د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

په یوه ۳۰ میاشتني پاکستاني ماشوم کې د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې


ارشیف: په پاکستان کې یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: په پاکستان کې یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په یوه ۳۰ میاشتني ماشوم کې د ګوزڼ یا پولیو مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د پاکستان چارواکي وایي، د ګوزڼ دا مثبته پېښه د بلوچستان ایالت په ډېره بګټي ښار کې ثبت شوې ده.

د پاکستان د روغتیايي چارو ملي مرکز پرون پنج شنبه په یوه بیان کې وویل چې ګوزڼ وهلی ماشوم فلج شوی دی.

ډېره بګټي د بلوچستان ایالت له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۳۶۰ کېلومتره لیرې جنوب ختیځ لوري ته پروت ښار دی.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د پاکستان په بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا کې او د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شو چې د مارچ تر پیله روان و.

په پاکستان کې د پولیو د ختمولو پروګرام مشر ډاکتر شهزاد بېګ ویلي چې په ډېره بګټي کې د پولیو د وایروس د موندل کېدو لامل معلوموي.

د پاکستان چارواکو د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په پای کې د خيبرپښتونخوا د پېښور، د بلوچستان د چمن او د سند د کراچۍ د کیماړۍ او حیدراباد په ناولیو یا ناپاکو اوبو کې د ګوزڼ د وایروس د نمونو د موندلو خبر ورکړی و.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازېني هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ویروس ختم شوی نه دی.

په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې له ډلې یې څلور ماشومان د خیبرپښتونخوا او دوه د سند اوسېدونکي وو.

په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو، خو سږکال تر اوسه په افغانستان کې کومه مثبته پېښه ثبت شوې نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG