د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ پر ضد د واکسین کمپاین پیلیدو اعلان


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

له پوليو څخه د پاک افغانستان سازمان د يک‌شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دوشنبې په ورځ به د افغانستان په شلو ولايتونو او د هرات په ځينو برخو کې د پوليو واکسين کمپاين پيل شي.

په همدې حال کې ځینو سیمه‌ییزو رسنیو د طالبانو د سیمه‌ییزو مسؤلينو په حواله خبر ورکړی، چې دغه کمپاین په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې پیل شوی او ۷ ورځې به دوام وکړي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونېسف) مسوولينو د پولیو د واکسین د کمپاین د دغه پړاو د جزییاتو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو له پوليو څخه د پاک افغانستان سازمان له خلکو غوښتي چې خپل تر پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان واکسين کړي.

یو شمېر هغه کورنۍ چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین په تطبیق کې پاتې راغلي او اوس یې ماشومان د ګوزڼ په ویروس اخته شوي، له نورو کورنیو غواړي چې خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي.

د پروان ولايت اوسېدونکې شکريه چې لس کلن زوى عصمت يې د واکسين د نه اخيستو له امله په يوه پښه فلج شوی، وايي چې مېړه يې ماشومانو ته د پوليو واکسين د تطبيق اجازه نه ورکوله.

هغې ازادي راډيو ته وويل:

"موږ په ليرې پرتو سيمو کې وو، واکسين په کابل او نورو ولايتونو کې کېده، سړی مو بدخوی و، زه يې نه پرېښودم چې ماشوم واکسين ته يوسم، ډاکټر ته يې يوسم، که مو واکسين کړی وای اوس به ښه و، پښه به يې دا ډول نه کېده. نو ماشومان واکسين کړئ چې دا ډول نه‌شي، دا مو پرېښود پښه يې دا ډول شوه."

د روغتیا نړیوال سازمان مخکې په‌دې اړه ویلي وو، په افغانستان کې هغه چې خپلو ماشومانو ته له واکسین کولو ډډه کوي د پولیو د ویروس په خپرېدو کې ونډه لري.

دغه سازمان په افغانستان کې د پوليو د مثبتو او د چاپېريالي نمونو د زياتوالي په اړه اندېښنه ښودلې.

د پوليو د له‌منځه وړلو کمېټې له ۳۷مې بېړنۍ ناستې وروسته د روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر په ۲۲مه په يوه اعلاميه کې وويل، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د چاپېريال ۴۶ مثبتې نمونې ثبت شوي چې ډېرې يې په ننګرهار او کونړ کې وې، خو په دې وروستيو کې د چاپېريال مثبتې نمونې په کابل، زابل، کندهار او بلخ کې ولايتونو کې هم ثبت شوي دي.

له کورنیو غوښتل شوي چې خپل کم عمره ماشومان د ګوزڼ پر ضد واکسین کړي
له کورنیو غوښتل شوي چې خپل کم عمره ماشومان د ګوزڼ پر ضد واکسین کړي

دغه سازمان زیاته کړې چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د پولیو د واکسین د کمپاین کیفیت ښه شوی، خو په جنوبي سیمو کې پرله‌پسې ننګونې موجودې دي او په ۲۰۲۳ کال کې د کمپاینونو په ترڅ کې نږدې ۲۰۰ زره ماشومان واکسين ته له لاس‌رسي څخه بې‌برخې وو.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه شان اندېښنه ښودلې چې له پاکستانه د افغان کورنیو په راستنېدو سره به د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شي.

که څه هم له‌دې وړاندې د یونېسف ادارې او د طالبانو د حکومت مسؤلينو ویلي وو چې په دروازو کې روغتیايي ټیمونه له پاکستانه د راستانه شویو کورنیو له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي، خو له پاکستانه راستنې شوې یو شمېر کورنۍ ادعا کوي چې له پولې د را اوښتو پر مهال يې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه‌دی ورکړل شوی.

د دوی له ډلې فضل مولا ازادي راډيو ته وويل:

"دلته زما يو ماشوم چې ناروغ و، کلينيک ته مې وړی و، هلته يې واکسين کړ، خو هلته (تورخم دروازه) کې نور ماشومان واکسين نه‌شول، يوازې دلته مې يو ماشوم واکسين شو، نور ټول پاتې دي."

تر دې وړاندې له پاکستانه راستانه شویو یو شمېر نورو کډوالو ویلي وو چې د دوی ماشومانو ته د پوليو ضد واکسین تطبيق شوی دی.

د راپورونو له‌مخې، دا مهال افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو مثبتې پېښې په‌کې شته، چې له‌دې جملې څخه یوازې سږ کال د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG