د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

نوې ارزونه: هېواد ته راغلي افغان کډوال له بې وزلۍ او بشري مرستو له کموالي ځوریږي


هېواد ته تازه ستانه شوي یو شمېر افغانان
هېواد ته تازه ستانه شوي یو شمېر افغانان

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري( یو این ایچ سي ار)، د کډوالو نړیوال سازمان ( اې او ایم) او نړیوال بانک په یوه ګډ راپور کې اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان ته د وروستيو بېرته ستنو شویو او احتمالي ستنېدونکو کډوالو لپاره د ژوند کافي اسانتیاوې نه دي برابرې.

"د افغان راستنیدونکو د چټکو اړتیاوو ارزونه" په نوم د دغو ادارو په ګډ راپور کې چې د مې په څلورمه یې خپور کړی راغلي:

"افغانستان ته د راستنیدونکو ناڅاپه راتګ او هغوی لپاره د بشري او لومړنیو اړتیاوو په برخه کې د نړیوالې ټولنې اندېښنې راپارېدلي چې څنګه به دوی په (افغان) ټولنه کې د دې نفوس د بیا ادغام لپاره د منځني او اوږد مهاله مرستې لپاره چمتو شي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې بې وزلي، د بېکارۍ زیاتوالی، او محدود عامه خدمتونه موجود دي."

د دې راپور موندنې ښیي چې له پاکستان څخه افغانستان ته وروستي ستانه شوي کډوال اکثریت بې اسناده افغانان کډوال وو، چې ډیرې برخه یې له ۱۵کلونو څخه کم عمر ماشومان دي.

یو اېن اېچ سي ار او نړیوال بانک په دې راپور کې د ټولو نورو اقتصادي او بشري ستونزو تر څنګ په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګیو پورته د ښؤونځيو او پوهنتونونو د دروازو پر تړل کېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې.

دا هغه ستونزې دي چې افغانستان ته له پاکستان او ایران نه په زوره تازه ستانه کړل شوي کډوال یې هم تاییدوي.

له پاکستانه افغانستان تازه ستون شوی او د کابل ښار اوسېدونکی محمد عظیم ازادي راډیو ته وویل چې د څلور لوڼو او یو زوی پلار دی، هېواد ته د دوی په راتګ ټولې لوڼې یې له ښوونځیو او پوهنتون محرومې پاتې او دی هم کار او بار نه لري.

" نه کاروبار شته او نه هم زموږ لوڼو او خویندو ته تعلیم او ښوونځي، له ستونزو سره مخ په کرایي کور کې ژوند کوو، مشره لور مې د شریعاتو په پنځم سمسټر کې وه، بله لور مې دولسم ټولګي، دریمه نهم او څلورمه بیا شپږم ټولګي کې دي، ټولې بې برخلیک پاتې شوې."

له ایرانه افغانستان ته تازه ستون شوی او د کابل ښار اوسېدونکی امېد چې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی په ژړغوني غږ یې ازادي راډیو ته وویل، نه پردیو هېواد کې ارامه و او نه خپل.

هېواد ته یو شمېر تازه ستانه شوي افغانان
هېواد ته یو شمېر تازه ستانه شوي افغانان

دی وایي، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

" باور وکړئ چې د کور کونج کې ناست او ژوند راباندې تریخ شوی دی، افغانستان کې کار او بار نشته، زه خپله څو ورځ چوک سر ته ولاړم چې یو کار وکړم خو هېڅ کار نه پیدا کېږي نو له هر اړخه مو ستونزې ډېرې دي."

احمد چې له کلونو راهیسې د پاکستان په خیبر پښتنخوا ایالت پېښور ښار کې اوسېږي وایي، افغانستان ته د ځان او خپلې کورنۍ په زوره شړولو ته اندېښمن دی.

دی وایي دوی په پېښور کې یو څه ژوند ځانته برابر کړی اوس که په جبري ډول افغانستان ته ستنول کېږي، له ګڼو احتمالي ستونزو سره به مخ شي.

" دوی لګیا دي خلک (افغانان) نیسي زموږ ځینې خپلوان یې هم ونیول، دلته زموږ ډېرې پیسې بندي دي همدارنګه د خلکو پیسې پر موږ باندې دي، کار او روزګار مو دلته دی، که چېرې موږ هلته (افغانستان) ته ځو هلته هم حالات هغسې خراب دي کار او روزګار نشته او دلته هم دوی موږ تنګوي،په کار ده چې موږ ته یوه حل لاره جوړه شي."

هڅه مو وکړه افغانستان ته د بېرته راستنو شویو او احتمالي راستنېدونکو کډوالو د ستونزو او د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک د ګډ راپور په اړه د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت معلومات هم ولرو، خو ویاند یې عبدالمطلب حقاني د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

وړاندې بیا د دغه وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني او ځینو نورو طالب چارواکو ادعا کړې چې دوی به راستانه شویو کډوالو ته د ژوند لازمې اسانتیاوې برابرې کړي .

حقاني: راستانه شویو کډوالو ته مو د ژوند لازمې اسانتیاوې برابرې کړي .
حقاني: راستانه شویو کډوالو ته مو د ژوند لازمې اسانتیاوې برابرې کړي .

دې ادارې په خپل خپور کړي راپور کې ویلي چې د شاوخوا ۷۷ سلنه افغان ستنو شویو او احتمالي ستنېدونکو ډېره برخه هغه خلک دي چې په کډوالۍ کې یې په ښارونو کې برابر کاروبارونه درلودل خو اوس د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د دوی بیا ادغام ننګونکی او ستونزمن دی.

ددې راپور د اټکل له مخې، یو اعشاریه ۱۷ ملیونه افغان کډوال چې په پاکستان دي، اسناد نه لري او د اې سي سي کارت لرونکي دي او دغه شان دو لکه او اتیا زره هغه کډوال چې د پی او ار کارتونه لري، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر میاشتې له ۱۵ د ۲۰۲۴ کال د دسمبر میشتنې تر ۳۱ د شړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د کډوالو د نړیوال دفتر (اى او ام) د مخکینیو شمېرو له مخې بیا، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپریل پورې، ایران او پاکستان له یو نیم میلیون ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG