د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

افغان چارواکي: یوه معتاد ته هم د کرونا ضد واکسین نه دی شوی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

تر اوسه پورې افغانستان ته د يوه ميليون په شااوخوا کې د کرونا ضد واکسينونه رسېدلي او د واکسين د لږوالي له امله دا واکسين تر ډېره بريده هغو خلکو ته ورلګول شوي چې د کرونا په مقابل کې يې مقاومت کم دی.

معتادين چې د نشې له امله يې روغتيايي وضعيت ښه نه دی او د کرونا په ګډون د ډېرو ناروغیو په مقابل کې يې د وجود مقاومت کمزوری دی، تراوسه پورې يوه معتاد ته هم د کرونا ضد واکسين نه دی ورلګول شوی.

د عامې روغتيا وزارت نشه يي موادو غوښتنې کمولو رئیس ناصر شريفي وايي چې د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونو ټولو کار کوونکو ته د کرونا ضد واکسینونه ورلګول شوي دي، خو کله چې يې نور امکانات وموندل، نو بستري شوېو معتادينو ته به هم دا واکسين ور ولګوي.

شريفي وايي چې د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونو ټولو کار کوونکو ته د کرونا ضد واکسینونه ورلګول شوي
شريفي وايي چې د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونو ټولو کار کوونکو ته د کرونا ضد واکسینونه ورلګول شوي

ښاغلي شریفي زیاته کړه: "په ډېری ولايتونو کې زموږ هغه کار کوونکي چې د معتادينو د درملنې په روغتونونو کې کار کوي هغوی واکسين شوي دي، کابل ولايت کې هم زموږ د روغتيايي مرکزونو ډېری کار کوونکي واکسين شوي دي، د مهالوېش له مخې به نورو ته هم واکسين ورلګول کېږي. په دوهمه درجه کې به هغو معتادينو ته واکسين ورلګول کېږي چې نور متممه اعراض ولري، که امکانات مو په واک کې وو بیا به نورو معتادينو ته هم د مهالوېش سره سم واکسین ورلګول کېږي."

د خوړو نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، هغه خلک چې د کرونا پر وړاندې يې د وجود مقاومت کم وي، د سږي، پښتورګو، تور ژيړي او شکرې ناروغۍ لري.

د معتادينو د درملنې بنسټونو څېړنې ښيي چې دغه ډول ناروغۍ معمولاً د نشې له امله خلکو ته پيدا کېږي، له همدې امله د معتادینو د وجود مقاومت د کرونا پر وړاندې کم دی.

ښاغلي ميوندوال زیاته کړه، معتادين او هغه څوک چې د معتادينو د درملنې په روغتيايي مرکزونو کې کار کوي بايد واکسين ور ولګول شي
ښاغلي ميوندوال زیاته کړه، معتادين او هغه څوک چې د معتادينو د درملنې په روغتيايي مرکزونو کې کار کوي بايد واکسين ور ولګول شي

د معتادينو د درملنې متخصص ډاکټر بريالی ميوندوال وايي چې نه يوازې دا چې معتادین د کرونا پر وړاندې مقاومت نه لري، بلکې هغوی نور خلک هم په دې ناروغۍ اخته کوي، ځکه نو بايد د معتادينو د درملنې مرکزونو کار کوونکي او معتادين تر نورو مخکې واکسين کړل شي.

ښاغلي ميوندوال زیاته کړه: "معتادين او هغه څوک چې د معتادينو د درملنې په روغتيايي مرکزونو کې کار کوي بايد واکسين ور ولګول شي، ځکه چې د دوی د وجود معافیت کمزوری دی او دوی وروسته نورو خلکو ته د کرونا ناروغي ور انتقالولي. څرنګه چې يوې او بلې خوا ته ګرځي، هرځای اوسېږي او په مجموع کې يوه تيته او شيندلې ډله ده، ځکه نو په اسانۍ سره کولای شي چې دا ناروغي نورو ته ورانتقال کړي. "

د دې ترڅنګ چې د معتادينو د وجود مقاومت د کرونا پر وړاندې کمزوری دی، د معتادينو ډله ييزه نشه او د نشې وسايل په ګډه استعمالول د دې سبب کېږي چې د کرونا ناروغي د دوی ترمنځ په چټکۍ سره خپره شي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې په تازه راپور کې راغلي چې معتادين په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د ايډز د ناروغۍ تر ټولو لوی عاملين بلل شوي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه ددې تړوني په کېکاږلو سره اوریدلی هم شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG