په داسې حال کې چې اوس هم سلګونه افغانان په دې تمه دي چې اروپايي هېوادونو؛ په ځانګړې توګه جرمني کې د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ومنل شي، د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې اژانس وايي چې په ۲۰۲۳ کال کې په ټوله اروپا کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۱۸ سلنه زیات شوي.
دې اژانس د چهارشنبې په ورځ په خپل کلني راپور کې ویلي چې ډېری کډوال د سوریې او افغانستان وګړي دي.
د دې ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې ۱۸۱ زره پناه غوښتونکي له سوریې او ۱۱۴ زره له افغانستان څخه ورسره ثبت شوي دي.
د اروپا د پناه غوښتنې اژانس کلنی راپور ښيي چې تېر کال د اروپايي ټولنې په ۲۷ غړو هېوادونو او همدارنګه ناروې او سویس کې ۱.۱۴ میلیونه کسانو د پناه غوښتنه کړې ده.
خو ولې اوس هم افغانان اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د لېست په سر کې دي او له افغانستانه د وتلو هڅه کوي؟
یو شمېر هغو کسانو چې په اروپايي هېوادونو؛ په ځانګړې توګه جرمني کې یې د پناه غوښتنه کړې، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته بېکاري، اقتصادي ستونزې او امنیتي ګواښونه دغې اتحادیې ته د دوی د پناه غوښتنې اصلي لاملونه بولي.
د افغانستان د ملي اردو یوه پخوانۍ سرتېرې چې له یوه کال راهیسې په پاکستان کې د امنیتي ګواښونو له امله ژوند کوي او د پناه اخیستلو لپاره د جرمني او فرانسې د ځواب په تمه دی، ازادي راډیو ته وویل:
"فرانسې او المان نه مو څو ځلې د پنا غوښتنه کړې اوس مې څو ځلې ايمېل وکړ هیڅوک مو غږ نه اوري، موږ بیا افغانستان ته نه شو تللای ځکه چې زه یوه سرتېرې یم او یوه لور لرم. زه د هغه ځواب په تمه یم چې ماته امېد راکړي، باور وکړئ موږ ستړي شوي یوو."
یوه بله افغانه فرشته صمیمي هم وايي چې د کار د نشتوالي او د خپلو دوو ناروغو ماشومانو د درملنې له امله هڅه کوي چې له ایران څخه یو اروپايي هېواد ته ولاړه شي، ځکه په خبره یې درملنه یې په افغانستان او ایران کې ناممکنه ده.
نوموړې همدا راز ازادي راډيو ته وویل:
" ایران ته زما د راتګ لامل زما د دوو ماشومانو ناروغي ده چې په افغانستان کې یې د یوې طبي تېروتنې له امله سترګې ړنده شوې او نور په افغانستان کې د کار کولو چانس نه لرم او اوس هم په ایران کې یم. تر اوسه مو څو څو ځله د جرمني او ايټاليا له سفارتونو سره په شخصي توګه تماس نيولی، برېښناليکونه مو ورته کړي، خو تر اوسه مو کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی."
د دغو افغان پناه غوښتونکو له ډلې څخه یو شمېر یې اروپايي هېوادونو ته رسېدل ستونزمنه او اوږد مهالې پروسه ګڼي نو ځکه هڅه کوي چې له قاچاقي او غیر قانوني لارو اروپا ته ځان ورسوي.
په ایران کې له دغو ځوانانو څخه فواد رباني ازادي راډيو ته وویل:
"هغه کډوال چې په قانوني توګه اروپا ته ځي ډېر ستونزمن کار دی او ډېر وخت نیسي، زه له قانوني پروسې تېر شوم، هغوی وویل چې برېښنالیک ته انتظار وکړه، خو بله لاره غير قانوني د قاچاق دې قاچاق لاره ده زه څو کرته د ترکيې تر پولې لاړم، د افغان کډوالو پر وړاندې ډېرې ستونزې پرتې دي."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د جرمني د کډوالو او پناه غوښتنې فدرال ادارې دغه هېواد ته د ۲۰۲۳ کال د کډوالۍ احصایې خپرې کړې وې.
د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، تېر کال په جرمني کې تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي اول د سوریې، او بيا د ترکیې، افغانستان، عراق، ایران، ګرجستان او روسیې وو.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته افغانان پر اروپايي هېوادونو سربېره ګاونډیو هېوادونو لکه: ایران او پاکستان ته هم کډه شوي او له هغه ځایه امريکا او کاناډا ته د تللو په تمه دي.
ډېری افغانان امنیتي ګواښونه،اقتصادي ستونزې،بې روزګاري او په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بنديزونو لګول د اروپا په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته د تېښتې او پناه غوښتنې لاملونه بولي.