د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

افغانستان کې روغتیايي ستونزې؛ ګلوبل‌فنډ د شاوخوا ۵ میلیون ډالرو مرسته تصویب کړې


ارشیف: په کابل کې د یوه روغتون څنډه
ارشیف: په کابل کې د یوه روغتون څنډه

یوه نړیوال مرستندوی بنسټ په افغانستان کې له روغتیايي سکټور سره د شاوخوا ۵ میلیونه امریکايي ډالرو د مرستې خبر ورکړ.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د روغتیايي ستونزو په اړه د اندېښنو په منځ کې، د ګلوبل فنډ په نوم یوه نړیوال مرستندوی بنسټ ویلي چې د افغانستان لپاره یې څلور میلیونه او اووه لکه ډالره اضطراري مرسته تصویب کړې ده.

دغه مالي مرسته به د ایچ‌آی‌وي HIV ایډز، نري رنځ یا تبرکلوز او ملاریا ناروغیو پر تشخیص او درملنه دغه راز په دې اړه پر عامه پوهاوي ولګول شي.

دغه بنسټ پرون ماسپښین په یوه اعلامیه کې وویل، له دغو مالي مرستو په استفاده به له پاکستانه یو میلیون او درې لکه راستنو شویو ته هم بېلابېل خدمات وړاندې شي.

په دوام کې ویل شوي چې له دې سره د دوی له خوا پر هغو ۶۶ میلیون ډالرو، څلور اعشاریه اووه میلیون نوره اضطراري مالي مرسته ورزیاته شوه، چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې د یوې درې کلنې دورې لپاره په پام کې نیول شوې دي.

په دې اړه به پروګرامونه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یا یو‌این‌ډي‌پي له خوا عملي کېږي.

ارشیف: په کابل کې د یوه روغتون څنډه. په خوارځواکۍ اخته ماشوم او د هغه مور
ارشیف: په کابل کې د یوه روغتون څنډه. په خوارځواکۍ اخته ماشوم او د هغه مور

د ګلوبل فنډ د اعلامیې له مخې، د ملاریا ناروغۍ تشخیص او هغو کسانو ته چې د ملاریا د خپرېدو تر خطر لاندې سیمو کې ژوند کوي د پشه خانو برابرول، د ښوونیزو پروګرامونو پیلول، په سرحدي سیمو کې د څارنې د مرکزونو ایجاد، چې د نري رنځ یا تبرکلوز په برخه کې د ټیسټ او نمونه اخیستنې او د ایچ‌آی‌وي یا ایډز ناروغۍ په برخه کې د داوطلبانه ازمېښت تجیهزات په کې وي، د خلکو مشوره او درملنه هغه اقدامات دي چې د دغې مالي مرستې له لارې به عملي کېږي.

پاکستان د بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج پروسه د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې پیل کړه چې لا هم دوام لري.

د پاکستان تر دغه اقدام وروسته د ماشومانو د ساتنې موسسې ویلي وو چې د راستنېدونکو په منځ کې ساري ناروغۍ له دې جملې سختې تنفسي ناروغۍ په ځانګړي ډول په ماشومانو کې په زیاتېدو دي.

هغه وخت د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي وو چې له پاکستانه د افغان کډوالو ډله ییز اخراج د نورو مسایلو تر څنګ د ګوزڼ یا د ماشومانو د فلج ناروغۍ د خپرېدو خطر زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې چې پرون پنجشنبه یې په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې خپور کړی، خبر ورکړی چې د افغانستان روغتیايي نظام له اقتصادي ستونزو اغېزمن شوی، ځکه نو ۲۰۲۴م کال به د دغه هېواد لپاره له ستونزو ډک وي.

د دغه راپور له مخې، افغان وګړي له یوه بې پایښته روغتیايي نظام، د خوړو له کموالي او خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

طالبانو ویلي چې په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد په سلواغې یا دلوې میاشت کې جوزجان ته د سفر پر مهال ویلي وو چې ټول روغتیايي کارکوونکي دې د غوره صحي خدماتو وړاندې کولو هڅه وکړي او د هغه په وینا دغه خدمات د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې هم خلکو ته برابروي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې دغه راز ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر د پام وړ زیات شوی او سږکال یې شمېر ۲۳ میلیونه او اووه لکه کسانو ته رسېدلی دی.

هره ورځ اورېدونکي د ازادۍ راډیو په پیغام ثبتوونکي ماشین کې د بشري مرستو د نه رسېدو په باب شکایتونه کوي.

یو تن ویلي: "دغه مرستې چې راځي د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې اړو کسانو ته نه رسېږي. د مرستې پروګرام باید په ځانګړي ډول ارغنداب ته جاري وساتل شي، چې ډېره ځپل شوې ولسوالي ده."

ارشیف: په افغانستان کې یو خوارځواکی په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: په افغانستان کې یو خوارځواکی په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر له زیاتېدو سره د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا آی‌آر‌سي IRC ویلي، چې نړیواله ټولنه دې د اساسي خدماتو د دوام او د بشري بحران د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي.

دغې کمېټې پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې د میلیونونو افغانانو د مرستې لپاره د نړیوال بانک د وروستۍ پرېکړې هرکلی کوي.

د نړیوال بانک اجرائیه بورډ د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د افغانانو د ملاتړ لپاره یوه نوې کړنلار تصویب کړه.

د دغه پروګرام په چوکاټ کې به ۳۰۰ میلیون ډالره مالي مرسته برابرېږي، خو دغه اندازه پیسې باید د دغه بانک د اجرائیه بورډ له خوا منظور شي.

نړیوال بانک ویلي چې طالبان به پر دغو مالي مرستو کوم کنټرول ونه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې په راروانو شپږو میاشتو کې د مرستې رسونې د پروګرام د دوام لپاره ۷۶۰ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG