د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

افغانان؛ په فرانسه کې د ۲۰۲۳ کال تر ټولو ډېر پناه غوښتونکي


د فرانسې په يوه ساحلي سیمه کې پناه غوښتونکي - ارشیف
د فرانسې په يوه ساحلي سیمه کې پناه غوښتونکي - ارشیف

د کډوالو او بې‌تابعیته وګړو څخه د ملاتړ فرانسوي ادارې ( او اف پي ار اې) وايي په ۲۰۲۳ کال کې فرانسې ته تر ټولو زیات د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د افغانانو لخوا لېږل شوي دي.

یاد شوي دفتر د سې شنبې په ورځ د جنورۍ په ۲۳مه نېټه په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د پناه غوښتونکو د مجموعې شمېر ۱۴۲۵۰۰ څخه ۱۷۵۰۰ یې افغانان دي چې تر ټولو زیات شمېر جوړوي.

په راپور کې د یادې ادارې د ورکړل شویو شمېرو له مخې، دا پرله پسې شپږم کال دی چې افغانان (په ډېر شمېر) د پناه غوښتونکو د لېست په سر کې دي.

د او اف پي ار اې په راپور کې راغلي چې د پناه غوښتونکو نورې لویې ډلې له بنګله دېش، ترکیې، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او ګینيا څخه راځي.

د دې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې فرانسې ته د پناه غوښتنې شمېر د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۸ سلنه ډېر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې فرانسې ته تازه کډوال شوي افغانان وايي، دې هېواد ته د رسېدو لپاره له ډېرو ننګونو سره مخ شوي دي.

په فرانسه کې مېشته يوه افغان کډواله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په دغه هېواد کې د کډوالو د ډېر شمیر له امله دوی ته سمه رسېدنه نه کیږي.

دغه کډواله وايي:

"دلته هم ننګونې شته. کډوال ډېر زیات دي. او فکر کوم د فرانسې دولت نه شي کولای زموږ کډوالو سره مرسته وکړي. یعنې دلته هم ستونزې زیاتې دي. داسې کسان هم شته چې په واټونو ویده کیږي. ان یو شمېر خبریالان چې توانیدلي و ویزه ترلاسه کړي، دوه شپې پې په واټونو کې تېرې کړې."

اروپا ته يو شمېر رسيدلي پناه غوښتونکي
اروپا ته يو شمېر رسيدلي پناه غوښتونکي

یو بل افغان کډوال، الیاس طاهري چې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د افغانستان ګاونډي هېواد پاکستان ته کډوال شوی و او اوس په فرانسه کې دی وايي، د ډېرو ستونزو له ګاللو وروسته دې هیواد ته ورسېده.

طاهري زياتوي:

"کله چې له خپله هېواد څخه ووتو او پاکستان ته راغلو، ډېرې ستونزې مو درلودې. اقتصادي ستونزې او بې برخلیکه ژوند د یو کال لپاره ځورونکی و. خو بلاخره له پاکستانه هم ووتو فرانسې ته راغلو."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پخواني پوځیانو، مدني فعالانو، خبریالانو او نورو فعالانو په ګډون په لسګونو زره افغانان د دوی په خبره د امنیتي ګواښونو له امله امریکا، اروپا او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

یو شمېر نور بیا د بې وزلۍ، بیکارۍ او مقصد هیوادونو ته د تګ لپاره ګاونډیو هېوادونو ایران، پاکستان ته کډه شوي چې وخت په وخت یې د خپلو ستونزو په اړه شکایتونه کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG