د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

ډبلیو‌ایف‌پي: په افغانستان کې د فعالیتونو د دوام لپاره کابو ۷۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لرو


ارشیف: په ارزګان کې د ډبلیوایف‌پي له لوري پر اړمنو د مرستو له بهیره یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې د ډبلیوایف‌پي له لوري پر اړمنو د مرستو له بهیره یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره په راتلونکو شپږو میاشتو کې کابو ۷۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د کالني راپور له خپریدو وروسته د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانانو ته د مرستو لاس اوږد کړي.

په افغانستان کې د دې ادارې د ارتباطاتو یوه مسوول ضیاالدین ساپي د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل چې حاضردمه نژدې ۱۶ میلیون تنه په دغه هېواد کې نه پوهېږي چې د یوه وخت خواړه به له کومه کوي.

ده زیاته کړه: "په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام تقریباً په یوه تشه زېرمه کار کوي او د شپږو میاشتو په مخه د خپلو ټولو پروګرامونو لپاره ۶۰۷ میلیون ډالرو ته اړتیا لري. له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستلو پر موجودې لوږې په دغه هېواد کې د لوږې یو بل بحران زیات کړی دی. د خوړو نړیوال پروګرام او زموږ شریکان له راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې لپاره په پولو کې دي او د تېر کال په شان کورنیو ته د قوي انرژۍ لرونکي بسکېټ او نغدې پیسې ورکوي."

ساپي د خپلو خبرو په دوام کې وویل، د خوړو نړیوال پروګرام له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې له څه باندې ۳۱۴زره راستنو شویو سره، چې کابو ۳۵ زره کورنۍ وې، مرسته وکړه.

ارشیف: په خوراکي توکو بار د ډبلیوایف‌پي موټرې چې د افغانستان یوې لرې پرتې سیمې ته روانې دي.
ارشیف: په خوراکي توکو بار د ډبلیوایف‌پي موټرې چې د افغانستان یوې لرې پرتې سیمې ته روانې دي.

پاکستان د تېر کال په نومبر کې د بې اسناده افغان کډوالود ایستلو لړۍ پیل کړه او د سږ کال د روان اپرېل له پنځلسمې یې د کارت لرونکو کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.

پاکستان وايي چې په لومړي پړاو کې ۵ لکه ۳۶زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شول.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کالني راپور کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري ستنولو او طبیعي پېښو په شمول ګڼو ستونزو ته په اشارې له افغانستان سره د نړیوالو د دوامدار ملاتړ او مشارکت پر اړتیا ټینګار شوی دی.

په دې راپور کې چې پرون خپور شو، راغلي چې اکثره افغانان د خوړو، دارو درملو او سپرپناه وس نه لري او له سختې لوږې سره مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG