د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

د ایران لخوا سرحدونو کې د اغزن سیم لګولو پیل؛ آیا ایران له افغانستانه ګواښل کیږي؟


د افغاستان او ایران پوله
د افغاستان او ایران پوله

ایراني چارواکو یو وار بیا وویل چې د ازغن سیم او دېوال په وسیله د افغانستان د پولې د بندولو پر طرحې کار روان دی.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د ایران د ځمکني ځواک قوماندان کیومرث حیدري پرون (پنجشنبې) په مشهد کې خبریالانو ته وویل، د هغو تدابیرو پر اساس چې سنجول شوي، د پولې پر بندولو بوخت دي.

د ایران ایرنا دولتي خبري اژانس، د حیدري په قول وویل چې د پولو د بندولو کار د ده تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

ده زیاته کړې، اټکل کېږي چې له افغانستان سره د ایران د پولې د بندولو چاره په ممکن لنډ وخت کې بشپړه شي.

ایران د دې سیم لګولو یو مهم هدف د قاچاقبرانو او ناقانونه ډله مخنیوی ښودلی
ایران د دې سیم لګولو یو مهم هدف د قاچاقبرانو او ناقانونه ډله مخنیوی ښودلی

د امنیتي چارو افغان نظرخاوند اختر راسخ د ایران د دې اقدام په اړه وايي:

" د ایران د امنیت په خاطر غواړي چې دلته ډېرې پیسې ولګوي. په پوله کې دا دېوال به د دواړو هیوادونو په ګټه وي. د مخدرو موادو د قاچاق او د تروریستي ډلو د تګ راتګ مخه به ونیول شي. خو تر څو چې د افغانستان او ایران خلک له فکري نظره تفاهم ته نه وي رسیدلي، او له فکري نظره د پولو امنیت خوندي نه شي، په دې سیمه کې به امنیت خورا سخته وي."

د ایران رضوي خراسان چې له هرات ولایت سره ګاونډی دی، له افغانستان سره نژدې ۳۰۲ کیلومتره پوله لري.

خو په مجموع کې د افغانستان او ایران ګډه پوله ۹۰۰ کیلومتره ده.

د ایران د ځمکني ځواک قوماندان ویلي چې دوی د هر ګواښ ځواب ویلو ته چمتو دي.

ایراني چارواکو پخوا په سیمه کې د داعش او د مخدرو موادو د قاچاقبرو له درکه اندېښنه ښوولې وه.

دا په داسي حال کې ده چې ایران په خپله په سیمه کې د نیابتي ډلو پر ملاتړ تورن دی.

داعش په ایران کې د څو بریدونو مسوولیت هم اخیستی
داعش په ایران کې د څو بریدونو مسوولیت هم اخیستی

داعش ډلې تېر کال د ایران په کرمان کې د دوو خونړیو چاودنو مسوولیت منلی و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ په جنورۍ کې په کرمان کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سیلماني د څلورم تلین په مراسمو کې چاودنو لږترلږه ۸۴ تنه ووژل او ۲۸۴ نور یې ټپیان کړل.

د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مجید میراحمدي، کابو دوې اوونۍ وړاندې ویلي و چې د دغه هیواد حکومت د خپلو وسله والو ځواکونو په وسیله د پولې د بندولو لپاره په پنځو کلونو کې ۳ میلیارد ډالره بودجه په پام کې نیولې ده.

ده دا هم ویلي و چې د دې کار هدف د هیواد امنیت او د وسلو او انساني قاچاق مخنیوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG