د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

د امریکا د سولې انسټېټیوټ: په افغانستان کې د داعش فعالیت زیات شوی


د داعش له یوه غړي سره د دې ډلې بیرغ
د داعش له یوه غړي سره د دې ډلې بیرغ

د امریکا د سولې انسټېټیوټ یا "یوآی‌ایس‌پي" وايي، په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې فعالیت زیات شوی دی.

"یوآی‌ایس‌پي" د مې په ۴مه یو راپور کې لیکلي، له افغانستانه د امریکايي عسکرو له وتو وروسته، دا هېواد او د پاکستان ځینې سیمې د ترهګرو ډلو لکه "داعش خراسان څانګې" او "ټي‌ټي‌پي" لپاره په خوندي ځالې بدلې شوي.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ‌ټي پي غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ‌ټي پي غړي

راپور کې وړاندې راغلي، د ایران په کرمان، د روسیې په مسکو او یو شمېر نورو سیمو کې د داعش ډلې وروستیو بریدونو ته په کتو د دې ډلې له‌خوا په امریکا او متحدانو یې د بریدونو په اړه اندېښنې لا زیاتې شوي دي.

خو د طالبانو حکومت چارواکو په ځلونو ادعا کړې چې په افغانستان کې داعش ماتې خوړلې او ترڅنګ یې له دې هېواده هېڅ بل کوم هېواد ته ګواښ متوجه نه‌دی.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ په راپور کې دا هم لیکل شوي چې له چین او روسیې سره د امریکا سټراټیژیک رقابت له ترهګرۍ سره د مبارزې اهمیت کمرنګه کړی دی.

راپور کې زیاته شوې، واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، دې ډلې د القاعده شکبې مخکني مشر ایمن‌الظواهري ته چې په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، ځای ورکولو او مالي ملاتړ له امله له ترهګرو ډلو سره د خپلو اړیکو ساتلو احتمال زیات کړی دی.

د القاعده شکبې مخکینی مشر ایمن‌الظواهري
د القاعده شکبې مخکینی مشر ایمن‌الظواهري

د امریکا د سولې انسټېټیوټ د راپور پر بنسټ، دا هم معلومه نه‌ده چې د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې ځپل به د سیمې هېوادونو د دې ډلې د فعالیت او همدا ډول د امریکا د ګټو د خوندیتوب سره مرسته وکړي او که‌نه.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ د جنوبي اسیا د برخې کارپوه اسفندیار میر چې په همدې اړه یوه ګردي مېز کې خبرې کولې وویل: "کولای شو لنډه یې کړو چې په افغانستان او د پاکستان په ځینو سیمو کې په ډېر شمېر ډلو ته د فعالیت زمینه برابره ده. چاپېریال یو ډېر قوي جوړښت دی. د داعش خراسان ډله د یوه ګواښ په توګه هم اراده لري او هم دا ډېر زیات معلومېږي چې د امریکا متحده‌ایالاتو ګټو ته د زیان رسولو توان لري. "

د امریکا د سولې انسټېټیوټ په راپور کې لیکل شوي، که ترهګر د خپلو موخو په پوره کولو وتوانېږي، نه یوازې غموونکي مرګ‌ژوبله به ولري، بلکې د امریکا په سټراټیژیکې سیالۍ به خورا منفي اغېز ولري.

په افغانستان کې د باتجربه نظامیانو د جذب لپاره برابر چاپېریال او د دیني مدرسو زیاتوالی هغه چې د امریکا د سولې انسټېټیوټ له قوله؛ هغو کې چې د افراطیت تدریس کېږي، په افغانستان او سیمه کې له ترهګرۍ سره مبارزه له ستونزو سره مخ کړې ده.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوه اجمل سهېل داعش ډ‌له د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره یو ګواښ بولي او وايي، دا چې یوه مشخصه جغرافیه واک کې نه‌لري، ورسره مبارزه هم ستونزمنه ده.

سهېل وویل: "داعش خراسان ډله اصلاً یوه مشخصه جغرافیه واک کې نه‌لري. کله چې یوه ترهګره ډله د سیمې او نړۍ امنیت وګواښي او مشخصه جغرافیه کې هم واکمنه نه‌وي، مبارزه ورسره ډېر سخت کار دی."

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د خپلو عسکرو د ویستو پر مهال خپلو متحدانو ته ډاډ ورکړی و چې متحده‌ایالات به له افغانستانه د خپلو عسکرو له ویستو وروسته هم په دې هېواد کې د ترهګرۍ د ځپلو وړتیا وساتي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

له دې وړاندې د سیمې یو شمېر هېوادونو هم له افغانستانه د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې، خو د طالبانو حکومت بیا په ځلونو ویلي، د افغانستان خاوره به د بل هېڅ پر ضد و نه کارول شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG