د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

د پاکستان د پوځ ادعا: له افغانستانه په تنظیم شویو ترهګریزو پېښو کې زیاتوالی راغلی


د افغانستان او پاکستان پر پوله د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي
د افغانستان او پاکستان پر پوله د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌وال غړي

پاکستان یوځل بیا ادعا کړې چې په پاکستان کې وروستیو زیاتو شویو تروریستي پېښو کې د هغو ترهګرو لاس دی چې د افغانستان له پولې دې غاړې ته رااوړي.

د پاکستان پوځ ویلي چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې تروریستې پېښې چې په خبره یې د افغانستان له خاورې تنظیم شوې، زیاتې شوې دي.

پوځ د رسنیو څانګې پرون چهارشنبې په یوه خپره کړې اعلامیه کې چې په خپله ویبپاڼه کې یې خپره کړې ویلي چې هغه ترهګر چې هڅه کوي د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله راواوړي، په بریدونو کې د پاکستان امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي په نښه کوي.

د خبرپاڼې سره سم امنیتي ځواکونو په تېره یوه میاشت کې د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې د نورو سیمو ترڅنګ په بلوچستان ایالت کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په ترسره شویو عملیاتو کې ۲۹ سخت دریځي وژلي دي.

پوځ ویلي چې په دغو عملیاتو کې چې د بلوچستان ایالت په ژوب سیمه کې د اپرېل په ۲۱مه پیل شوي او تراوسه دوام لري، د پوځ یو افسروژل شوی دی.

ارشیف: پاکستاني ځواکونه په وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال
ارشیف: پاکستاني ځواکونه په وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال

د خبرپاڼې سره سم اسلام آباد یوځل بیا پر کابل له واکمنو طالبانو غوښتي چې له خپل لوري دې د پولې د ټینګښت مسئله یقیني کړي او زیاتوي چې د طالبانو له حکومت څخه انتظار لري چې په دې برخه کې خپل مسوولیتونه پرځای کړي او پرې نه‌ږدي چې ترهګر د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې بریدونه ترسره کړي.

د طالبانو حکومت تراوسه د دغې ادعا په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو له دې مخکې یې د پاکستان دا ډول ادعاوې په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې هیچاته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې پر ګاونډیو هېوادونو یا له هغې ورهاخوا بریدونه ترسره کړي.

د طالبانو د حکومت چارواکو همدارنګه ویلي چې اسلام آباد دې چې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی، د ملامتي ګوته دوی ته نه نیسي.

اسلام آباد افغان طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي مشرانو او غړیو ته یې پناه ورکړې، د هغې ډلې چې په پاکستان کې یې د ډېرو خونړیو بریدونو مسوولیت اخیستی دی.

د سیاسي چارو شنونکی شفیق همدرد په دې باور دی چې پاکستان چې نن له ترهګرۍ څخه کړېږي، دا یې د څه باندې څلورو لسیزو غلطو پالیسیو نتیجه ده چې دوی په تېره د افغانستان په وړاندې مخ ته وړې ده.

د سیاسي چارو شنونکی شفیق همدرد
د سیاسي چارو شنونکی شفیق همدرد

هغه بېګا ناوخته ازادي راډیوته وویل: "د پاکستان د ریاست اصلي چلوونکي او واکداران چې پوځیان دي، د دوی هغه غلطې پالیسۍ او ستراتېژۍ وي چې نن د پاکستان وضعیت دغه حالت ته رسېدلی دی. دوی د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره په تېرو ۴۵ کلونو کې د نړیوالو پروژې او خپلې پروژې چې هغه تر مختلفو نومونو لاندې وې، خو په اصل کې د ترهګرۍ پراختیا وه، د هغې پالنه او حمایت و، هغه یې افغانستانه ته راولېږله. نن پاکستان د هماغو پالیسو ښکار شوی او دا ډېره عجیبه خبره ده چې د پاکستان پوځیان اوس په داسې یوه هېواد باندې دا تور لګوي چې هغه د دوی د پالیسو قرباني شوی دی. نو نن چې څه هم پاکستان ته ورپېښېږي یا ورپېښ دي، دا د دوی د غلطو، د شومو پالیسیو نتیجه ده چې دوی یې ویني."

په عین حال کې د یوه نوي راپور له مخې چې په واشنګټن کې د امریکا د نوي امنیت په نوم یوه څېړنیز مرکز د سې شنبې په ورځ خپور کړی ویلي چې د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو لپاره د فعالیت زمینه برابره شوې ده.

دې مرکز ویلي چې ټي‌ټي‌پي او نورې سخت دریځې سیمه‌ییزې ډلې په افغانستان کې فعالې دي او د خپلو فعالیتونو په برخه کې د طالبانو له‌خوا چې له ایډیالوژیک پلوه یې ورسره باورونه ډېر نژدې دي، ډېر لږ له محدویتونو سره مخامخ دي.

دې مرکز له افغانستانه د احتمالي تروریستي ګواښونو په اړه د خبرداري په ترڅ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې یادونه کړې او ویلي یې دي د نړیوالو اصلي اندېښنې همدې ډلې چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې یې د ډېرو خونړیو بریدونو مسوولیت اخیستی، راټولې دي.

د هغې ډلې چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي یې د افغانستان درې ګاونډیان په ملاتړ تورن کړي دي.

هغه د تېرې ثور میاشتې په شپږمه په کابل کې په یوه غونډه کې پرته له دې چې د دغو هېوادونو نومونه واخلي، وویل چې یو د داعش لپاره بشري ځواک او افراد تیاروي، بل د هغې لارې پر سر پروت دی چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېرېږي او بل هم په خپله خاوره کې داعش ته د تمویل او پلان جوړونې مرکزونه ورکړي دي.

د پاکستان او افغانستان ګډه پوله هم چې د پاکستان پوځ یې بلې غاړې ته د طالبانو له حکومته د امنیت د ټینګېدوغوښتنه کوي، په دې وروستیو کې د دواړو لوریو ترمنځ د یو لړ نښتو شاهده وه.

د روانې اوونۍ ترشنبې پورې ډیورند کرښې ته څېرمه د پکتیا په ځاځي اریوب، ډنډپټان او ځاځي میدان ولسوالیو کې د پاکستاني سرحدي ځواکونواو د طالبانو د ځواکونو ترمنځ ځو ورځې د نښتو راپورونه ورکړل شول.

که څه هم د دواړو لوریو د قومي مشرانو د منځګړیتوب په نتیجه کې اوربند شوی، خو پر ګډه پوله مهمه دروازه خرلاچي لا تراوسه بنده ده.

دا خبره د پاکستان د کرمې ایجینسۍ یوه چارواکي د ترکیې خبري آژانس انادولیا ته کړې ده.

په سیمه کې د سوداګرۍ ټولنې مشر حاجي رووف دې آژانس ته ویلي چې د اوربند له موافقې شپږ ورځې وروسته دا دروازه تراوسه تړلې او دواړو لورو ته د سلو او یونیم سل ترمنځ پرموادو بار لارۍ ولاړې دي.

د خرلاچي دروازې یوه څنډه
د خرلاچي دروازې یوه څنډه

د هغه په خبره، د دغې لارې د بندېدو له امله سوداګرو ته د میلیونونو روپیو تاوان رسېدلی دی.

دا یواځې د خرلاچي دروازه نه‌ده چې په سیمه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له امله تړل کېږي بلکې له دې مخکې ډېر ځلې لیدل شوي چې هرکله چې د اسلام آباد او کابل ترمنځ په اړیکو کې نوی کړکېچ رامنځته شوی، پر ګډې پولې مهمې دروازې لکه تورخم او سپین بولدک د یوې مودې لپاره تړلې شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG