د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

د یوې نوې سروې موندنې: افغان اړمنو ته نغدي مرستې، د مرستو تر نورو بڼو اغېزناکې دي


له ارشیفه د نغذي مرستو یو تصویر
له ارشیفه د نغذي مرستو یو تصویر

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، په افغانستان کې له خلکو سره د نغدو پیسو د مرستو په اړه د یوې مرستندویه ټولنې له خوا د ترسره شوې سروې موندنې د دغو مرستو اغېزمنتوب په ډاګه کوي.

دغه سروې د iMMAP په نوم د یوه غیرانتفاهي سازمان له خوا چې د بشري مرستو او د پراختیایي خدماتو د موسسو د مدیریت لپاره معلومات چمتو کوي، ترسره شوې ده.

په دې اړه په ریلییف وېب کې پرون دوشنبې په خپاره شوي راپورکې ویل شوي چې دغه سروې چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې شوې، د خلکو پرهوساینې د نغدې مرستو مثبت اغېز ښيي، خو په عین حال کې د اساسي اړتیاوو په پوره کولو کې د پام وړ تشو ته هم ګوته نیسي؛ په ځانګړې توګه د خوړو، روغتیاپالنې او تعلیم په برخو کې.

د دې سروې یوه مهمه موندنه په ژمي کې د تودوخې د امکاناتو نشتوالي یوه لویه ستونزه بلل شوې چې له خلکو سره د مرستو اړتیاوې یې لا زیاتې کړې دي.

ارشیف
ارشیف

دغه سروې د نغدي مرستو د بڼې او دوام لپاره پر یو لړمواردو او هم په دې برخه کې پر شفافو طرحو ټینګار کوي.

همدارنګه ویل شوي چې د امنیت، ښې ګټې اخیستنې او د خصوصي حریم د خوندیتوب په اړه اندېښنې د دې اړتیا رامنځ ته کوي چې د نغدو پیسو د توزیع لپاره مېکانیزمونه پیاوړي او ښه شي.

د پکتیا په پوهنتون کې د اقتصاد پخوانی استاد جانداد جهاني وایي، دغسې سروې ګانې چې په نورو هېوادونو کې هم ترسره شوې، ورته نتیجې یې درلودلې دي.

" په نورو هېوادونو کې هم موږ ورته نتیجې درلودې، ځکه د کورنیو اړتیاوې او لومړیتوبونه سره توپیرلري، نو د موادو د مرستو په نسبت د نغدو پیسو مرستې بهتره دي. دا ځکه چې د هرې کورنۍ ضرورتونه فرق کوي، ښایي د یوې کورنۍ لپاره غنم او وریجې لومړیتوب ولري، خو د بلې هغې لپاره لوبیا، غوړي یاهم دې ته ورته نورمواد."

د ښاغلي جهاني په باور، دغه سروې د بشري مرستو د موسسو لپاره چې پراړو کسانو مرستې وېشي، ځینې وړاندیزونه کوي چې پالېسۍ جوړوونکي باید هغو ته پام وکړي.

افغانستان کې یوه لویه برخه کورنۍ دا مهال د نړیوالو په بشري مرستو خپل ژوند تامینوي
افغانستان کې یوه لویه برخه کورنۍ دا مهال د نړیوالو په بشري مرستو خپل ژوند تامینوي

دغه سروې په دودیز ډول د مرستو د پروګرامونو،د اړیکو د پیاوړتیا د ستراتېژیو، د مدغم شویو خدمتونو د ملاتړ او د پیاوړي امنیتي اقداماتو سپارښتنې کوي.

همدارنګه ویل شوي چې د مسقیمو مرستو ترڅنګ مهمه ده چې د اقتصاد د پیاوړتیا نوښتونه هم په کار واچول شي.

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP دوه اوونۍ وړاندې وویل چې په تېره حوت میاشت کې یې په افغانستان کې له شپږملیون کسانو سره د نغدو پیسو یا خوړو مرسته کړې ده.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، په افغانستان کې ۲۴ ملیونه کسان سږم کال بشري مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG