د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه او اقتصادي ستونزې؛ د کانکور ازموینې د چمتووالي ځینې مرکزونه تړل شوي


ارشیف: په هرات کې د کانکور ازموینې د چمتووالی یو مرکز
ارشیف: په هرات کې د کانکور ازموینې د چمتووالی یو مرکز

د کانکور ازموينې د چمتووالي د ځينو مرکزونو مسوولان وايي، د نجونو پر زده‌کړو د محدوديت له امله دغه مرکزونه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ان يو شمېر يې تړل شوي دي.

وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ وتړلې، نجونې زده‌کوونکې د کانکور په ازموينه کې له ګډون راوګرځول شوې او پوهنتونونو ته له تلو منع شوې، اوس د کانکور د چمتووالي د ځينو مرکزونو مسوولين وايي، د دوى زده‌کوونکي کم شوي دي او ان يو شمېر مرکزونه تړل شوي دي.

په کابل کې د 'روفي ساينسي علومو' په نوم د ښوونيز مرکز مسوول او ښوونکی عبدالواجد رادفر ازادي راډیو ته وویل، وروسته له هغې چې د کانکو په ازموینه کې د نجونو پر ګډون بنديز ولګېد، د دوی مرکز زده‌کوونکي او عوايد څلوېښت سلنه کم شول.

هغه وویل: "موږ په کال کې په عادي ډول شاوخوا زر او د ژمي په موسم کې ١٦٠٠ زده‌کوونکي درلودل، خو اوس چې له موږ سره نجونې نه‌شته، د ژمي په موسم کې يوازې زر تنه زده کوونکي لرو، چې په‌دې توګه زموږ عايد ۴٠ په سلو کې کم شوی دی، ځکه چې زموږ مرکز له يو ښه شهرت برخمن و، که څه هم دا زیان خورا لوی دی، تر يو ځای موږ دا زيان راګرځولی، مګر په ډېرو نورو مرکزونو کې د دوی تدریسي سیسټم په بشپړه توګه ګډوډ شوی دی."

ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د کانکور ازموینې د چمتووالی یو مرکز چې د طالبانو د بندیزونو له کبله اوس تړل شوی دی.
ارشیف: د افغانستان لوېدیځ کې د کانکور ازموینې د چمتووالی یو مرکز چې د طالبانو د بندیزونو له کبله اوس تړل شوی دی.

له بلې خوا د 'ایمل نعمت د ساينسي او انجينري زده‌کړو' په نوم د یو بل ښوونیز مرکز مشر اېمل نعمت نن ازادي راډيو ته وویل، د دوی په مرکز کې شاوخوا اویا سلنه زده کوونکې نجونې وې، چې د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له محدوديت وروسته، د دوی مرکز له اقتصادي ځوړتيا سره مخ شو او دوی اړ شول، چې ويې تړي.

هغه وويل: "له هغه وروسته چې نظام واوښت او بالاخره نجونو ونه‌شو کولی خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، زموږ ډېری زده‌کونکې نجونې وې، شاوخوا اویا سلنه او دا زموږ لپاره خورا ستونزمن و، په موږ باندې ډېر فشار و، موږ نه‌شوای کولی د کارکوونکو معاشونه او نور لګښتونه پوره کړو، او بالاخره موږ اړ شولو او خپل مرکز مو وتاړه."

هممهاله له زده‌کړو يو شمېر بې‌برخې شويو نجونو له ازادي راډیو سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي.

له ښوونځي څخه بې‌برخې شوې يوې زده‌کوونکې مهسا ازادي راډيو ته وويل: "زما هدف دا و چې ښوونځی پای ته ورسوم او د کانکور چمتووالی ووايم، بیا د کابل پوهنتون ته لاره پیدا کړم او ما باید د طب پوهنځی ويلی وای، ځکه چې زما ډېر علاقه وه، خو اوس‌مهال د طالبانو په واکمنۍ کې دا ډېره ستونزمنه او ناشونې ده، دا ډېره زړه بوږنونکې خبره ده چې موږ نجونې یو، نه‌شو کولای خپل یوازینی ارمان چې هغه زده‌کړې دي، پوره کړو."

د کابل پوهنتون د ټولنپوهنې د څانګې محصلې زهرا عادل ازادي راډیو ته وویل، طالبان نه‌شي کولای پر افغان ښځو او نجونو د تېر په څېر بېسوادي چې د افغان نجونو او مېرمنو غوښتنه نه‌ده، وتپي.

زهرا وايي: موږ غواړو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړو او غواړو چې خپلې ټولنې ته خدمت وکړو.

هغه وايي: "موږ نه غواړو چې دا یو ځل بیا پر افغانستان او افغان نجونو وتپل شي، موږ غواړو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړو او غواړو چې خپلې ټولنې ته خدمت وکړو."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بياځلي واکمنۍ سره سم، هغوی له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یې پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه.

دغه راز د طالبانو حکومت په ۲۰۲۳ کې افغان نجونې په کانکور ازموينه کې له برخې اخيستلو هم راوګرځولې.

هغه بندیزونه چې د افغانستان دننه او بهر یې توند غبرګونونه پارولي دي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو ویاندويانو په‌دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو مخکې یې ویلي وو، چې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د لیرې کولو لپاره د يوې کړن‌لارې د جوړېدو او د خپل مشر فرمان ته منتظر دي.

دا اندېښنې په‌داسې حال کې راپورته کېږي چې ملګري ملتونه سبا په دوحه کې د افغانستان په اړه د غونډې کوربه‌توب کوي، چې یوه مهمه موضوع یې د ښځو او نجونو د حقونو مسئله ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک مخکې ویلي وو چې، په‌دې غونډه کې به د افغان ښځو او مدني ټولنو استازي ګډون وکړي او د افغان ښځو غږ باید ياده غونډه کې واورېدل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG