د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

"سږ کال هم د غویي اتمه ارګ کې لمانځل کیږي"


د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي
افغان حکومت پریکړه وکړه، چې سږ کال دې هم د ثور اتمه یا د مجاهدینو د بریالیتوب شلمه کلیزه په پوځي پریډ نه بلکې په وړو مراسمو کې دې د ارګ په ماڼۍ کې ونمانځل شي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې دوي د جشن د ترسره کیدو په ځای کې د پوځي پریډ لپاره تیاری نیولی وو، خو د ملي امنیت شورا پریکړه وکړه، چې د جشن پوځي مراسم دې لغو شي.

د جنرال عظیمي په خبره د ارګ په ماڼۍ کې به د مجاهدینو د بریالیتوب ورځې د نمانځلوپه مراسموکې ولسمشر کرزی، د هغه مرستیالان، د کابینې او ملي شورا یو شمېرغړي او نورو دولتي چارواکي برخه واخلي:

"د جشن یوه مهمه برخه چې پوځي پریډ یا رسم ګذشت وو هغه لغو شو، خو په دې برخه کې نور پرو ګرامونه په خپل ځای دي.

د ښار تزئیني کارونه، د بیرغونو زوړندول، په ملي راډیو ټلویزیون کې ځانګړي پروګرامونه او داسې نور تفریحي خپرونې شته.

د دوي لپاره امنیتي تدابیر هم نیول شوي او هیڅ ډول اندیښنه نشته".


د ثور یا غویي د میاشتې اتمه یا د ډاکټرنجیب الله د حکومت د نسکوریدو ورځ له ۱۳۸۷ لمریز نه وروسته کله چې وسله والو مخالفانو پردې مراسمو حمله وکړه یوازې د ارګ په ماڼۍ کې نمانځل کیږي.

ترهغې وړاندې په غازې سټډیوم او د جشنونو د نمانځلو په سیمه کې به پوځي مراسم ترسره کیدل او جهادي مشرانو او دولتي چارواکو به په خپلو ویناوو کې د دې ورځې ارزښت او د افغانستان د خلکو قربانۍ او سرښیندنې بیانولې.

خو یو شمېر جهادي مشران اوس هم ټینګار کوي چې دا ورځ باید په ځانګړو او لویو مراسمو کې نمانځل شوې وې، پخوانی جهادي مشر قاضي محمد امین وقاد هم ورته نظر لري:

"د ثور اتمه د نمانځلو او درناوي وړ او تاریخي ورځ ده، دې نیټه او دې بدلون کې ګناه نشته.

دا د ملت د قربانۍ او د درنښت ورځ ده، دا د ویاړ او خپلواکي ورځ ده.

د دې ورځ درناوی په تاریخ کې شامل،د ټولو حق او د افغانستان د خلکو حق باید وساتل شي او په ټینګه ورته درناوی وشي".


په تیرو کلونو کې به د مجاهدینو د بریالیتوب د ورځې د نمانځلو لپاره جدي امنیتي تدابیرنیول کیدل او د جشن نمانځلو سیمه به له څو ورځو څخه بنده وه او له دې سیمې نه په تګ راتګ کې به خلک له ډیرو ستونزو سره مخامخ وو.

همدې ټکي ته په اشاره یوشمیرخلک وایی چې په دې جشنونو کې یوازې دولتي چارواکو برخه اخیسته او له نمانځلو نه یې نه نمانځل ښه وو،اوس هم عام خلک بیلا بیل نظرونه لري،ځينې وایی چې په دې ورځ باید پوځي پریډ شوی وای او ځینې نور بیا برعکس خبرې کوي.

مجاهدینو له اوس نه شل کاله وړاندې یعنې په ۱۳۷۱ لمریزکې د ډاکټرنجیب الله حکومت ړنګ کړ او د صبغت الله مجددي په مشرۍ یې اسلامي دولت رامنځ ته کړ،خو له لنډې مودې نه وروسته دوی د واک پرسر په خپل مینځ کې سخت جنګونه وکړل، کابل وران شو او لسګونه زره کسان مړه او ټپیان شول.
XS
SM
MD
LG