د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د نوي تعلیمي کال پيل او له لومړنیو ښوونځیو پرته د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام


له ارشیفه د یوې افغانې زده کوونکې رسم شوی انځور چې له زده کړو د محرومیت له امله ژاړي
له ارشیفه د یوې افغانې زده کوونکې رسم شوی انځور چې له زده کړو د محرومیت له امله ژاړي

نن د ۱۴۰۳ ښوونیز کال لومړۍ ورځ ده.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت، نن د نوي کال د حمل په لومړۍ ورځ، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د ښوونځي زنګ په غږولو، د نوي ښوونیز کال پیل اعلان کړ.

په دې مراسمو کې چې د اماني په عالي لیسه کې ترسره شول، د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د ښځينه خبریالانو د نه ګډون غوښتنه کړې وه او د معارف ښځينه کارکوونکو او ښوونکو هم پکښې ګډون نه درلود.

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي په دې غونډه کې د عصري زده کړو په ګډون، د زده کړو د ارزښت ټینګار وکړ او وې ویل: " هغه ملت کې چې زده کړې نه وي تل به نورو ته اړ وي او نورو ته محتاج ملت هیڅکله خپلواک نشي کیدلای. له همدې امله موږ دې ته اړتیا لرو چې باید عصري علومو او ټکنالوژۍ ته هم لاسرسی ولرو."

نوموړي همداشان زیاته کړه چې په تېر ښوونیز کال کې شاوخوا ۱.۲ میلیون زده کوونکي ښوونځيو کې جذب شوي دي.

په دې مراسمو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانیستلو یادونه ونه شوه.

نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیلیږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو له بندیز څخه ۹۱۴ ورځې تېریږي.

حنفي:په تېر ښوونیز کال کې شاوخوا ۱.۲ میلیون زده کوونکي ښوونځيو کې جذب شوي دي.
حنفي:په تېر ښوونیز کال کې شاوخوا ۱.۲ میلیون زده کوونکي ښوونځيو کې جذب شوي دي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند‎، ودانت پتیل، د پرله پسې دریم کال لپاره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز په غبرګون کې وویل چې دا زړه ماتونکې او د اندېښنې وړ پرېکړه ده.

ښاغلي پتیل د سه شنبې په ورځ، په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: " د افغانستان اړوند سیاسي چارو کې زموږ مشارکت لپاره، له ښځو سره عادلانه چلند زموږ د یو له لوړو لومړیتوبونو څخه دی."

پتیل همداشان زیاته کړه: " موږ په دې باور یو چې دا هغه څه دي چې باید د طالبانو په نوم حکومت لپاره مهم وي، او موږ فکر کوو چې دا د دوی د بیان شوي غوښتنې لپاره، چې نړیواله په رسمیت پیژندنه ده، حیاتي دي. "

په ورته وخت کې له زده کړو بې برخې شویو یو شمېر نجونو ازادي راډيو سره په خبرو کې د نجونو پرته د نوي ښوونیز کال پیل په اړه خواشیني څرګنده کړه.

یو له دوی څخه، نیایش چې د اتم ټولګي زده کوونکې وه ازادي راډيو ته وویل: "زه ډيره خپه یم او د ناهیلۍ احساس کوم ځکه ما هم هیله درلوده چې د خپل ورور په شان ښوونځي ته ولاړه شم. ما د نوي ښوونیز کال لومړې ورځ ډېره خوښیده او ډيره په شوق به ورته چمتو کیدم."

په ورته وخت کې، د شپږم ټولګي زده کوونکې بهاره وايي که څه هم د نوي ښوونیز کال پیل لپاره ډیره خوشحاله ده، خو غواړي سږکال د ښوونځيو دروازې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ خلاصې شي څو دا اونورې نجونې وکولای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

"نن ډېره خوشحاله یم ځکه نن زموږ ښوونځی پیل شو. خو څومره چې خوشحاله یم خپه هم یم ځکه چې زه شپږم ټولګي کې یم او نه شم کولای اووم ټولګي ته ولاړه شم. هیله لرم چې ښوونځي خلاص شي او موږ وشو کولای چې تر دولسم ټولګي زده کړې وکړو."

د طالبانو حکومت په داسې حال کې د حمل لومړۍ ورځ، د نوي ښوونیز کال د پیل ورځ اعلان کړه چې تر دې مخکې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال، دا ورځ د نوروز او د حمل دویمه د بزګر د جشن په مناسبت عمومي رخصتي وه او د ښوونځي زنګ به د حمل په درېیمه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د لوړپوړو چارواکو په ګډون، و هل کېده.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG