د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

د مجاهدینو د بریا ۳۲مه کلیزه؛ پر باطل د حق د بریا ورځ که د افغانستان د بربادۍ پيلامه؟


ارشیف: په افغانستان کې پخواني مجاهدین د هغې الوتکې خوا کې ناست دي چې ویشتل شوې ده.
ارشیف: په افغانستان کې پخواني مجاهدین د هغې الوتکې خوا کې ناست دي چې ویشتل شوې ده.

د ۱۳۷۱ کال د غويي میاشتې له اتمې، په افغانستان کې د مجاهدینو د بریا له ورځې څخه ۳۲ کاله تېریږي.

په ۱۳۷۱ کال کې مجاهدینو د پخواني شوروي اتحاد په ملاتړ په دغه هېواد کې ۱۴ کلنه تاریخي دوره چې د ۱۳۵۷ کال د ثور له خونړۍ کودتا سره پیل شوې وه، د افغانستان د پخواني جمهور رییس ډاکتر نجیب‌الله د حکومت د واکمنۍ په نسکورولو پای ته ورسوله.

د مجاهدینو تنظیمونو کابل ته له ننوتو او له بریا وروسته صبغت‌الله مجددي د دوو مياشتو لپاره د موقتې ادارې د مشر په توګه وټاکه او بيا برهان‌الدين رباني واک ته ورسېد، خو د رباني د واکمنۍ دوام د ځينو جهادي څېرو له داخلي مخالفتونو سره مخ شو او په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شوه.

د جهادي تنظمونو تر منځ جګړه د کابل او د افغانستان د ډېرو عام‌المنفعه تاسیساتو د ویجاړولو سربېره د لسګونو زرو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوه او د جګړو دوام په میلیونونو افغانان بې ځایه کړل.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د غويي د اتمې د پایلو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو پوه احمد سید داوود د دې ورځې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د ثور اتمه د افغانستان په تاریخ کې یوه تیاره ورځ ده. په دې مانا چې یو نظامي خوځښت ترسره شو او څنګه چې د غويي په اوومه کې خلکو لاس نه درلود، د غويي په اتمه کې یې هم نه درلود. کله چې تنظیمي جګړې پیل شوې د سیاسي احصائیې د شمېرو له مخې شاوخوا ۵۶ زره کسان په کابل کې شهیدان شول."

بل سیاسي کارپوه فضل‌الهادي وزین د غويي اتمه، د کمونیستي حکومت پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ ګڼي، خو زیاتوي چې مجاهدینو د خپلمنځي اختلافاتو له امله ونه‌شو کولای وضعیت کنټرول کړي.

نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان د خلکو د جهاد په نتیجه کې شوري اتحاد له افغانستانه وتلو ته اړ شو او د ثور په اتمه کمونیستي کودتايي نظام د مجاهدینو په لاس نسکور شو، د مجاهدینو تر کامیابېدو ورسته امېد دا و چې افغانستان د ثبات خواته ځي خو متاسفانه هغه هم ونه شو او د مختلفو لاملونو په نتیجه کې خپل منځي جګړې رامنځته شوې."

وزین وايي، په کار ده چې د افغانستان خلک د غويي له اوومې او اتمې دواړه عبرت واخلي او تېرې ترخې تجربې تکرار نه‌کړي.

بل سیاسي کارپوه شاه محمود میاخېل په دې باور دی چې د غويي اوومه او اتمه دواړه د افغانستان د بدختۍ ورځې دي.

سیاسي کارپوه، شاه محمود میاخېل
سیاسي کارپوه، شاه محمود میاخېل

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "په حقیت کې دواړه ورځې په افغانستان د بربادۍ او جنګونو پیلامه وه چې تر اوسه پورې دغه لړۍ روانه ده."

په افغانستان کې د ثور د اتمې نېټې راورسته له تنظمي جګړو خلک هم ښې خاطرې نه‌لري.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي اسماعیل د دې ورځې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د ثور اتمه د افغانستان په تاریخ کې یوه تیاره ورځ ده، له هغې ورځې راهیسې په افغانستان کې بدبختۍ او ناامنۍ دوام لري، که دا پېښه نه وه شوې، نو داسې حال به په افغانستان کې نه و."

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی فریدالله چې یوه خور او زوی یې د کورنیو جګړو پر مهال وژل شوي، ازادي راډیو ته وویل: " زموږ وطن وران شو، برباد شو، سوداګر مو له منځه ولاړل، ملت مو تباه شو، شهیدان مو ورکړل، خلک پاکستان، ایران او تاجکستان هېوادونو ته بې کډوال شول."

د کابل یو پخوانی تصویر
د کابل یو پخوانی تصویر

د یادونې ده، دا تاریخي ورځ په داسې حال کې رارسیږي چې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له لومړۍ دورې او د جمهوري نظام له شل کلنې دورې وروسته بیا د طالبانو په واک کې دی.

طالبان که څه هم په لومړي ځل د مجاهدینو د واکمنۍ په نسکورولو سره واک ته ورسېدل، خو دغه ورځ د افغانستان د خلکو د بریا، ازادۍ او نجات د ورځې په توګه یادوي.

XS
SM
MD
LG