د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

په ۱۵ ورځو کې څه باندې ۸زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي


له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې
له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې

په پاکستان کې د کډوالو نړیواله اداره یا "آی‌او‌ایم" وايي، د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۵مې پورې څه باندې اته زره افغانان د دغه هېواد له پولو افغانستان ته ستانه کړل شوي چې اکثرو یې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل.

"آی‌او‌ایم" ویلي چې د اپرېل له لومړۍ نیټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې ۸ زره او ۷۲ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

یادې ادارې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره په همغږۍ له پاکستان څخه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه معلومات ثبت کړي چې له مخې یې په دغه موده کې تر ۶زرو ډېر کډوال د تورخم دروازې له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د دغه سازمان په خبره، د مارچ میاشتې د وروستیو دوو اوونیو په پرتله د اپرېل میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې د ستنېدونکو شمېر ۷ سلنه زیات شوی دی.

د "آی‌او‌ایم" په راپور کې راغلي چې په دې موده کې ۷۱ افغانان چې قانوني اسناد یې نه درلودل، ایستل شوي او د ۲۰۲۴م کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۶۲زره او ۳۹۷ کسان له څلورو سرحدي لارو افغانستان ته داخل شوي دي.

له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو یو انځور
له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو یو انځور

په دغه راپور کې د یادو کډوالو د بېرته ستنېدو لاملونه د نيول کېدو وېره، د کوربه هېواد فشار، د کار نشتوالى او د کور د کرایې نه ورکولو توان ښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت څه موده وړاندې اعلان وکړ چې د افغان تابعیت "اې‌سي‌سي" کارتونو درلودونکو افغانانو د ایستلو لړۍ به د اپرېل په ۱۵مه پیل کړي او دغو کډوالو ته یې سپارښتنې کړې وې چې تر ټاکلې نېټې پورې دې له پاکستانه ووځي.

له دې مودې څخه پنځه ورځې وروسته تر اوسه هم د پاکستان حکومت په دې اړه کوم رسمي دریځ نه دی اعلان کړی، خو دې مسئلې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال اندېښمن کړي او یو شمېرو هم مخکې ازادي سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې پولیس یې تنګوي او ورته یې د وتلو ویلي دي.

د پاکستان په بلوچستان کې د افغان کډوالو استازي ظاهر پښتون ازادي راډيو ته وویل: "هغوی ته دا ډول اسانتیاوې نه ورکول کېږي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، دوی د خپلو کورنیو مسوولیت لري او هغه ډول چې یو‌این‌ایچ‌سي‌آر دلته ورسره مرسته کوي، هلته ورسره نه کېږي، بله مسئله دا ده چې د افغان کډوالو ملکیتونه دلته پاتې کېږي او دوی ته هلته د ژوند اسانتیاوې د مثال په توګه د اولادنو د زده کړو نه‌شته."

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه کړل شوي ازادي راډيو ته یې وویل چې له څو افغانیو پرته دوی سره نوره مرسته نه ده شوې.

د دې کډوالو له ډلې عبدالرازق چې اوس په کندهار کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته وویل: "موږ ته ۳۲۰۰ افغانۍ راکول کېږي، خو کله ناکله هغه هم نه راکوي. موږ په کرايي کور کې اوسېږو، کرایه اته زره افغانۍ ده. له ستونزو سره مخ یوو. کاروبار نه‌شته. کومې موسسې تر اوسه له موږ سره مرسته نه ده کړې."

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال د افغانستان د لوېدیځ په دې کمپ کې اوسېږي
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال د افغانستان د لوېدیځ په دې کمپ کې اوسېږي

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو ته د رسېدنې کمېسیون په خپله ایکس‌پاڼه کې هره ورځ د لسګونو افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکوي او زیاتوي چې دغه کسان د مرستې لپاره بنسټونو ته ورمعرفي کېږي.

د پاکستان حکومت لا دمخه د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې د بې اسنادو افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پیل کړې وه چې لا هم روانه ده.

د "آی‌او‌ایم" د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳م کال له سپټمبر څخه د اپرېل تر ۱۵مې تر ۱۵۳زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG