د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

بهرنیو چارو وزارت: کوېټ ته د افغانانو پر تګ بندیز مؤقتي دی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، که څه هم کوېټ ته د افغانانو په ورتګ د محدودیت لامل د نوموړي هېواد کورني امنیت ته د ستونزې پېښېدل ښودل شوي، خو ډاډ ورکوي چې افغانان ترورېستان نه‌دي او بل کوم هېواد ته ستونزه نه‌جوړوي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا یوه مؤقتي پرېکړه ده.

ښاغلي مستغني ټینګار وکړ چې د دغه محدودیت مؤقتي حالت هم روښانه نه‎دی او د ټاکلي وخت تر معلومېدو وروسته به‌یې افغان حکومت په اړه لازم اقدام وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"ویل کېږي چې دا یوه مؤقتي پرېکړه ده او اوس باید په دې اړه نور معلومات هم راغونډ شي چې مؤقتي یعنې تر څه وخته، د معلوماتو د راغونډېدو وروسته که لازم و، د افغانانو د اقتصادي ګټو د خوندي ساتلو په هدف به افغان دولت لازم اقدامات وکړي."

د دې تر څنګ د افغانستان اجرائيه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي وايي، افغان دولت د افغانانو د حیثیت خوندیتوب ته ژمن دی او ورته رسېدنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کوېټي رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد د افغانستان په ګډون د څلورو نورو مسلمانو هېوادونو پاکستان، ایران، سوریې او عراق پر اوسېدونکو دغه هېواد ته په تګ محدودیت وضع کړی دی.

کوېټي رسنیو ویلي، د کوېټ هېواد د دغه کار دلیل د یادو هېوادونو د امنیت خرابوالی ښودلی او ویلي یې دي په یادو هېوادونو کې ترهګرو پراخ فعالیتونه پیل کړي چې کېدای شي له دې لارې کوېټ ته هم رادننه شي.

د کوېټي رسنیو د راپور له مخې دغه بندیز مؤقتي دی او همدا چې د یادو هېوادونو امنیتي وضعیت سم شي پر بندیز به هم له سره کتنه کېږي.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یوه فرمان په ترڅ کې هم د اووه اسلامي هېوادونو په وګړو دغه هېواد ته د ورتګ بندیز لګولی دی خو د افغانستان نوم په دې لېست کې نه‌شته.

ښاغلي ټرمپ د دغه کار دلیل له امریکایانو ساتنه او دغه هېواد ته د ترورېستانو د ورتګ مخنیوی په ګوته کړی دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون یو شمېر غړي د کوېټ دولت دغه اقدام ناسم ګڼي، ټینګار کوي چې افغانان ترورېستان نه بلکې د ترورېزم قربانيان دي او په وړاندې يې باید دغه ډول اقدام ونه‎شي.

کټوازی: افغانان ترورېستان نه بلکې د ترورېزم قربانيان دي.
کټوازی: افغانان ترورېستان نه بلکې د ترورېزم قربانيان دي.

نادرخان کټوازي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ولې په افغانانو باندې په ناحقه دا بندیز لګېږي او دغه ترهګر کوم دی چې ترهګریزې پېښې کوي دا خو د کوېټ زېږنده دي، د سعودي عرب زېږنده دي، دوی اوس بېرته په موږ باندې پابندي لګوي، د افغانستان حکومت باید جدي اقدام وکړي. "

دی ټینګار کوي چې د کوېټ دولت دغه کار د افغانستان حیثت ته زیان او افغانانو ته ستره اقتصادي ضربه رسوي چې باید دغه مسئلې ته جدي پام وشي.

د ښاغلي کټوازي د معلوماتو له مخې اوس‌مهال زرګونه افغانان چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي په کوېټ کې ژوند کوي او هلته په کاروبار اخته دي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه عبدالطیف نظري بیا ټینګار کوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت باید د هر هغه هېواد په وړاندې چې افغانستان د ترورېزم د سرچینې په توګه تحقیروي حساس وي او په وړاندې یې یو فعال سیاسي دریځ ولري.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG