د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

له زده کړو محروم کړای شوې ځینې افغان نجونې: یو کال مو په ډېرې ناهیلۍ تېر کړ


ارشیف: له زده کړو محروم کړای شوې نجونې د طالبانو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندامحمد ندیم خبرې اوري.
ارشیف: له زده کړو محروم کړای شوې نجونې د طالبانو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندامحمد ندیم خبرې اوري.

یو کال وړاندې په همدې ورځ د طالبانو حکومت په افغانستان کې پوهنتونونو ته د نجونو محصلانو پر تګ بندیز ولګاوه.

یو کال کېږي چې په افغانستان کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړل شوې دي.

د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۰مه د طالبانو حکومت د یوه فرمان په صادرولو سره د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز ولګاوه او اوس افغانستان یوازېنی هېواد دی چې نجونې په‌کې تر شپږم ټولګي پورته او لوړو زده‌کړو ته لاسرسی نه‌لري.

که څه هم د طالبانو د حکومت د هغه وخت د لوړو زده‌کړو وزارت له‌خوا په خپور شوي مکتوب کې ویل شوي وو چې دا بندیز به تر امر ثاني پورې وي، خو یو کال تېر شوی او ښځینه محصلانې لا هم پوهنتون ته د تګ لپاره د بل امر په تمه دي.

سپوږمۍ چې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي محصله وه، ازادي راډيو ته يې وویل، سږ کال یې په ناهيلۍ کې تېر کړی دی.

هغه وايي: "ما هڅه وکړه چې منفي فکرونه له ځانه لرې کړم او په خپلو کتابونو کې ځان مصروف کړم، خو کله چې مې ولیدل چې نارینه محصلین هره ورځ پوهنتون ته ځي او له موږ څخه مخکې دي، ما د ناهيلۍ احساس وکړ او بیا مې وویل، کاش چې زه نجلۍ نه وای."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ۲۰مه په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ۲۰مه په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې بندې کړې.

سعيرا چې د هرات د طبي پوهنتون محصله وه، وايي چې څه موده وړاندې يې ټولګيوال له پوهنتون څخه فارغ شول، خو دا له شپږو کلونو راهيسې پوهنتون ته له تلو وروسته په کور کې پاتې شوې ده.

هغې وویل: "کله چې زموږ هلکان ټولګيوال فارغ شول، ما د ناهيلۍ احساس وکړ. ما تل فکر کاوه چې کله فارغه شم، زه به د فراغت جامې اغوندم، ځکه چې هره نجلۍ همدا هيله لري چې د فراغت ځانګړې جامې واغوندي. دوی (طالبانو) موږ له‌دې هر څه بې‌برخې کړو."

دا وايي چې رواني روغتیا یې ښه نه‌ده، د درملنې لپاره ارواپوه ته تللې او د خپل راتلونکي لپاره هېڅ هیله نه‌لري.

ارزو د هغو نجونو له ډلې چې پوهنتون کې د نجونو محصلانو په وروستۍ ورځ يې خپل پايليک پای ته ورساوه وايي، خپله په‌دې وتوانېده چې فارغه شي، خو خور يې چې د ادبياتو پوهنځي په درېيم ټولګي کې وه، فارغه نه‌شوه.

هغه وايي: "شاید تاسو باور ونه‌کړئ، له هغې ورځې چې دوی اعلان وکړ چې سبا پوهنتون تړل کېږي، موږ د سهار له اتو بجو څخه تر مازدیګر تر ۵ بجو پورې د پايليک ټول کار پای ته ورساوه او اداري مراحل مو بشپړ کړل. زما خور بیا چې د دري ادبياتو په دریم ټولګي کې وه، سږ کال يې ټولګيوال فارغ شول، خو خور مې فارغه نه‌شوه."

په ورته وخت کې د هلکانو له ډلې يو محصل ازادي راډيو ته وویل، دی ډېر خواشینی دی چې نجونې له لوړو زده‌کړو بې‌برخې دي او په هېڅ صورت باید د پوهنتون دروازې د نجونو پر مخ ونه تړل شي.

هغه وايي: "موږ د طالبانو (اسلامي امارت) له مسؤلينو غوښتنه کوو چې د نجونو لپاره د لوړو زده‌کړو دروازې پرانیزي، ترڅو زموږ خویندې خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي."

د بشري حقونو د څار د ادارې د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار ازادي راډيو ته وویل، یو کال کېږي چې په افغانستان کې نجونې د لوړو زده‌کړو څخه بې‌برخې دي او تېر يو کال په‌دې هېواد کې د انجینرۍ، طب، حقوقو او په نورو برخو کې هيڅ نجلۍ نه‌ده فارغه شوې او دا لړۍ دوام لري.

د بشري حقونو د څار د ادارې د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار
د بشري حقونو د څار د ادارې د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار

بار وايي: "دا د حیرانتیا وړ خبره نه‌ده چې موږ د افغان نجونو د ځان‌وژنې راپورونه اورو. زه فکر کوم چې افغان نجونې او ښځې د طالبانو په واکمنۍ کې د خپل ژوند په لټه کې دي، خو دا د ټولو لپاره ناشونې ده چې دوام وکړي، ځکه چې د دوی ټول حقونه چې له ډلې يې ښوونځي، پوهنتون او تفريحي ځايونو ته تګ دی ټول ترې اخيستل شوي دي."

د مېرمن بار په باور، طالبان له خپل فکر او غوښتنو پرته د نورو د فکرونو او هیلو پروا نه‌کوي او د دغه بندیزونو زیان نه یوازې د نن بلکې د افغانانو د راتلونکي لپاره هم دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د کانکور ازموينې ته تر نيمايي ډېرې غوښتونکې نجونې وې او پوهنتونو ته د نجونو د تګ زمينه برابره وه.

په تېر جمهوري نظام کې د لوړو زده‌کړو وزارت پخوانی ویاند حامد عبیدي ازادي راډيو ته وویل، له زده‌کړو څخه د ټولنې له نیمايي څخه د زیاتو وګړو محرومول به ناوړه پایلې ولري.

په تېر جمهوري نظام کې د لوړو زده‌کړو وزارت پخوانی ویاند حامد عبیدي
په تېر جمهوري نظام کې د لوړو زده‌کړو وزارت پخوانی ویاند حامد عبیدي

هغه وويل: "له بده‌مرغه، دا محرومیت کولی شي ناوړه پایلې ولري. ښځې په ټولنه کې له اقتصادي پرمختګ څخه لیرې پاتې کیږي. دا حتی د ښځو پر ټولنیز ژوند اغېزه کولی شي."

طالبانو تر اوسه د نجونو پر مخ د پوهنتونو د دروازو د پرانيستلو په اړه څه نه‌دي ویلي او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو د دوی مسوولانو په تېرو دوو کلونو کې د نجونو د زده‌کړو او تحصيل په اړه بېلابېلې څرګندونې درلودې.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو له لوړو زده‌کړو څخه د نجونو د راګرځولو ترڅنګ یې تر شپږم ټولګي پورته هم نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړي او ښځې پرته له څو ادارو، په ټولو دولتي او نادولتي دفترونو کې له کار کولو منع شوي، دوی حق نه‌لري چې له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر وکړي، سينګارتونونو کې کار وکړي او همدارنګه تفریحي پارکونواو لوبغالو ته له تګ څخه هم منع شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG