د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

امریکا د ۷ اسلامي هېوادونو "ګرین کارټ" لرونکي هم تر څېړنو لاندې نیسي


د امریکا متحده ایالاتو ته د اووه عمدتاً اسلامي هېوادونو د اتباعو د سفر پر سر د ممنوعیت تر لګولو وروسته، د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي په دغه ممنوعیت کې له یادو هېوادونو د امریکا د دایمي اوسېدو یا شنه کارټ لرونکي کسان هم شاملېږي.

امریکایي چارواکو پرون وروسته دا هم وویل چې له همدغو اوو هېوادونو د امریکا متحده ایالاتو د شنو کارټ لرونکي یا «Green Card Holders» به یو په یو تر څېړنو لاندې ونیول شي.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د یوه اجرائیه فرمان په صادرولو سره د عراق، ایران، سوریې، لیبیا، سوډان، سومالیا او یمن اوسېدونکي د امریکا خاورې ته له ننوتلو منع کړل.

ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ د دفاع وزارت په مرکز پنټاګون کې وویل چې د امریکا متحده ایالات باید د ده په خبره د بهرنیو ترورېستانو له راتلو خوندي وي.

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ
د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ زیاته کړه:

"زه نوي اقدامات د سختو څېړنو لپاره پيلوم څو د امریکا متحده ایالاتو ته د اسلام‌پاله ترورېستانو له راتګه مخنیوی وشي. نه‌غواړم هغوی دلته واوسي. غواړم ډاډمن شو هغه ګواښونه چې زموږ سرتېري یې په وړاندې په بهر کې مقابله کوي امریکا ته رانه‎وړو."

دغه فرمان چې د جمعې په ورځ صادر شوی لومړی د درېیو میاشتو لپاره د اجرا وړ ګرځېدلی دی.

دا درې میاشتې د سختو او کره څېړنو لپاره ټاکل شوې دي.

د ډونالد ټرمپ د ادارې یوه چارواکي ویلي کوم امریکایان چې دوه ګونی تابعیت لري دغه فرمان‌یې په حالت تأثیر نه‌کوي او یوازې په بهرنیو اتباعو د تطبیق وړ دی.

د ډونالد ټرمپ تر دغه اجرائیه فرمان وروسته د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې په الوتکو کې امریکا ته د ځینو مسلمانو هېوادونو د اتباعو سفر بند شوی دی.

د رپوټونو له مخې څو هوايي شرکتونو امریکا ته د ټرمپ په اجرائیه فرمان کې د شاملو اوو مسلمانو هېوادونو د اتباعو له انتقال ډډه کړې ده.

د ویزې او شنه کارټ لرونکو برخه کې د ټرمپ دغه فرمان په نړیواله کچه تُند غبرګونونه هم پارولي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې په دغه فرمان باندې په "سخت" انتقاد سره ټینګار کړی چې "د امریکا خلکو ته په درناوي" به متقابل عمل وکړي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وړاندې ویلي و چې په اوسني وخت کې نه‎شو کولای چې د ملتونو او خلکو تر منځ واټن رامنځته کړو.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني
د ایران جمهور رئیس حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني زیاته کړه:

"نن د پخلاینې ورځ ده. نن د نږدېوالي ورځ ده. د ګډ اوسېدو ورځ ده. د ملتونو تر منځ د واټن د رامنځته کولو ورځ نه‎ده."

د عراق پارلمان یوه غړي عباس البیاتي ویلي چې د عراق په شمول د اوو اسلامي هېوادونو په استازو امریکا ته د ورتګ د ممنوعیت لګول په یو وخت د عراق خلکو ته یو ناسم پیغام رسوي.

هغه ویلي واشنګټن هلته په موصل کې د اسلامي دولت ډلې په اصلي مرکز کې د داعش جنګیالیو پر ضد جګړه کې په عراقي پوځیانو حساب هم کوي.

د ترکیې صدراعظم بن علي ییلدرم د کډوالۍ کړکېچ یو نړیوال کړکېچ یاد کړی او ویلي یې دي چې د نړۍ ټول هېوادونه‌یې باید د هواري لپاره خپل رول ادا کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان مارک ایرو هم له خپل الماني سیال زیګمار ګابریل سره په پاریس کې یوې خبري غونډې ته د ټرمپ اجرائیه فرمان د اندېښنې وړ بللی دی.

جرمني او د امریکا متحده ایالاتو نورو متحدینو هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG