د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۶

ځینې زده‌کوونکې او ښوونکې د فولیک‌اسید ټابلېټونو په ترلاسه کولو نه دي بریالۍ شوي


ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسې زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونیزې ادارې تړلې دي.
ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسې زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونیزې ادارې تړلې دي.

يو شمېر نجونې زده کوونکي او ښځینه ښوونکي وايي، وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بنديز ولګاوه، دوی د فوليک اسيد ټابلېټونو په ترلاسه کولو نه دي بریالۍ شوي.

له شپږم ټولګي څخه پورته یو شمېر نجونې زده کوونکې او د ښوونځیو یو شمېر ښځینه ښوونکي وايي چې د طالبانو حکومت له‌خوا د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې د فولیک اسید ټابلېټونه نه دي ترلاسه کړي.

دوی وايي چې د دې ټابلېټونه کارول د دوی په بدن کې مثبت بدلون راوستی و.

د فولیک اسید ټابلېټ، د طبابت په نړۍ کې د نورو کارولو سربېره په مېرمنو او نجونو کې د میاشتني عادت له امله د کم خونۍ په مخنیوي کې مرسته کوي.

یوې زده کوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "له کله نه چې موږ ښوونځيو ته نه ځو، هغه ټابلېټونه نه خورو. په میاشتني عادت کې ځينې نښي نښانې زه په ځان کې وینم، د بیلګې په توګه سرګیچي لرم یا یوه توره پرده مې سترګو کې راخپره شي یا شونډې مو وچې شي. ډېر د کمزورۍ احساس کوو."

په تېر جمهوری نظام کې به د عامې روغتیا وزارت او ورسره همکارو بنسټونو یې د پوهنې وزارت په همکارۍ ښځینه زده کوونکو او د هغوی ښوونکو ته د فولیک اسید ټابلېټونه په وړیا ډول ویشل.

د هرات د یوه ښوونځي یوې ښځینه ښوونکې چې دې هم ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو په تړل کېدو سره دوی په دولتي روغتیايي مرکزونو کې هم دې درملو ته پوره لاسرسی نه لري.

یوه ښوونکې وايي: وروسته چې ټابلېټ خلاص شو بیا مې مراجعه وکړه، خو ومې نه شو کولای چې هغه درمل بیا لاسته راوړم.

هغه وايي: "ما په خپله له یوه دولتي کلینیک څخه واخیستل او یوه میاشت مې هغه ټابلېټ وکارول. فولیک اسید ټابلېټ ډېرې ښه پایلې درلودې زما په ځان کې یې ډېر بدلونونه راوستل. زه له هغو کسانو څخه وم چې فولیک اسید ټابلېټ ته مې اړتیا درلوده. وروسته چې ټابلېټ خلاص شو بیا مې مراجعه وکړه، خو ومې نه شو کولای چې هغه درمل بیا لاسته راوړم."

ډاکتران هم وايي چې ډیری ښځې او نجونې د میاشتني عادت له امله د وینې کمښت سره مخ کېږي چې د دې لپاره د فولیک اسید ټابلېټونو کارول اړین دي.

د نسايي او ولادي برخې متخصصه عاطفه بارکزۍ وايي، په ښځو او نجونو کې د میاشتني عادت له امله د وینې کمښت د عصبي اختلالاتو، بد خلقۍ، بې خوبۍ، د پښو او لاسونو سوړوالی، د نوکانو ماتېدل او د یو شمېر نورو ستونزو لامل کېږي.

هغې په دې اړه چې دا ستونزې د ښځو په بدن کې څنګه رامنځته کېږي، ازادي راډيو ته وویل: "د وینې کمښت د وینو د هموګلوبین کمښت یا د وینو د هموګلوبین یا د سره کرویاتو د کچې ټیټوالي ته ویل کېږي. د دوی کمښت د دې لامل کېږي چې د اکسیجن تبادله د وینو او انساجو تر منځ له ستونزې سره مخ شي او ممکن کاربن دای اکساید ذخیره پاتې شي او مکمل اکسیجن خلکو ته انتقال نه شي."

نوموړې ټينګار کوي چې په اوږدمهالي کې د نجونو او مېرمنو د روغتیا لپاره ښه ده چې اوس دوی د ډاکتر په سپارښتنې سره فولیک اسید ټابلېټونه له بازار تر لاسه او ورنه استفاده وکړي.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان څخه د شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښوونځیو له بندیز وروسته پر دوی د دغو ټابلېټونو د وېش پلان او څرنګوالي په اړه وپوښتي، خو نوموړي د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د تېر جمهوري نظام د عامې روغتیا وزارت مسوولانو په ۱۳۹۷ لمریز کال کې اعلان کړی و چې ۴٠ سلنه ښځې او نجونې د وینو له کمښت سره مخ دي.

د روغتیايي چارو کارپوهان اقتصادي بېوزلي او د مناسبې تغذیې نشتوالی په افغان ښځو او نجونو کې د وینې د کمښت یو له عامو لاملونو څخه بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د شمېرو له مخې، سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

له بلې خوا د بشري حقونو د څار سازمان په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي چې د بهرنیو مرستو کمښت او پر ښځو د طالبانو محدودیتونو، د افغانستان روغتیايي سیستم سخت زیانمن کړی او د میلیونونو خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو روغتیا یې له خطر سره مخ کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG