه اته پنځوس میلیونه ډالر تاوان ورکړي چې د مارچ په میاشت کې په پاکستان کې وژل شوي وو.

پر دې چینایانو د بشام په سیمه کې هغه وخت ځان وژونکی برید وشو چې دوی د پاکستان د ستر بند، داسو د لیدو لپاره روان وو.

دغو چینایي انجنیرانو په دې بند کې کار کاوه.

د پاکستان مالې وزارت په یوه بیان کې چې تیره شپه یې خپور کړ ویلي دي چې حکومت به اته زره نهه سوه پنځوس ډالره د هغه پاکستاني موټروان کورنۍ ته هم ورکړي چې له دغو چینایانو سره د مارچ د شپږ ویشتمې نېټې په چاودنه کې وژل شوی و.

د پاکستان حکومت وایي چې د دې ځان مرګي برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی و او ځان وژونکی هم د افغانستان و.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دا ادعا رد کړې ده.

د پاکستان د حکومت په وینا افغان طالبان د پاکستان تحریک طالبان( ټي ټي پي) ډلې ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې ده چې له هغه ځایه د دې ډلې غړي پاکستان ته اوړي او په پاکستان کې بریدونه کوي.

د وژل شویو چینایي انجنیرانو کورنیو ته د پیسو د ورکولو پرېکړه په هغه غونډه کې وشوه چې مشري یې د پاکستان مالیې وزیر محمد اورنګزیب کوله.

په پاکستان کې په زرګونو چینایان په یوشمیر پروژو کې کار کوي چې په وروستیو کلونو کې وسله والو پر دوی یوشمېر بریدونه کړې دي، وسله وال دا چینایان د خپلو کانونو په لوټلو تورنوي.

XS
SM
MD
LG