د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

ځینې روږدي مېرمنې له درملنې وروسته له روږدو مېړونو سره ګډ ژوند نه کوي


یو شمېر روږدې مېرمنې
یو شمېر روږدې مېرمنې

روږدي مېرمنې له درملنې وروسته له روږدو مېړونو سره ګډ ژوند نه کوي. ازادي راډیو هغه مېرمن چې نشه یې پریښي خپل مستعار نوم ګلالۍ ښيي وایي چې له دوو کالو راهیسې به یې د نشې پرېښودلو هڅه کوله، خو مېړه به یې د درملنې مخ نیوله.

دا وايي چې څو ځله يې نشه پرېښودله، خو مېړه يې بېرته په نشو اخته کړه.

اوس چې ګلالۍ نشه پرې ایښې او روغه شوې ده وايي چې دا ځل يې هوډ کړی چې له مېړه څخه جلا شي او د خپلو اولادونو روزنه او پالنه وکړي: "ما خپله پرېکړه وکړه چې نشه پرېږدمه. لومړی مې مېړه نشه پیل کړه، وروسته یې ماته لږ لږ نشه يي مواد راکړل او زه یې هم ورسره معتاده کړمه. دا چې دوه اولادونه لرمه، خپله مې د نشې پرېښودلو پرېکړه وکړه، مېړه مې نه غواړي چې نشه پرېږدي، دوه ځله بستري کړ، خو کله چې له روغتونه رخصت شي، بېرته نه شې ته مخه کړي، څو چې سم جوړ نه شي، ګډ ژوند نه شم ورسره نه کولی."

ځینې روږدې مېرمنې وايي، کله چې نشه پریږدو، خاوند راته 'شیطان' شي

د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې له معتادو مېرمنو سره د مرکو پر بنسټ څرګنده شوې چې ډېری معتادې ښځې خپلو مېړونو له دې ډاره په نشو اخته کړي چې ورڅخه جلا نه شي او له دوی سره پاتې شي.

ډاکټران وايي چې نارینه معتادین ځکه خپلې ښځې په نشو اخته کوي چې راتلونکي کې د دوی د نشو مخه ونه نيسي او دوی په خوندي ډول نشه وکړي.

په دې اړه ډاکټره ماه رخ صافۍ وايي چې د معتادو ښځو له درملنې وروسته د هغوی معتاد مېړونه هڅه کوي چې بېرته ورسره يوځای شي او د دې تر څنګ غواړي چې هغوی په زور په نشو اخته کړي، همدا لامل دی چې ډېری معتادې مېرمنې له درملنې وروسته له خپلو مېړونو څخه طلاق غواړي.

اغلې صافۍ زیاتوي: "ډېری ښځې تداوي کېږي، بیا نشه نه کوي، خو مېړونه یې نشه نه پرېږدي او ښځې د طلاق غوښتنه ورنه کوي. کله چې موږ له دې ښځو پوښتنه وکړو وايي چې ما اوس نشه پرې ایښې او روغه شوې یمه، بېرته پر هغه لاره نه ځمه، نه غواړمه چې بیا بدمرغه شمه. مېړه مې نشه نه پرېږدي، که کور ته ورشم بېرته مې په زور په نشه اخته کوي."

د ډاکټرانو په وينا په ځینو حالاتو کې معتاد مېړونه خپلو معتادو مېرمنو ته طلاق ورکوي، خو له درملنې وروسته بېرته ورسره یوځای کېږي.

فاطمه له همدې معتادو مېرمنو څخه ده چې مېړه یې طلاقه کړې، خو مېړه يې نه يوازې دا چې نه غواړي بېرته ورسره یو ځای شي، بلکې غواړي چې په نشو يې هم اخته کړي.

نوموړې وايي: "زه چې کله معتاده شومه، مېړه مې له کوره ووت او د کور هرڅه یې خرڅ کړل. مور، پلار او د کورنۍ هېڅ غړی راسره نه و. هغه زه طلاقه کړمه، ما ته یې وویل چې لس ځله به دې ګوته واخلمه، ما ورته وویل چې ته یو معتاد یې، ماته پر طلاق خط باندې د معتاد د ګوتې لګول د منلو وړ نه ده. مېړه مې لس ځله ګوته را باندې ولګوله، کله چې مې نشه پرېښودله، مېړه مې بېرته راته شیطان شو، زه یې په سرای شمالي کې پیداکړمه او ماته یې نشه يي مواد راکړل."

دیني عالمان وايي، که کوم معتاد مېړه خپلې ښځې ته پر یوه وخت درې ځله طلاق ورکړی وي، په دې صورت کې له درملنې وروسته له هغې سره نه شي یو ځای کېدای.

په دې اړه مولوي احسان الحق حنفي وايي: " څوک چې خپله معتاد وي او یا یې مېرمنې معتاده وي او د اعتیاد له امله هغوی ته طلاق ورکړي، کله چې د دې مېرمنو درملنه وشي، بېرته ورسره یوځای کېږي. د اسلام مبارک دين په دې اړه وايي چې د معتادینو طلاق زجرا واقع کېږي، ځکه چې دوی چا په نشو نه دي مجبور کړي، بلکې په خپله خوښه یې نشو ته مخه کړې ده. پر دې اساس که څوک خپلې ښځې ته طلاق ورکوي، له رغېدلو وروسته یې مېړه ورسره د یوځای کېدلو حق نه لري. دا په دې شرط چې هغې ته یې درې طلاقونه ورکړي وي، داسې مېړونه حق نه لري چې خپلو مېرمنو سره یوځای شي."

نشه يي موادو د ګلالۍ او فاطمې په شان ډېرې مېرمنې له خپلو کورنيو جلا کړي دي، دغه ډول مېرمنې اوس دې ته چمتو نه دي چې له خپلو پخوانیو معتادو مېړونو سره ګډ ژوند وکړي.

له دې ډلې څخه ځینو مېرمنو له خپلو مېړونو څخه طلاق اخیستی او ځينې يې د اوسېدو ځای نه لري او له کړاونو ډک ژوند تېروي.

XS
SM
MD
LG