د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

چارواکي: افغانستان کې د معتادینو د درملنې ځینو مرکزونو ته خوراکي مواد نه‌رسېږي


ارشیف، د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې یو شمېر معتادین
ارشیف، د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې یو شمېر معتادین

د طالبانو په لاس د افغانستان د ډېری ولایتونو له نيولو سره سم، په عمومي ځايونو کې لږ معتادين ليدل کېږي، خو ډېری معتادين له خلکو ګوښه پټ نشه‌يي مواد پيدا کوي او د پخوا په شان خپلې نشې کوي.

د نيمروز د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونو مسؤل خليل کاظمي وايي، که څه هم په ښار کې لږ معتادين تر سترګو کېږي، خو دوی په خپلو مرکزونو کې د ماشومو، نارينه‌وو او ښځينه معتادينو درملنه له سره پيل کړې ده.

دی زیاتوي: "زموږ روغتونونه، د مشورو ورکولو برخه، د ماشومانو او ښځينه معتادينو د درملنې روغتونونه د پخوا په شان فعال دي، البته دا بدلون راغلی دی چې بې‌سرپناه معتادين لږ شوي، خو اداري او مالي ستونزې لرو."

که څه هم له ۲۰۲۱ ميلادي کال راهيسې د معتادينو د درملنې په برخه کې بهرنۍ مرستې په ۱۰۰ کې ۸۰ کمې شوي، خو له افغانستان څخه د ډېری مرستندویه او خيريه ټولنو له وتلو سره سم دا اندېښنې پيدا شوي چې دا مالي مرستې به يو مخ بندې شي.

په ورته وخت کې، د افغانستان په لوېديځو ولايتونو کې د معتادينو د درملنې مرکزونه د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي او نه‌شي کولای چې د اړتیا وړ شمېر معتادین بستري کړي.

هرات کې په نشه‌یې موادو اخته یو شمېر ماشومانو د درملنې مرکز
هرات کې په نشه‌یې موادو اخته یو شمېر ماشومانو د درملنې مرکز

د دې مرکزونو ځيني چارواکي وايي، هغه شرکتونه چې پخوا به‌يې دې روغتيايي مرکزونو ته خوراکي مواد رسول اوس‌يې د پيسو نه‌ورکولو له ډاره د خوراکي موادو رسولو بهير ټکنی کړی او په ځينو مرکزونو کې يې بېخي په ټپه درولی دی.

د فراه ولایت د معتادينو د درملنې سل بستريز روغتيايي مرکز مسؤل نصير احمد هبت ازادي راډیو ته وويل، د خوراکي موادو د کمښت ترڅنګ دوه مياشتې کېږي چې د دوی کارکوونکو معاشونه نه‌دي اخیستي او له مالي پلوه له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ښاغلی هبت وايي: "زموږ اوسنۍ ستونزې دا دي چې غذايي مواد نه‌لرو، ځکه چې بانکونه تړلي دي، پيسې نه‌شته او زموږ کارکوونکو ته د دوو مياشتو معاشونه نه‌دي رسېدلي چې دا زموږ د کار په لاره کې یو لوی خنډ دی. زموږ هغه ناروغان چې درملنې ته ډېره اړتیا لري، د زهر ایستلو په پړاو کې دي، درملنه‌يې په عادي ډول کېږي."

د عامې روغتيا وزارت نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو رياست د معلوماتو له مخې، د يوه معتاد درملنه ۴۵ ورځې وخت نيسي او ۲۰ زره افغانۍ لګښت ورباندې راځي.

د يادونې وړ ده چې دا مهال په افغانستان کې د معتادينو د درملنې تر ۸۰ ډېر مزکرونه فعاليت لري او تقريباً د ۴۰ زرو معتادينو درمنله کوي.

د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې یوه افغان معتاد
د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې یوه افغان معتاد

د هرات ولايت د عامې روغتيا رياست نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو پروګرام امر زمری حسين وايي، هغه شرکتونه چې له موږ سره د خوراکي موادو په برخه کې قرارداد لري د خپلو پيسو ترلاسه کولو په اړه اندېښنه لري، له همدې امله‌يې د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونو ته د خوراکي موادو لېږل ځنډولي دي.

ښاغلي حسین وویل: "هغه قرارداديان چې دې روغتون ته غذايي مواد راوړي دا اندېښنه لري چې پيسې به‌يې څوک ورکوي؟ له همدې امله زموږ روغتونونه چې څومره ځای لري په هغه اندازه ناروغان نه‌شي بستري کولای، وجه‌يې د همدې غذايي موادو نشتوالی دی، بله ستونزه نه‌لرو، کارکوونکي مو خپلو وظيفو ته حاضر دي."

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په نړۍ او افغانستان کې معتادين په چټکۍ سره ډېرېږي، د طالبانو مقام په دې اړه په خپل تازه غبرګون کې ويلي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې برياليتوب به د نړیوالې ټولنې د مرستو په دوام پورې تړلی وي.

د دغې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG