د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۹

له پاکستانه تلليو غیر واکسین شويو افغان ماشومانو د پولیو د خپرېدو خطر ډېر کړی


ارشیف: په جلال اباد ښار کې یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د پولیو واکسین تطبیقوي.
ارشیف: په جلال اباد ښار کې یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د پولیو واکسین تطبیقوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، وروستیو کې افغانستان ته له پاکستانه تلليو غیر واکسین شويو افغان ماشومانو په دې هېواد کې د پولیو د خپرېدو خطر ډېر کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، له پاکستان څخه افغانستان ته د افغانانو بېرته ستنېدنې د پولیو ویروس د خپرېدو په برخه کې هغه ننګونې نورې هم پیاوړي کړي چې دا هېواد ورسره له وړاندې مخ و.

د دې سازمان "د پولیو د له‌منځه‌وړو بېړنۍ کمېټې" په خپله ۳۸مه غونډه کې له دې ننګونو یوه یې، له پاکستانه افغانستان ته د غیر واکسین شویو افغان ماشومانو ستنېدنه بللې چې د دې کمېټې له قوله؛ په دې هېواد کې یې د پولیو ویروس د خپرېدو خطر ډېر کړی دی.

د دې کمېټې په اعلامیه کې چې د روغتیا نړیوال سازمان پرون خپره کړې راغلي، له پاکستانه افغانستان ته وروستیو کې د ستنو شویو نږدې ۶ لکه افغانانو په منځ کې ۲ لکه غیر واکسین شوي ماشومان شته چې "د پولیو د له‌منځه‌وړو بېړنۍ کمېټه" یې د دې ویروس د مخنیوي په برخه کې د سیمه‌ییزو لاس‌ته راوړنو پر وړاندې لوی ګواښ بولي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، داسې شواهد شته چې د ۲۰۲۳م کال په وروستیو کې د افغانستان دننه د پولیو ځینې داسې ډولونه کشف شوي چې له پاکستانه د ستنېدونکو افغانانو له‌خوا افغانستان ته انتقال شوي دي.

ارشیف: په ننګرهار کې واکسیناتورانې د پولیو ضد کمپاین پر مهال
ارشیف: په ننګرهار کې واکسیناتورانې د پولیو ضد کمپاین پر مهال

د پولیو د له‌منځه‌وړو بېړنۍ کمېټې په دې هم اندېښنه ښودلې چې په افغانستان او پاکستان کې د وحشي پولیو ویروس ډول "WPV1" د پام وړ پرمختګ کړی او ترڅنګ یې دا ګواښ د افغانستان له ختیځه ټول هېواد په ځانګړي ډول کابل، بلخ او جنوبي ولایتونو ته خپرېدو او ډېرېدو په حال کې دی.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان او د دې وزارت د پولیو د له‌منځه‌وړو د ملي بېړني عملیاتي مرکز مسوول نېک ولي‌ شاه مومن دې اندېښنو ته د ځواب ویلو لپاره د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

بل‌خوا د پولیو او ساري ناروغیو د کنټرول کارپوه کمال شاه سید افغانستان و پاکستان ته د افغانانو تګ و راتګ د پولیو ویروس د انتقال په برخه کې لوی خطر بولي او اندېښنه ښيي که د واکسین ورکولو یو منظم میکانیزم جوړ نه‌شي، احتمال شته چې دا ګواښ لا ډېر جدي شي.

هغه وویل: "په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه‌ وړلو پروګرام له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو لپاره باید ځانګړې برنامه ولري. دوی چې کومو سیمو ته سفر کوي، یا هم چېرې ځای پر ځای کېږي، هلته که چېرې دوی د واکسین کمپاین پلانوي، نو دا کسان باید له دوی سره په لېست کې وي، څو هلته له واکسین پاتې نه‌شي. یا هم تر هغه چې دوی په کمپ کې اوسي او څو خپلو سیمو ته انتقالېږي، باید په دوامداره توګه واکسین شي."

ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې د پولیو ۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې په ختیځ ننګرهار کې دي.

په همدې حال کې د پولیو د له‌منځه‌وړو بېړنۍ کمېټه وايي، دوی هڅه کوي چې د واکسین له لارې د پولیو ګواښ راکم کړي.

د دې کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان و پاکستان کې د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ تر جون میاشتې پورې لږ تر لږه ۱۷۵ میلیونه دوزه واکسین د تطبیق لپاره پلان شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG