د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۲

بزګران: وچکالۍ او د کوکنارو پر کښت بندیز له لوږې سره مخ کړي یوو


په افغانستان کې د وچکالۍ یوه څنډه
په افغانستان کې د وچکالۍ یوه څنډه

امیر جان د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې نژدې لس جریبه ځمکه لري.

دی وايي چې پخوا به یې د خپلې ځمکې په یوه برخه کې کوکنار کرل او د تاریاکو په پیسو به د کور اړتیاوي پوره کولې، خو کله چې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کښت بندیز لګول شوی، دوی له خورا ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړی وایي:

" موږ همدا اوس د خيرات اوړو ته محتاجه او سترګې ورته پر لاره یو، کال وچ و او تاریاک هم بند شول، دا اوس موږ د کورنۍ لپاره ډوډۍ نه لرو. کوکنارو زموږ ټول مصرفونه پوره کول، د ناروغانو د درملنې، د کور د جامو، د غلې، د لاندې د پسه، خو چې کوکنار بند شوي دي اقتصاد مو ډېر خراب شوی او یوازې ورځ تېروو. ډېر پورونه راباندې دي، اوړه په پور رانیسو او چې مریض پیدا شي له دې څخه پيسې یې پور کړه له هغه بل څخه یې پور کړه. پخوا چې مو کوکنار کرل په ټول کال کې پنځه زره هم نه پوروړي کېدلو، یوه چاریاک، نیم من یا یوه من تاریاکو به د کور ټول مشکلات حل کړل. "

د هلمند ولایت بزګران وايي، د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت له بندیز سره سم، وچکالۍ هم دوی ډېر ځپلي او د روا کښت د خړوبولو لپاره کافي اوبه نه لري.

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه اوسېدونکي محمد نبي ازادي راډيو ته وویل، سږکال يي ماشومانو غوښه نه ده خوړلې.

هغه زیاتوي:

"زما کورنۍ زما په ګډون دوولس نفره ده، اولادونه مې ماشومان او د خوارۍ او کار نه دي، زه حیران چې څه وکړم، څه وخورم او څه وکرم؟ د کاله پنځه نیم یا شپږ خرواره یوازې زما د غنمو مصرف دی. که اوبه وي ځمکه مې ټول مصارف راپوره کوي، خو اوس مې لږ مځکه تر اوبو لاندې او نوره دا ده وچه پاته ده. "

د وچکالۍ له امله سږ کال افغان کروندګر ډېر زیانمن شوي
د وچکالۍ له امله سږ کال افغان کروندګر ډېر زیانمن شوي

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په تېرو کلونو کې په افغانستان کې له دوه لکه او (۳۳) زره هيکټارو کوکنارو کښت څخه، یو لک او (۲۲) زره هيکټاره یې یوازې په هلمند پورې اړه درلوده، خو د السيس په نوم يوې برېتانوۍ موسسې د معلوماتو له مخې، سږکال په هلمند ولایت کې یوازې په زر جریبه ځمکو کې کوکنار کرل شوی و.

د هلمند ولایت یو بل بزګر نقیب الله وایي، که له دوی سره مرستې و نه شي، نو د اوبو د کموالي له امله نه شي کولای چې څه کښتونه وکري، ځکه د روا کښت د محصولاتو لپاره يې بازار نشته او ټول زحمت يې بېځایه دی:

نوموړی وایي:

" خلک ستړي او بېوزله دي، باید زموږ سره داسې مرستې وشي چې د کوکنارو په اندازه ګټه ولري، سره او نور شیان ګران دي، غنم خو موږ ته د ټرکټر او سرې مصرف نه شي راپوره کولای، شل جریبه ځمکه لرمه، که کوکنار و نه کرم غنم خپل سر لا نه راجوړوي. "

د کوکنارو د کښت له بندېدو سره د هلمند ولایت بزګران داسې مهال د خپلو اقتصادي ستونزو په اړه شکایت کوي چې تازه ملګرو ملتونو ويلي، که د کوکنارو پر کښت بنديز همداسې دوام ولري او له بزګرو سره د بديل کښت په برخه کې مرستې و نه شي، نو په افغانستان کې به بېوزلي او لوږه نوره هم ډېره شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG