د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

د بزګر ملي ورځ؛ یو شمېر افغان بزګران له طالبانو د خپلو ستونزو حل غواړي


ارشیف: په هرات کې یو بزګر له خپلې ځمکې کچالو راټول کړي دي.
ارشیف: په هرات کې یو بزګر له خپلې ځمکې کچالو راټول کړي دي.

د وري دويمه په افغانستان کې د بزګر ملي ورځې سره سمون لري.

د وري دويمه د بزګر د ملي ورځې له رارسېدو سره هممهاله په افغانستان کې يو شمېر کروندګر شکايت کوي چې تېر کال له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې په روان کال کې له دوی ملاتړ وکړي.

په ننګرهار ولايت يو کروندګر سید اکبر وايي چې تېر کال د کرنې په برخه کې ډېرې ستونزې وې او په خبره یې د ده په ګډون ډېرنور بزګران یې زيانمن کړل.

هغه وویل: "تېر کال خلکو د کرنې په برخه کې ډېر زيان وليد، کيمياوي کود ډېر ګران و، حاصلات ډېر ګران تمام شول، خو د خرڅلاو پر مهال قيمتونه ډېر ارزانه شول چې زمونږ کرنه يې ډېره زيانمنه کړه."

د نيمروز ولايت يو بل کروندګر عبدالعظيم هم وايي چې د تېر کال وچکالۍ ورته ډېر زيانونه اړولي او وروستيو اورښتونو يې هم کښت ته هیڅ ګټه نه ده کړې.

هغه وویل: "زمونږ ستونزې بیخي ډېرې وې او اوس هم اوبه وچې شوي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې د کرنې په برخه کې اوبه مونږ ته راپرېږدي، د هلمند اوبه درې يا دوه مياشتې خوشې کړي او له دلوې مياشتې تر ثور مياشتې دې خوشې وي."

ارشیف: په کندز کې یو بزګر
ارشیف: په کندز کې یو بزګر

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د تولیداتو خونه هم مني چې تېر کال د کرنې په برخه کې د سختې وچکالۍ له امله ډېری افغان کروندګر زیانمن شوي دي.

خو د دې خونې اجرایوي مشر وسیم صافي ازادي راډيو ته وویل چې وروستیو اورښتونو د راتلونکي کال لپاره هیلې ډېرې کړي او په خبره یې دوی هم د کروندګرو د ملاتړ لپاره روان کال کې پلانونه لري.

صافی وايي: "د تېر کال وچکالۍ ته په کتو بزګران ډېر زيان زيانمن شوي. سږ کال اورښتونه ډېر وشول. مونږ هڅه کوو چې له اړوند ادارو او هغو هېوادونو سره چې د کرنې برخه کې فعاليت کوي د قراردادي کښتونو په برخه کې کار وکړو چې د حاصلاتو له اخيستو مخکې خپلې پيسې بېرته واخلي. پانګه‌وال وهڅو چې د کرنې برخه کې پانګونه وکړي."

په افغانستان کې د نوي کال دویمه ورځ د بزګر له ملي ورځې سره سمون خوري چې هر کال د د بېلابیلو کرنیزو نندارتونونو او نورو بېلابېلو پروګرامونو په جوړولو سره نمانځل کېږي.

خو سږ کال ښکاري له دې ورځې تر اوسه کومه رسمي نمانځنه نه ده شوې.

د طالبانو د حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د کرنیزو چارو پوهان کرنې او بزګرانو ته پاملرنه یوه مهمه موضوع بولي او د حکومتونو لخوا د هر اړخیز پلانونه په جوړولو ټینګار کوي.

جوهر وايي: حکومت باید د کروندګرو د ملاتړ لپاره یوه تګلاره ولري. د کروندګرو د وضعیت د ښه کولو لپاره د دوی له محصولات او ورته له بازار موندنې ملاتړ وکړي، پر کروندګرو پانګونه وکړي.

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي رئیس صفي الله جوهر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "کروندګر د هېواد د سوکالۍ، اقتصادي ودې او د خوراکي توکو د خوندیتوب برخه کې ستره ونډه لري او حکومت باید د کروندګرو د ملاتړ لپاره یوه تګلاره ولري. د کروندګرو د وضعیت د ښه کولو لپاره د دوی له محصولات او ورته له بازار موندنې ملاتړ وکړي، پر کروندګرو پانګونه وکړي ترڅو حکومت پوه شي چې دوی په کوم فصل کې کومو امکاناتو ته اړتیا لري چې ورته ورکړل شي."

د افغانستان د کرنيزو توليداتو خونې مسوولان وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د نړيوال سازمان یا ایف‌اې‌او او د طالبانو د حکومت د مرکزي احصايې د ادارې لخوا د ترسره شويو ټول پوښتنو له مخې دا مهال د افغانستان له ٨٥ سلنې څخه زيات وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د سرچینو د تحرک مشر الکسي برنز ویلي چې د افغانستان د ۳۶ سلنه وګړو د خوړو خوندیتوب په اړه اندېښنه لري.

خو نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټويټر پاڼه کې ویلي، دې ادارې د خپلو شریکانو په مرسته تېر کال له لسو میلیونو ډېرو کروندګرو سره مرسته کړې ده.

بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ میلیونه وګړو ته کافي خواړه نه رسېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG