د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د ډانګ و پړانګ ترمنځ؛ افغان کډوال کوربه هېوادونو کې له شړل کېدو او خپل هېواد کې د ژوند له ستونزمنو شرایطو ډاریږي


افغانستان ته له کډوالۍ څخه ستانه شوي یو شمېر افغانان - ارشیف
افغانستان ته له کډوالۍ څخه ستانه شوي یو شمېر افغانان - ارشیف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، د افغانانو د بېرته ستنېدو په لاملونو کې د پام وړ موارد، لکه: د نیول کېدو او شړلو وېره، لیدل کیږي.

دغې کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ «د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې پورې د افغان کډوالو د راستنیدو» په نوم د یوه راپور په خپرولو سره وویل چې د پاکستان حکومت له خوا افغانستان ته د کډوالو د بیرته ستنیدو د طرحې له پلي کیدو راهیسې، یعنې د نومبر میاشتې راپه دې خوا ۶۱ سلنه راستانه شویو افغان کډوالو د پاکستان له پرېښودو مخکې د پولیسو لخوا ځورول د لومړنۍ ستونزې په توګه یاد کړی.

راپور زیاتوي چې د «پي او ار» کارتونو (د کډوالۍ د ثبت سند) د تمدید او خوندیتوب د ارزښت په اړه بې باوري او د شپې له خوا پر کورونو د ورتللو او برید احتمال د دغو افغانانو نورې ستونزې دي.

افغان مېرمنې او ماشومان خپل هېواد ته له ستنیدو په دې وېریږي چې د زده کړو او ژوند سختو شرایطو سره مخ کیږي
افغان مېرمنې او ماشومان خپل هېواد ته له ستنیدو په دې وېریږي چې د زده کړو او ژوند سختو شرایطو سره مخ کیږي

د یو ان اچ سي ار په راپور کې چې د خوندیتابه د نظارتي مرکو پر بنسټ، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه چمتو شوی راغلي چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې نږدې ۱۸۷۰۰ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د "یو ان اچ سي ار" په ټکو، د تېر کال د ورته وخت په پرتله چې دا شمېر ۱۴۰۰ تنه و، پکې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

په پاکستان کې دوه افغان کډوالو چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله نومونه یې په راپور کې واخیستل شي، ادعا کوي چې د کورنۍ یو غړی یې ورک او د پاکستاني پولیسو له خوا ځورول شوي ازادي راډيو ته وویل:

" کله چې ورور مې ورک شو، په هماغه ورځ سهار پولیسو زما ورور نیولی و، شاوخوا پنځه تر ۱۰ زره کلدارې چې ورسره وې هغه یې اخیستې وې. ورور مې نور کورته رانغی، د هغې ورځې له ماښام څخه چې ورک شو تر اوسه یې احوال نه لرو. "

" د خلکو تر منځ وحشت او وېره ډېره شوې. غلا او نا امنۍ په پاکستان کې شته. د دې ترڅنګ د پاکستان پولیس خلک ځوروي، رشوت اخلي، که پیسې ونه لرې، په زوره دې شړي او که پیسې ورکړې وايي پاتې شه. خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي. "

یو شمېر افغانان چې ادعا کوي په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له خوا د ځورونې له امله افغانستان ته راستانه شوي وايي، په خپل هېواد کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ایران نه خپل هېواد ته یو شمېر ستنیدونکي افغانان
ایران نه خپل هېواد ته یو شمېر ستنیدونکي افغانان

یو تن چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: " هغه کور مو چې پخوا درلود، له ټولو وسایلو سره مو خرڅ کړ او پیسې مو ورته په شاوخوا ۲۲ میاشتو کې چې په پاکستان کې و مصرف کړې. اوس چې بیرته کابل ته راغلي یوو، نه سرپناه لرو، نه خواړه، نه کالي. هیڅ څه نشته او کار هم نه پیدا کیږي."

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړیوالې ادراې (اي او ام) او نړیوال بانک په یوه ګډ راپور کې چې څلور ورځې وړاندې خپور شو، په افغانستان کې د بېکارۍ او بې وزلۍ زیاتوالي او د عامه خدمتونو محدودیت ته په اشارې سره، خپل هېواد ته ستنیدونکو افغانانو ته د ژوند د کافي اسانتیاوو د نه شتون په اړه اندېښنه څرګنده شوې.

پاکستان له خپلې خاورې د بې اسنادو افغان کډوالو د راستنولو د عملیاتو په لومړي پړاو کې چې د تېر کال په نومبر میاشت کې پیل شو، تر ۵۰۰ زرو ډېر افغان کډوال ایستلي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG