د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

د طالبانو حکومت: پر اسراییل د ایران برید" مشروع دفاعي اقدام" و


د ایران د برید یوه څنډه
د ایران د برید یوه څنډه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت، په اسراییل د ایران حمله د دغه هېواد مشروع دفاعي اقدام بللی دی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې چې نن یې ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ایکس پاڼه خپره کړې راغلي:‏"صهيونيستي رژيم د خپلو جناياتو په دوام د اپرېل پر لومړۍ نېټه د ټولو ديپلوماتيکو نورمونو او نړیوالو قوانینو پرخلاف د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ايران سفارت کونسلۍ څانگه په نښه کړه چې په ځواب کې يې د ایران اسلامي جمهوریت تېره شپه مشروع دفاعي اقدامات ترسره کړل. "

په اعلامیه کې، د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو هم غوښتل شوي چې د دوی په ټکو د اسراییل د رژیم د جنایتونو پر وړاندې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

هم مهاله، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر هم په اسراییلو د ایران د بېګانۍ شپې د توغندیز او دروڼ الوتکو برید په غزه د اسراییلو د یرغل پایله ګڼي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین - ارشیف
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین - ارشیف

سهیل شاهین ازادي راډیو ته ویلي:

"په جګړه کې اوسنی تشدید په غزه کې د یرغل د لړۍ پایله ده. باید اسراییل په غزه یرغل پای ته ورسوي، سملاسي جګړه بنده کړي ترڅو له دې سره جګړه او د هغې عوامل له منځه لاړشي."

په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ برید چې د وري په ۱۳مه شوی و، په ترڅ کې یې د سوریې او لبنان لپاره د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې قوماندان محمد رضا زاهدي په ګډون د دې ډلې ۷ تنه چارواکي وژل شوي وو چې ایران وايي ځوابي برید ته یې اړ اېست.

د اسراییل د دفاع وزارت بیا د ایران د حملې په اړه ویلي، ډېر توغندي د دوی پولو ته له رسېدو وړاندې د دفاعي سیسټم په وسیله له‌منځه وړل شوي.

د یادونې چې په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ د اسراییلو برید د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت غندلی و.

په ورته وخت کې د نړیوالو او اقتصادي چار یو شمېر افغان کارپوهان وايي، په سیمه کې د ایران او اسراییلو تر منځ ترینګلتیا به د افغانستان په لا د مخه کړکېچن اقتصادي، سیاسي او نظامي وضعیت بې اغېزې نه وي.

د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه غوث جانباز
د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه غوث جانباز

د نړیوالو اړیکو افغان کارپوه غوث جانباز وايي، افغانستان په خپله دا مهال له سیاسي، نظامي او اقتصادي پلوه په یوه کړکېچن حالت کې دی، نو په خبره یې په سیمه کې هر ډول بدلون به په افغانستان اغېز ولري.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

" خامخا هره هغه ترینګلتیا چې دلته رامنځته کیږي په افغانستان باندې اغېز لري. په داسې حال کې چې افغانستان په خپله دا مهال په یو ډېر لوی کړکېچ کې دی او راتلونکی یې روښانه نه دی. دا په ټولیزه توګه کېدای شي چې نورې زمینې برابرې کړي افراطي ډلو ټپلو ته."

د اقتصادي چارو کارپوه دریا خان بهیر، بیا د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، په سیمه کې د روانې ترینګلتیا د اغیزو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"ایران د افغانستان د ګاونډي او سوداګریز او ترانزیتي شریک په حیث دی. دا به د افغانستان په اقتصاد باندې منفي اغېز ولري. د افغانستان چابهار مساله چې اوس روانه ده او افغانستان غواړي د دې لارې صادرات او واردات ولري، په دې برخه کې به هم یو اندازه ستونزې پیدا شي."

د یادونې ده، چې ایران دا مهال د میلیونونو افغان کډوالو کوربه هم دی. تېره ورځ په دې هېواد کې مېشتو یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه ښودلې وه چې د وضعیت په بدترېدو سره حیران دي چې چیرې ولاړ شي، ځکه خپل هېواد ته په ستنېدو سره به د دوی په ټکو له جدي امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG