د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

۲۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین؛ طالبان: ۷.۶ میلیونه ماشومان به واکسین شي


ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یوانځور
ارشیف: په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین له کمپاینه یوانځور

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په یوه استول شوي ویډیويي پیغام کې ویلي، په دغه څلور ورځني کمپاین کې به ۷.۶ میلیونه له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسین شي.

هغه وویل: "موږ د کورنیو، د ټولنې د مشرانو، قومي سپين‌ږيرو او د ديني عالمانو په ګډون له ټولو افغانانو غواړو چې په‌دې مبارزه کې له موږ سره یوځای شي ترڅو زموږ د ماشومانو ژوند وژغورل شي. پوليو يوه ويروسي ناروغي ده چې يوازې د واکسين له لارې يې مخه نيول کېداى شي. دا ویروس د دایمي فلج یا د ماشومانو د مړینې لامل کېږي. موږ له ټولو خلکو څخه غواړو چې خپلو ماشومانو ته د واکسین په ورکولو سره هغوی له‌دې ویروس وژغوري، په ګډه کولای شو چې د پولیو له ویروسه پاک افغانستان ولرو."

بل خوا په افغانستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو بنسټ چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف له‌خوا یې ملاتړ کېږي، له کورنیو غوښتي چې د خپلو ماشومانو د واکسین په برخه کې له واکسیناتورانو سره مرسته وکړي.

ارشیف: په کندهار کې د واکسین کمپاین څخه یو انځور
ارشیف: په کندهار کې د واکسین کمپاین څخه یو انځور

یو شمېر هغه کورنۍ چې د دوشنبې په ورځ یې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړی، له نورو کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو د ساتنې مسوولیت پر غاړه واخلي.

د کابل اوسېدونکې لینا په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "نن واکسیناتوران راغلل، هغوی له موږ څخه وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین کړو. زه پنځه ماشومان لرم، چې درې یې تر پنځو کلونو کم عمره دي، هغوى مې واکسین کړل. زه له نورو کورنیو هم غوښتنه کوم چې خپل ماشومان واکسین کړي ترڅو د پوليو له ناروغۍ وژغورل شي."

د کابل بلې اوسېدونکې مرجان وویل: "زه پخپله یو دوه‌ نيم کلن ماشوم لرم، موږ هغه ته په منظم ډول ټول واکسينونه کړي دي. زه له کورنیو غواړم چې د واکسین کولو په برخه کې جدي ووسي. ځینې کورنۍ د پولیو واکسین نه‌کوي ځکه دوی وېره لري چې دا د دوی ماشومانو ته زیان ونه رسوي، مګر زه غواړم چې دوی خپل ماشومان واکسین کړي ځکه چې دوی زموږ راتلونکې سرمایه ده."

زهرا چې په کابل کې د پولیو د واکسین د تطبیق یوه کارکوونکې ده، وايي چې سره له‌دې چې د خلکو له‌خوا د پولیو د واکسین د کمپاین د بیا پیلېدو هرکلی شوی، خو ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو د واکسین کولو مخالفې دي.

هغې وویل: "زه د واکسین یو کارکوونکې یم، په شپږمه ناحیه کې کار کوم. د خلکو چلند توپیر لري، ځینې یې ښه چلند کوي. خو ځینې یې ډېر بد چلند لري، موږ ته اجازه نه راکوي چې د هغوی ماشومان واکسین کړو، خو په ټوله کې ویلای شو چې د خلکو هرکلی ښه دی."

د افغانستان لپاره د پولیو د له‌منځه وړلو بنسټ د معلوماتو له‌مخې، روان کمپاين په کابل، کندز، تخار، بغلان، نورستان، کنړ، لغمان، پروان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، زابل، ارزګان، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه او هرات کې پيل شوی دی.

د پوليو واکسين دغه کمپاين په‌داسې حال کې پيل شوى چې له پاکستان څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو جبري ايستلو سره په افغانستان کې د پوليو د ناروغۍ د زياتوالي په اړه اندېښنې زياتې شوي دي.

که څه هم د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې، خو په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ټولې د پاکستان ګاونډي ولایت ننګرهار اړوند وې.

د نړیوالو روغتیايي سازمانونو د راپورونو له‌مخې افغانستان او پاکستان دا مهال په نړۍ کې یوازېني هغه دوه هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ وهلو يا پولیو په‌کې له‌منځه نه‌ده تللې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG