د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

یو اس ای پي: واشنګټن باید له ناوخته کېدو مخکې په سویلي اسیا کې پر ترهګرۍ ضدو هڅو تمرکز وکړي


تصویر له ارشیفه: د جمهوري نظام پر مهال افغانستان کې د ترهګرۍ په تور نیول شوي یو شمېر کسان
تصویر له ارشیفه: د جمهوري نظام پر مهال افغانستان کې د ترهګرۍ په تور نیول شوي یو شمېر کسان

د امریکا د سولې انسټیټیوټ (یو اس ای پي) خبرداری ورکړی چې واشنګټن باید په سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ د زیاتوالي لپاره او دا چې دا ننګونه د امریکا لپاره یو ګواښ رامنځته کوي، چمتو وي.

دغه انسټیټیوټ د پنجشنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو درې کاله وروسته هم له سویلي اسیا څخه د ترهګرۍ ګواښ لا پیاوړی دی او د امریکا سیاست جوړونکي باید لا هوښیار وي.

د امریکا د سولې انستیتوت د لوړ پوړو مطالعاتو د ډلې د دغه راپور په جزییاتو کې چې ټاکل شوې د مې په ۱۴ مه خپور شي، راغلي چې امریکا باید خپل پام، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر سویلي اسیا متمرکزه کړي، مخکې له دې چې ډېر ځنډ شي.

دا راپور په اندېښمن ډول استدلال کوي چې امریکا، د دې هېواد خاورې ته د ګواښونو په شمول، په سیمه کې د ترهګرو د بیا راپورته کیدو لپاره په بنسټیز ډول چمتو نه دی.

"یو ایس آی پي" ویلي چې د افغانستان ګواښونو په اړه د امریکا اطلاعات د وخت په تېریدو سره کم شوي او د سیمه ایزو همکاریو زیاتوالي ته په اشارې سره یې زیاته کړې چې امریکا باید پر طالبانو فشار راوړي چې د ترهګرو لپاره فضا محدوده کړي.

د امنیتي او سیاسي چارو یو شمېر پوهان، له افغانستان او پاکستان څخه امریکا ته د ترهګرۍ دګواښونه په اړه بېلابېل نظرونه لري.

جنرال شینواری: په افغانستان کې د فعالو ترهګریزو شبکو لخوا کوم ګواښونه چې سیمې او نړۍ ته متوجې دي، زه باوري یم چې دا ګواښونه جدي دي او باید جدي ونیول شي.
جنرال شینواری: په افغانستان کې د فعالو ترهګریزو شبکو لخوا کوم ګواښونه چې سیمې او نړۍ ته متوجې دي، زه باوري یم چې دا ګواښونه جدي دي او باید جدي ونیول شي.

په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو ویاند او د امنیتي چارو پوه اجمل عمر شینواري ازادي راډیو ته وویل:

" په افغانستان کې د فعالو ترهګریزو شبکو لخوا کوم ګواښونه چې سیمې او نړۍ ته متوجې دي، زه باوري یم چې دا ګواښونه جدي دي او باید جدي ونیول شي. بله خبره چې د یادونې وړ ګڼم دا ده چې د دې ترهګریزو شبکو د ادارې، روزنې، مالي او سیاسي ملاتړ مرکزونه په پاکستان کې دي، خو فعالیتونه یې په افغانستان کې دي. "

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي بیا په دې نظر دی چې د امريکا د ګټو پر وړاندې انفرادي ترهګریز ګواښونه شته، خو تنظیم شوي ترهګريز ګواښونه نه ښکاري.

"د داعش په څېر ډلې دي چې نړیوالې موخې لري او بریدونه یې په ټولې نړۍ کې دي او د دې ګواښ تل شته چې یو څه ترسره کړي. خو په پلان شوي ډول نه بلکې په انفرادي ډول دا بریدونه پخوا هم ترسره شوي چې وروسته بیا یو کس ادعا کړې چې د داعش اړوند دی. "

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قومندان جنرال مايکل کوریلا تازه بیا پاکستان ته تللی
د امريکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) قومندان جنرال مايکل کوریلا تازه بیا پاکستان ته تللی

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان د مې د اوومې او نهمې تر منځ پاکستان ته سفر درلود.

د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هلته د «سنټکام» قومندان جنرال مايکل کوریلا د پاکستان د وسله والو ځواکونو له لوی درستيز جنرال عاصم منير سره د ترهګرۍ پر ضد د هڅو ، د امریکا او پاکستان د وسله والو ځواکونو ترمنځ د پوځي مشارکت او په سیمه کې د امنیتي ننګونو په حل کې د ګډ رول په اړه خبرې وکړې.

دغه شان جنرال کوريلا د خيبر پښتونخوا ايالت چې له افغانستان سره پوله لري، يو شمېر سيمو ته هم سفرونه کړي او هلته يې د پاکستان د سرحدي ځواکونو له مشرتابه سره د ترهګرۍ ضد عملياتو په اړه خبرې هم کړې دي.

د یادولو وړ ده چې نوموړي تر دې مخکې د روان کال د مارچ په لومړیو کې ویلي وو چې د داعش خراسان څانګه ښايي له شپږو میاشتو څخه په کمه موده کې له افغانستانه بهر د امریکا او لویدیځ پر ګټو برید وکړي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG