د اسرائیل د پوځ ویاند دانیل هګاري د بېړني حالت له اعلان اته دقیقې وروسته تأیید کړه چې ایراني بېپیلوټه الوتکو د اسرائیل پر لور حرکت کړی دی.
ده ویلي چې د ایران توغول شوې بېپیلوټه الوتکې به څو ساعته وروسته اسرائیل ته ورسېږي.
دانیل هګاري زیاتوي چې دوی ګواښ څاري او د اسرائیل پوځ لا له وړاندې دې ډول وضعیت ته چمتووالی نیولی و.
هګاري دغهراز وویل چې که د اسرائیل پوځ ونهکولای شي چې د دغو بېپیلوټه الوتکو مخه ونیسي، هغو سیمو کې به د خبرداري زنګونه فعالوي چې هدف وګرځول شي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پر اسرائیل د ایران د بېپیلوټه الوتکو د حملې د راپورونو له تأیید څو شېبې مخکې په یوه لنډه وېډیو کې د اسرائیل خلکو ته وویل "یو ساده اساسي اصل لرو: هر څوک موږ ته زیان راورسوي، زیان ورسوو".
د اسرائیل ۱۲ ټلوېزیوني شبکې د نتانیاهو دا څرګندونې پر ایران د اسرائیل د احتمالي ځوابي حملو په معنی تعبیر کړې دي.
د اسرائیل د پوځ ویاند: ایراني بېپیلوټه الوتکو د اسرائیل پر لور حرکت کړی
![ایراني بېپیلوټه الوتکې](https://gdb.rferl.org/1306a238-bf50-45af-800f-ba8607de4fc8_cx0_cy7_cw0_w250_r1_s.jpg)
ډېر لوستل شوي مطالب
۱