د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

آی‌اوایم: له ایران او پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنونه زیاته شوې


ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان شوي دي.
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته روان شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان یا "آی‌اوایم" وایي، له ایران او پاکستانه افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنونه زیاته شوې ده.

دغه سازمان وايي، د روان میلادي کال د اپرېل له ۲۱مې تر ۲۷مې نېټې پورې له ایران او پاکستانه افغانستان ته په مجموعي توګه ۷۴زره او ۲۹۱ کډوال افغانستان ستانه کړل شوي دي.

"آی‌اوایم" په خپل دغه تازه اوونیز راپور کې چې د یکشنبې په ورځ ناوخته یې خپور کړی، زیاته کړې چې له دې شمېرې څخه ۴۳زره او ۱۷۶ کډوال له ایرانه او ۳۲زره او ۱۱۵ نور بیا له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په دې راپور کې ویلي، افغانستان ته له دغو ګاونډیو هېوادونو د کډوالو بېرته ستنونه زیاته شوې، خو د راپور په یوه برخه کې راغلي چې په دې موده کې بیا له ۲۴زرو زیات افغانان بېرته دغو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د ۲۰۲۳م کال د نومبر ۶مه
له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د ۲۰۲۳م کال د نومبر ۶مه

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته یو شمېر ستانه کړل شوي د سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو له امله شکایت کوي.

له پاکستانه افغانستان ته ستون شوی او د کابل اوسېدونکی جمعه خان وایي، که څه هم په پاکستان کې وخت ناوخت د پولیسو له‌خوا ځورول کېده، خو په افغانستان کې هم دی او شپږ کسیزه کورنۍ له کړاونو سره مخ شوي دي.

هغه وویل: "د ژوند شرایط دلته په هېڅ لحاظ سم نه دي، له هغې ورځې چې راغلي یو له بېکارۍ نه په کور ناست یم، خوراکي توکي هېڅ مو هم سم نه دي."

له ایرانه افغانستان ته تازه ستون کړل شوی او د کابل ښار اوسېدونکي فواد رباني هم ازادي راډیو ته وویل: "خلک له سختي بېکاري، بېوزلۍ او بېچاره‌ګۍ ځورېږي. د کاروبار زمینه هیچا ته مساعده نه ده. چا چې یوه اندازه پیسې او لږه طلا یا نور څه له ایرانه راوړي هم وو، ټولو خرڅ کړي او اوس چې هر کار ته لاس اچوي دا چې د کار مخکینۍ تجربه نه لري نو کار نه شي تر لاسه کولای."

ازادي راډیو د بېرته راستانه کړل شویو کډوالو د ستونزو په اړه د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وپوښت، خو ده پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د دغه وزارت په ایکس‌پاڼه لیکل شوي یوازې پرون او د غویي میاشتې په ۱۵مه له پاکستان څخه افغانستان ته ۹۱۳ کسان راستانه شول چې د ملګرو ملتونو او ځینو نورو اړوندو اداروته د مرستو لپاره معرفي شوي دي.

د "آی‌اوایم" په راپور کې راغلي چې له ایران څخه د راستنېدونکو له ډلې اکثریت یې د اعتبار وړ اسناد لکه؛ پاسپورټونه، د ایران ویزې، تذکرې او د کډوالۍ نور اسناد لري، خو له پاکستانه بیا د راستونو کړل شویو کډوالو په ډله کې د راپور په ټکو د کډوالۍ اسناد لرونکي کم دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ازادي راډیو د فردا څانګې د خبر پر بنسټ د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي هم د یکشنبې په ورځ ویلي چې له تېر یو کال راهیسې یو میلیون او ۳۰۰زره بهرني وګړي له دغه هېواد ایستل شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي

د یادونې ده چې کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل پورې، ایران او پاکستان له یونیم میلیون ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG