د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

یوناما: طالبان دې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه لیرې کړي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

ملګرو ملتونو تر شپږم ټولګي پورته د زده کوونکو نجونو د بې برخلیک حالت په باب بیا سخته اندېښنه وښوده او ټولو ته یې د برابر تعلیم غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پرون په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې د نوي تعلیمي کال له پیل سره، څه باندې ۹۰۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم راګرځول شوي او په پوهنتونونو کې یې هم تحصیل منع شوی دی.

یوناما د نجونو د تعلیم د محدودولو لپاره د طالبانو اقدام نه توجیه کېدونکی او ویجاړوونکی بللی او ویلي یې دي چې د سولې او سوکالۍ لپاره ټولو ته تعلیم مهم دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله، هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله، هیدر بار

له دې سره جوخت د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي چې یوه ټولنه نجونو ته له مساوي حق ورکولو پرته پرمختګ نه شي کولی:

" دوه- دوه نیم کاله کېږي چې افغان نجونې منځنیو ښوونځیو ته له تګ منع شوي دي. دوه نیم کاله کېږي چې هېڅ نجلۍ له ښوونځي فارغه شوې نه ده چې خپل خوبونه په واقعیت بدل کړي، دا چې ډاکټره شي، وکیله، قاضي، پېلوټه، انجنیره، یا هم د کمپیوټر د پروګرامونو جوړوونکې یا هم اختراع کوونکې شي."

شا وخوا ۹۵۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې نجونې تر شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم راګرځول شوي دي.

په همدې حال کې څه باندې یو کال کېږي چې په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو لوړې زده کړې منع اعلان شوې دي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف بي بي سي ته ویلي چې سږکال طالبانو منځنیو ښوونځیو ته د درې لکه او ۳۰زره نورو نجونو د تګ مخه هم ونیوله.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، په افغانستان کې نږدې څلور ملیونه زده کوونکي له ښوونځیو بې برخې دي چې ۶۰ فیصده یې نجونې دي.

پخوانی ولسمشر، محمد اشرف غني
پخوانی ولسمشر، محمد اشرف غني

بلخوا: پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د نوي کال په مناسبت په خپله پیغام کې ویلي چې د نجونو پر تعلیم باید لګول شوی محدودیت ختم شي:

" څه باندې ۱۰۰۰ ورځې کېږي، چې نجونې مو د علم له زده کړې چې د قران او د اسلام د ستر پیغمبر حکم دی، بې برخې پاتې دي. د دې حالت دوام د هېواد د راتلونکي لپاره زجر ورکوونکی او بربادوونکی دی، باید ژر تر ژره ختم شي."

طالبانو په وار- وار ویلي چې د اسلامي شریعت له مخې نجونو ته د تعلیم حق ورکوي او بله دا چې دا د دوی د استدلال له مخې، د افغانستان خپله داخلي موضوع ده او څوک دې مداخله نه په کې کوي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره یو اصلي شرط د بشري حقونو رعایت، په ځانګړي ډول نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار د حق ورکول یاد کړي دي.

څه باندې دوه نیم کاله کېږي چې د نجونو او ښځو پر تعلیم، تحصیل او کار لګول شوي محدودیتونه کم شوي نه دي، بلکې په ځینو مواردو کې زیات شوي هم دي. نجونې او ښځې لا هم له تعلیم، تحصیل، کار او ټولنیزو فعالیتونو راګرځول شوې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG